څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: August 6, 2014
       
د حضرت داود علیه السلام ژوند لیک

وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُدَ زَبُورًا. سورة اسراء الاية ٥٥
ژباړه : بېشکه موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو باندي فضيلت ورکړى دئ او داود علیه السلام  ته مو په زبور سره راتلل کړي وه.

په قرآنکريم کي د داود علیه السلام  يادېدنه

دداود علیه السلام  نوم شپاړس ځايه په قرآنکريم کي ذکر سوى دئ . دده نوم په بقره ، نساء، مائده ، انعام ، اسراء ، انبياء ، نمل ، سبا او ص سورتونو کي ذکر سوى دئ.نوموړى دبني اسرائيلو څخه وو او ديهوذا داولادې څخه وو چي ديعقوب علیه السلام  زوى دئ. الله جل جلاله  ده ته نبوت او پاچاهي دواړه ورکړي وه يعني الله جل جلاله  ده ته ددنيا او اخرت دواړو ښېګڼي ور په برخه کړي وي ځکه هم پاچا وو او هم نبي وو . دده زوى سليمان علیه السلام  هم په دې موقف کي وو يعني هم پاچا وو او هم نبي وو.

 

دداود علیه السلام  نسب

داود علیه السلام  دايشا زوى وو ، ايشا دعويد زوى وو ...... چي ديهوذا داولادې څخه دئ ، يهوذا ديعقوب بن اسحاق ، بن ابراهيم زوى دئ . دتورات او انجيل پيروانو دده مبارک نسب په تفصيلي ډول سره ذکر کړى دئ ، دوى پردې اتفاق دي چي داود علیه السلام  ديهوذا  داولادې څخه دئ او بني اسرائيل قوم څخه دئ . داود علیه السلام  دهغه نبيانو دډلي څخه دئ چي اسماني کتاب يعني زبور پر نازل سوى دئ لکه په پورتني آيت کي چي يې ذکر وسو.


 

په بني اسرائيلو کي دداود علیه السلام  مقام او منزلت

 دموسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  تر وفات وروسته دبني اسرائيلو چاري يو بل پيغمبر په غاړه واخيستې چي يوشع بن نون  علیه السلام  نومېدئ ، نوموړى پيغمبر دبني اسرائيلو سره يوځاى دفلسطين سيمي ته داخل سو ، دموسي علیه السلام  په ژبه دبني اسرائيلو سره وعده سوې وه چي دفلسطين دسيمو فتحه به ستاسو نصيب کيږي او برى به ستاسو وي.


يوشع علیه السلام  هغه سيمي چي فتحه سوي وې دبني اسرائيلو ترمنځ ووېشلې . ترکومه وخته پوري چي ژوندى وو دبني اسرائيلو دنظم چاري دهمدې پيغمبر په غاړه وې کله چي يوشع علیه السلام  وفات سو. دبني اسرائيلو دنظم چاري يو شمېر قاضيانو په غاړه واخيستې ، دغو قاضيانو دبني اسرائيلو دنظم چاري پر مخ بېولې ، دغه لړۍ ٣٥٦ کاله دوام پيدا کړ،قاضيانو به دبني اسرائيلو ترمنځ فيصلې کولې . دغه دوره د (حکم القضاة) په نوم ياديږي.

په دغه  زمانه کي دبني اسرائيلو په منځ کي سستي او کمزوري پيدا سوه ، ګناهونه او يو لړ نافرمانۍ يې په منځ کي شروع سوې،ددوى په صفونو کي بت پرستي ننوتل . ورځ تر بلي يې خپل دين دلاسه ورکاوه همدا وجه وه چي الله جل جلاله  يو شمېر قومونه پر دوى باندي مسلط کړه ، پردوى باندي عمالقوو ، اراميانو ، فلسطينانو او داسي نورو قومونو جنګونه وکړه په ټولو کي بني اسرائيلو ماته وخوړل .

ابن جرير په خپل تاريخ کي ليکي : بني اسرائيل په ډېر ويرجن حالت کي راشکيل سوه ځکه دوى دخپل دين پوره اطاعت نه کاوه ، ګناهونو او نور ناروا کارونه يې پيل کړه ، زيات شمېر انبياء يې په قتل ورسول ، الله جل جلاله  ددې کار په بدل کي پردوى باندي ظالم پاچهان مسلط کړه ، دوى ماته وخوړل او ددوى دښمنان باندي غالب سوه . ظالمو پاچاهانو به پر دوى باندي ډول ، ډول ظلمونه کول.

بني اسرائيل چي به کله جنګېدل نو دځان سره به يې يو تابوت وړى ، په دغه تابوت کي دموسي علیه السلام  تختې او لکړه پرته وه ، دغه تابوت ته (تابوت ميثاق) ويل کيږي چي اهل کتاب يې (په تابوت عهد) سره يادوي. دوى ددې تابوت څخه برکت لاسته راوړى او کاميابه کېدل به . الله جل جلاله  ددغه تابوت يادونه په قرآنکريم کي کړې ده اوفرمايي:

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَى وَآلُ هَارُونَ........ سورة بقرة الاية ٢٤٨
ژباړه : دوى ته خپل نبي وويل : بېشکه ستاسو دپاچاهۍ نښانه داده چي تاسو يو تابوت راوړى په دې تابوت کي دزړه اراموالى وو ستاسو درب دلوري څخه او پاته شيان وه چي پرې ايښي وه آل دموسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  ....

بني اسرائيل ددې تابوت په برکت سره جنګېدل ، يوه ورځ يې په جنګ کي دځان سره دغه تابوت يووړى البته ددوى دغه جنګ د غزة او عسقلان سره وو . دوى په دې جنګ کي  کامياب سوه . مګر ددوى څخه  دغه تابوت ورک سو. پاچا يې ددغه تابوت د ورکېدو له وجهي ډېر سخت غمګين سو آن تردې چي بيخي ددغه غم څخه مړ سو. بني اسرائيل لکه بې چوپانه پسونه داسي پاته سوه تر هغه وخت پوري داغسي پاته وه چي الله جل جلاله  په دوى کي دشمويل په نوم  پيغمبر  ولېږئ ، اهل کتاب دغه پيغمبر دصمويل په نوم ياد کړى دئ. کله چي دغه پيغمبر دوى ته ولېږل سو بني اسرائيلو دستي شمويل څخه وغوښته چي دوى ته يو پاچا وټاکي او دوى بيا دهغه پاچا تر امر لاندي جهاد وکړي. الله جل جلاله  ددغه موضوع يادونه داسي کړې ده : 

أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَأِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بَالظَّالِمِينَ. سورة بقرة الاية ٢٤٦

ژباړه : ايا ته نه ګورې دبني اسرائيلو هغه ډلي ته چي تر موسي علیه السلام  وروسته يې  خپل  نبي ته وويل  : موږ ته  يو پاچا وټاکه چي موږ دالله جل جلاله  په لاره کي جهاد وکړو ، نبي ورته وويل ايا دا نه ده نژدې چي پر تاسو باندي به جهاد لازم سي تاسو به  يې بيا نه کوئ ؟ بني اسرائيلو ورته وويل : څه وجه ده چي موږبه جهادنه  کوو؟حال داچي موږ دخپلو کورنو  څخه شړل سوي يو او  زموږ  پلرونه هم شړل  سوي دي. کله  چي پردوى باندي جهاد فرض سو  نو دوى ټول  وګرځېده مګر ډېر لږ کسان ددوى څخه جهاد ته اماده سوه او الله جل جلاله  پر ظالمانو باندي زيات علم لرونکى دئ.

شمويل علیه السلام  دالهي وحي مطابق پر دوى باندي طالوت پاچا مقرر کړى ځکه طالوت په قوت او علم کي زيات وو. بني اسرائيلو ددغه پاچا څخه سرغړونه وکړه او وې ويل : 

 وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوا أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ....... سورة بقرة الاية ٢٤٧
ژباړه : بني اسرائيلو وويل : څنګه به طالوت پر موږ پاچا وي او موږ ترده په پاچاهۍ سره  ډېر حقداره يو او ده ته دمال پراخي نه ده ورکړل سوې.نبي ورته وويل : بېشکه الله جل جلاله  دى پرتاسو مختار کړى دئ او دى يې تر تاسو په صورت او علم کي زيات کړى دئ.

طالوت پر بني اسرائيلو باندي پاچا مقرر سو .الله جل جلاله  دده پاچاهي په دې وه وياړله چي هغه تابوت چي بني اسرائيلو دلاسه ورکړى وو بېرته يې لاسته راوړي. طالوت يو لښکر دجهاد لپاره اماده کړى چي دبني اسرائيلو ددښمنانو سره  وجنګيږي او دغه لښکر دقوي او مقاومو خلګو څخه جوړ وو ، البته دغه لښکر په يوه صحراء کي دازميښت سره مخ سوهغه داچي نوموړى لښکر دسختي تندي سره مخ سو دلاري په اوږدو کي ديوې ويالې سره مخ سو. طالوت دوى ته امر وکړ ، چي تريوه لپه بالا اوبه مه څيښئ . دطالوت هدف ددې امتحان څخه  داوو چي خپل لښکر  په اراده کي محکم اوثابت کړي. الله جل جلاله  په دې اړه داسي فرمايي :

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ ..... سورة بقرة الاية ٢٤٩
ژباړه : کله چي طالوت دخپل وطن څخه دخپل لښکر سره جلا سو خپل لښکر ته يې وويل : بېشکه الله جل جلاله  تاسو په يوه وياله سره ازمويني نو که چا اوبه ځني وڅيښلې هغه زما څخه نه دئ او که چا اوبه نه ځني وڅيښلې هغه زما څخه دئ مګر نه هغه څوک چي په لپه يوه لپه اوبه وڅيښي . بني اسرائيلو ددې اوبو څخه څيښل وکړه مګر ډېرو لږو کسانو اوبه نه وڅيښلې.

کله چي بني اسرائيلو اوبه څيښلې دټولو نسونه وپړسېدل ، دجنګ کولو توان يې دلاسه ورکړ، ټول پر شا سوه يوازي ٣١٩ تنه پاته سوه حال داچي په لومړى وخت کي ددغه فوج شمېر اتيا زرو ته رسېدئ ، طالوت هم ددوهم ځل لپاره دغه نور کسان دځان سره ملګري نه  کړل بلکي يوازي ددغه کوچنۍ ډلي سره ددښمن پرلوري روان سو ، دښمن دفلسطين بت پرستان وه او يوظالم پاچا يې امر وو چي جالوت نومېدى . دهغو پر لوي يې دجنګ اراده وکړه او پاته کسانو وويل :

 قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ. سورة بقرة الاية ٢٤٩
 
ژباړه : دوى وويل : موږ ته نن ورځ دجالوت سره دجنګ کولو توانايي نسته. هغه کسانو وويل چي دالله جل جلاله  سره يې دملاقات اميد وو : ډېر وخت به لږ ډله پر يوه لويه ډله باندي غلبه کوي دالله جل جلاله  په امر سره او الله جل جلاله  دصبر کونکو ملګرى دئ.

دجنګ دشروع کېدو په وخت کي جالوت يو پهلوان وغوښتى چي دجنګ ميدان ته ورسي او دى مقابله ورسره وکړي . دده مقابلې ته يو کوچنى کم عمره ځوان داود ورغلى چي ديهوذا داولادې څخه وو داسي کم عمره ځوان وو چي هيچا ددې ګومان نه کاوه چى دى دجنګ ميدان ورسي . کله چي يې دجالوت لوري ته حرکت وکړى ، جالوت ورته وويل : ته ولاړ سه زه ستا وژل مکروه ګڼم يو ښه زورور ځوان دي راسي ته زما دمقابلې نه يې؟ داود علیه السلام  ورته وويل : زه بيا ستا وژل خوښ ګڼم ، لنډه داچي ددواړو ترمنځ مقابله پيل سوه په پايله  کي داود علیه السلام  وتوانېدى چي جالوت ووژني ، جالوت چي مړ سو لښکر يې په ډېر بد حالت کي ماته خوړل ، برياليتوب او فتحه دداود علیه السلام  په برخه سوه . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:

فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُدُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ...... سورة بقرة الاية ٢٥١
ژباړه : کافرانو دالله جل جلاله  په امر سره ماته وخوړل ، داود علیه السلام  جالوت مړ کړ، الله جل جلاله  ده ته پاچاهي او علم ورکړى او هغه څه يې وروښودل چي دالله جل جلاله  خوښه وه.

ددغه وخت څخه داود علیه السلام  په بني اسرائيلو کي شهرت پيدا کړى ، داود علیه السلام  يو په بل پسي برياليتوبونه او فتوحاتي تر لاسه کړې ، بني اسرائيل چي دډول ، ډول خواريو او ذلتونو سره مخ سوي وه ، بېرته دعزت څښتنان سوه . کله چي طالوت مړ سو بني اسرائيل راټول سوه داود علیه السلام  يې پاچا کړى ، داود علیه السلام  دښه عدل او انصاف څخه کار اخيستى ، په بني اسرائيلو کي په عدل او انصاف سره خورا مشهور وو ، داود علیه السلام  پر بني اسرائيلو باندي دتورات احکام عملي کول ترهغه وخت پوري چي الله جل جلاله  پرده باندي زبور نازل کړى ، دده عمر په دغه وخت کي چي پاچا کېدى تر دېرشو کالو زيات نه وو.

د داود علیه السلام رسالت

 کله چي داود علیه السلام  څلوېښت کلنۍ ته ورسېدى الله جل جلاله  دپاچاهۍ ترڅنګ رسالت هم ورکړى او بني اسرائيلو ته ديوه رسول په حيث ولېږل سو . الله جل جلاله  ده ته زبور کتاب ورکړى چي موعظې ، زړه نرمونکي نصحيتونه ، ذکرونه او پندونه پکښې وه. 


داود علیه السلام  ډېرښايسته اواز درلودى دومره ښايسته اواز يې وو چي دده اواز بيخي ضرب المثل ګرځېدلى وو اوس هم داسي ويل کيږي : اې خدايه ماته داود علیه السلام  ښه اواز  رانصيب کړې.

په يوه روايت کي راغلي دي چي ابوموسي اشعري رضي الله عنه  يوه ورځ تلاوت کاوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دده تلاوت واورېدى ډېر ښه خوند يې ورکړى او غوږ يې ورته ونيوى ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دده ښه اواز ته ډېر په  تعجب سو بيا يې ورته وويل : ته دداود علیه السلام  دمزمارونو څخه يو مزمار يې . ابوموسي اشعري رضي الله عنه  وويل : يارسول الله صلی الله علیه وسلم  ! تا زما تلاوت اورېدئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : هو ، ما ستا تلاوت واورېدئ ، ابوموسي اشعري رضي الله عنه  وويل : که زه داسي خبر واى چي ته زما تلاوت اورې نو ما به تردې هم په ښه اواز تلاوت کړى واى.

داود علیه السلام  چي به زبور وايه نو دهوا مرغان به ورته راکښته کېدل ، خپل پرواز به يې پرېښودى ددرختو په ښاخونو کي به ده ته کښېناستل. کله چي به داود علیه السلام  زبور يا نور تسبيحات تکرارول مرغانو به هم ورسره تکرارول آن تردې چي غرونو به سهار او ماښام دداود علیه السلام  سره تسبيح تکرارولې. دداود علیه السلام  دومره ښايسته اواز وو چي چا تر اوسه نه وو اورېدلى دده اواز ته به پېرانان ، انسانان او مرغان راتلل دده اواز به يې اورېدى آن تردې چي ځيني به بيخي دلوږي څخه مړه سوه. البداية والنهاية ج : ٢ ص : ١١

داود علیه السلام  به په ډېر ښايسته اواز سره دالله جل جلاله  تسبيح ويلې ، کله ، کله به يې دالله جل جلاله  کلام په ښايسته اواز سره تلاوت کوى ، مرغانو او غرونو به دده سره دغه تسبيح زمزمه کولې. الله جل جلاله  په دې اړه داسي فرمايي:

إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ.  سورة ص الاية ١٨
ژباړه : بېشکه  موږ دداود علیه السلام  سره غرونه مسخر کړي وه دده سره به يې سهار او ماښام  تسبيح ويلې.

همدا ډول الله جل جلاله  فرمايي :
وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُدَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْـرَ.......... سورة سبا الاية ١٠
ژباړه : بېشکه موږ داود علیه السلام  ته دخپل لوري څخه فضيلت ورکړى ، موږ وويل : اې غرونو! دداود علیه السلام  سره تسبيح واياست او  مرغان مو ده ته مسخر کړى وه.

داود علیه السلام   سره ددې چي ډېر نرم اواز يې درلودى دخشوع او خضوع سره يې زبور په سرعت سره وايه. په حديث شريف کي راغلي دي : زبور ويل داود علیه السلام  ته اسان ګرځېدلى وو . داود علیه السلام  تر لاس لاندي کسانو ته امر کړى وو چي هر وخت زبور ووايي آن تردې دحيوانانو دځينېدو په وخت کي او تردې وړاندي به يې هم وايه . داود علیه السلام  په خپل لاس باندي کسب کاوه دهغې لاري څخه يې خپله نفقه لاسته راوړل ددولت او حکومت له خوا يې هيڅ پيسې نه اخيستې. رواه بخاري واحمد

داود علیه السلام  ددې لوړ مقام او مرتبې سره ، سره بياهم زيات وخت به په عبادت مشغول وو ، زيات وخت به يې روژې نيولې ، ده په عبادت او نېکو کارونو کولو کي خورا زياته توانايي درلوده . الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي:
 
وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُدَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ. سورة ص الاية ١٧
ژباړه : ياد کړه داود علیه السلام  چي دتوانايۍ څښتن وو ، بېشکه دى نېک رجوع کونکى وو. 

دابن عباس رضي الله عنه  څخه روايت سوى دئ چي (ذا الايد) څخه مراد په عبادت کي توانايي او قدرت دئ. دصحيحينو په روايت کي راغلي دي : الله جل جلاله  ته زيات محبوب او خوښ لمونځ دداود علیه السلام  لمونځ وو همدا ډول الله جل جلاله  ته زياته خوښه روژه دداود علیه السلام  روژه وه. داود علیه السلام  نيمه شپه خوب کاوه ، دشپې دريمه حصه به يې لمونځ کاوه ، شپږمه حصه به يې بيا خوب کاوه . داود علیه السلام  به يوه ورځ روژه نيول او يوه ورځ به يې خوړل.
 
 

هغه فضائل چي الله جل جلاله په داود علیه السلام  پوري خاص کړي وه:

 


1. د داود علیه السلام  سره غرونو سهار او ماښام تسبيح او تهليل ويل لکه په مخکي آيت چي يې بيان وسو.

2. کله چي به داود علیه السلام  تلاوت کاوه هوايي مرغانو به خپل پرواز پرېښودئ او دده سره به يې تلاوت تکراروئ . لکه په مخکني آيت چي الله جل جلاله  ددې خبري بيان وکړى .


3. داود علیه السلام  دمرغانو په ژبه پوهېدئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :.... عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ.....سورة نمل الاية ١٦
ژباړه : ماته دمرغانو ژبه ښودل سوې ده.

4. دداود علیه السلام  په لاس کي اوسپه دمومو په څېر نرمه وه  لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :.... وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ.. سورة سبا الاية ١٠
ژباړه : موږ نرمه کړې وه ده ته اوسپنه.

5. الله جل جلاله  داود علیه السلام  دزغرو جوړول ورزده کړي وه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ ........ سورة انبياء الاية ٨٠

6. الله جل جلاله  دداود علیه السلام  حکومت محکم کړى وو او دى يې پر دښمنانو باندي غالب کړى وو. الله جل جلاله  دى په خپل قوم کي ديوه هيبت ناکه او دلاور کس په توګه ګرځولى وو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ ....... سورة ص الاية ٢٠
ژباړه : موږ محکمه کړې وه پاچاهي دده.

7. الله جل جلاله  داود علیه السلام  ته نبوت ورکړى وو ، حکمت يې ورکړى وو او فصل خطاب يې ورکړى وو يعني دحق او باطل ترمنځ په صحيح توګه توپير کول لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :.... وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ. سورة ص الاية ٢٠

ژباړه : موږ داود علیه السلام  ته حکمت او فصيحي خبري کول ورنصيب کړي وه.

 پرداود علیه السلام  باندي لوى درواغ

   ځيني مفسرين دځيني اسرائيلي قصو درانقلولو په وجه ديوې لوي خطا مرتکب ګرځېدلي دي حال داچي دغه قصې هيڅ ثبوت نه لري او نه کوم سند لري او اعتماد باندي کول غوره کار نه دئ . داقصې يوازي داهل کتابو  دګمراهۍ څخه پيدا سوي دي . مسلمانان چي دانبياؤ علیهم السلام  په اړه کومه دعصمت عقيده لري دهغې سره منافي دي ددغه درواغجنو قصو په لړ کي يوه داقصه هم ده چي دوى وايي : داود علیه السلام  دلښکر ديوه مشر پر مېرمن باندي عاشق سوى وو. دغه درواغجنه قصه دوى داسي کوي:

يوه ورځ داود علیه السلام  بام ته ختلى وو ناببره يې پر يوه ښځه باندي سترګي ولګېدې چي غسل يې کاوه هغه ښځه دده ډېره خوښه سوه ، اراده يې وکړه چي ددغه ښځي سره واده وکړي ، هغه ښځه دلښکر ديوه مشر مېرمن وه ، ددغه لښکر مشر نوم اوربايا وو، داود علیه السلام  دنوموړي مشر دوژلو لپاره يوه دسيسه جوړه کړه هغه داچي دى يې دجنګ ولوري ته ولېږى او دجنګ لپاره يې بيرغچي وټاکى او ده ته يې امر وکړى چي تر لښکر وړاندي به ځي دبله پلوه يې لښکر ته امر وکړى چي کله دى ددښمن لوري ته ورسي تاسو ځني پر شا سئ دده څخه فاصله ونيسئ ، لښکر مشر چي کله دجنګ پر لوري باندي روان سو تر لښکر وړاندي ولاړى لښکر شاته ځني پاته سو دلښکر مشر ددښمن لخوا ووژل سو او داود علیه السلام  يې دمېرمني سره نکاح وکړه ، دوى زياتوي چي داود علیه السلام  ددغه ښځي سره دلښکر مشر ترمړينه وړاندي زنا هم کړې وه نو ددې لپاره چي دلښکر مشر دشر څخه ځان خلاص کړي ځکه يې نوموړى په چم باندي مړ کړى ، دوى دا هم وايي چي سليمان علیه السلام  دده ښځي څخه پيدا سوى دئ داقصه که تر پايه پوري مطالعه سي نو ډېر داسي نور درواغ هم سته چي دوى يې پردغه سپېڅلي پيغمبر باندي تړي. که څوک داهل کتابو کتابونه مطالعه کړي نو پر سپېڅلو او مقدسو پيغمبرانو باندي به نور تورنه او تهمتونه هم وويني چي دوى يې ورته ثابتوي. اهل کتاب دغه ټول تورونه پر نبيانو باندي له دې جهي ثابتوي چي دځان سپېڅلتيا ثابته کړي هغه په دې ډول چي دنبيانو څخه لا داسي کارونه سوي وو زموږ څخه خو به بيخي داسي کارونه ترسره کيږي.

ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : زيات شمېر مفسرين په دې مورد کي يو شمېر قصې رانقل کړي دي چي ټول اسرائيليات دي هيڅ حقيقت نه لري او نه کوم ثبوت لري. يوازي او خالص درواغ او پر انبياؤ باندي تهمت دئ. زه په خپل کتاب کي داډول اسرائيلي قصې نه رانقلوم يوازي پر هغه قصو باندي بسنه کوم چي قرآنکريم رانقل کړي دي.

بيضاوي رحمة الله علیه  ليکي : کومه قصه چي دداود علیه السلام  په اړه يې خلګ کوي چي ده لښکر مشر څو ځلي دجنګ ډګر ته ولېږى او امر يې ورته وکړى چي تر لښکر وړاندي ولاړ سي څو دغه مشر ووژل سي او بيا دى دهغه دمېرمني سره نکاح وکړي دا يوازي درواغ او بهتان دئ هيڅ حقيقت او ثبوت نه لري همدا وجهه ده چي حضرت علي رضي الله عنه  فرمايي : که څوک دداود علیه السلام  قصه په هغه ډول وکړي چي قصه ويونکي يې کوي زه به هغه کس ١٦٠ چلاخي ووهم . دغه سخته سزا دحدقذف دوه چنده ده ځکه دا ديوه پيغمبر په اړه سپکاوى دئ.

په کوم ډول چي په قرآنکريم کي دداود علیه السلام  قصه راغلې ده په هغه کي داسي څه نسته چي دداود علیه السلام  عصمت ته دي تاوان ورسوي او هيڅ داسي شى په قرآنکريم کي نسته چي دهغه داهل کتابو هغه درواغ او تهمتونه دي په ثابت سي چي دوى يې پر دواد علیه السلام  باندي تړي ، کوم مفسرين چي دخپلي ناوړه ادعا لپاره کوم آيت فرمايي هغه به موږ ډېر ژر رانقل کړو  او تحليل به يې کړو چي ددوى دخبري هيڅ ثبوت پکښي نسته ځکه دوى ددغه آيت کريمه په حقيقي معنا نه دي پوهېدلي او هغسي تفسير يې نه دى کوم چي حقيقي مفسرين يې کوي . هغه آيت په لاندي ډول دئ:

وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ (۲۱) إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاءِ الصِّرَاطِ (۲۲) إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ (۲۳) قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ وَظَنَّ دَاوُدُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ. سورة ص الايات ٢١ الي ٢٤

ژباړه : ايا تاته  راغلې ده خبر دهغه ډلي چي په خپلو کي يې جګړه سره کول ، کله چي مسجد ته دچسپ دېوال له  خوا داخل سوه . کله چي دوى پر دواد علیه السلام  باندي داخل سوه داود علیه السلام  ځني وبېرېدى . دوى ورته وويل : ته مه بېرېږه دا دوه کسان چي جګړه کوي . ځينو زموږ پر ځينو باندي تېرى کړى دئ نو ته زموږ په منځ کي په حق سره فيصله وکړه زموږ په منځ کي ظلم مه کوه او موږته  سيده لاره راوښيه. بېشکه دا زما ورور دئ دى نهه نيوي ميږي لري ، زه يوه مېږ لرم دى ماته وايي ته دا يوه مېږ هم ماته راکړه او زما سره يې په خبري کي سختي وکړه . داود علیه السلام  ورته وويل : بېشکه تا ظلم کړى دئ چي دخپل ورور څخه دا يوه مېږ غواړي او دخپلو مېږو سره يې يوځاى کوي. بېشکه ډېر شريکان داسي وي چي ځيني پر ځينو باندي تېرى کوي مګر نه هغه کسان چي ايمان يې راوړى وي  او نېک عملونه يې کړي وي او داسي خلګ ډېر لږ وي . داود علیه السلام  فکر وکړى چي دا الهي ازميښت وو نو دالله جل جلاله  څخه يې مغفرت وغوښتى ، پوړي مخ پر سجده باندي پرېواتى او الله جل جلاله  ته يې رجوع وکړه. 

دداود علیه السلام  قصه چي محقيقنو علماؤ رانقل کړې ده په دې ډول ده : داود علیه السلام  خپل وخت ته تقسيم اوقات جوړ کړى وو ،يوه ورځ به يې عبادت کاوه ، يوه ورځ به يې دنظم او نسق چاري پر مخ بېولې ، دخلګو ستونزي او فيصلې به يې ور حل او فصل کولې ، يوه ورځ به يې وعظ او نصيحت کاوه ، يوه ورځ به يې دځان لپاره خاص کړې وه او يوه  ورځ به يې خلوت کاوه. يوه ورځ يوه ډله ملائکي ده ته راغلې داود علیه السلام  په خپله خلوت خانه کي وو، پر دوازه باندي چوکيداران ولاړ وه چاته يې دننوتلو اجازه نه ورکول . داود علیه السلام  چي ناببره دا کسان وليده وبېرېدى ، ځکه دى په دې حيران سو چي چوکيدارانو ده ته هيڅ خبر نه وو ورکړى او خلګ راغلل نو ځکه يې په زړه کي بېره پيدا سوه  . ملائکي چي دانسانانو په شکل وې ده ته يې وويل : ته مه بېرېږه موږ دوې ډلي خلګ يو په خپل منځ کي مو پر يوه موضوع باندي دعوه ده ته به زموږ خلاصه او فيصله راوکړې البته فيصله به په حق سره وکړې او هيڅ ظلم به نه کوې.

يعني زموږ په منځ کي به په انصاف سره فيصله کوې او موږ ته به حق لاره راښيې. خلاصه داچي زموږ په منځ کي  عدل او انصاف وکړه ، زموږ دعوه داسي ده : 

إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً ..... يعني دا زما ورو ر دئ دى نهه نوي ميږي لري . په دغه آيت کي دنعجة لفظ راغلى دئ . نعجة په عربي ژبه ميږي ته وايي او کله ، کله په کنايي معنا سره ښځي ته هم ويل کيږي دلته هم دغه کنايي معنا مراد ده مطلب دا چي زما ورور نهه نوي ښځي لري . 

وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ يعني زه يوه ښځه لرم نو دى راته وايي دغه ښځه هم ماته راکړه او زما سره يې په خبرو کي توندي هم وکړه . داود علیه السلام   ددوى د موضوع په اړه دوى ته وويل:
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ ..... داود علیه السلام  ورته وويل: تا ظلم کړى دئ چي دده ښځه هم غواړې . داود علیه السلام  په داسي حال کي خپله يې نهه نوي  ښځي درلودې او  هغه کس ته يې وويل چي ته نهه نوي ښځي لري بله  غواړي دا ظلم  دئ په دې فيصله کي يې پرځان باندي رد وکړى.

کله چي داود علیه السلام  دا فيصله وکړه نو ګومان يې وکړى چي کېداى سي چي دا الهي ازمويښت وي ځکه دى په دې بېره کي سو چي تا ډېره ژر فيصله وکړه په فيصله کي دي دچابکۍ څخه  کار واخيستى ، داسي فيصله دي وکړه چي ديوه کس خبري دي واورېدې او دهغه بل کس خبري دي نه دي اورېدلي، داود علیه السلام  په دې پوه سو چي ددواړو لورو څخه خبري نه وي اورېدل سوي فيصله کول ناجايز وي او ده وکړه له همدې وجهي څخه يې دالله جل جلاله  څخه مغفرت وغوښتى او دالله جل جلاله  لوري ته يې رجوع وکړه. دا دداود علیه السلام  دقصې خلاصه  وه چي په قرآنکريم  کي ذکر سوې ده ، په دې قصه کوم داسي شي نه دئ بيان سوى چي هغه دي دداود علیه السلام  داسي عمل چي داود علیه السلام  دي دهغه عمل له امله دالله جل جلاله  څخه مغفرت غوښتى وي. يا کېداى سي چي داود علیه السلام  دي ددوى په راتګ سره پردوى باندي دحملې اراده کړې وي ځکه دغه خلګ ددېوالو له خوا څخه ده ته راغلل ده په لومړى وخت کي فکر وکړى چي دا خلګ لکه چي په بد نيت راغلي دي او  غواړي چي دى ووژني نو ځکه يې ددوى دوژلو اراده وکړه خو کله چي هغوى خپل بيان ورته وکړى داود علیه السلام  ته موضوع روښانه سوه نو دهغه ارادې په اړه يې دالله جل جلاله  څخه مغفرت وغوښتى ځکه دده اراده بې ځايه وه او هغه خلګ په  بد نيت نه وه راغلي.

په دې قصه کي دهغه افسانو څخه چي اهل کتاب يې بيانوي هيڅ يو شى لا هم نسته . داچي دوى وايي داود علیه السلام  دلښکر مشر دښځي سره مينه درلوده دا به نو څنګه صحت پيدا کړي؟ دداود علیه السلام  سره دامينه چيري وه ؟ هغه دسيسي چيري وې ؟ چي دوى وايي داود علیه السلام  دلښکر مشر دوژلو لپاره جوړي کړي وې؟ سبحانک هذا بهتان عظيم....

زه داهل کتابو دداسي تورنو او تهمتونو چي پر انبياؤ باندي يې وايي تعجب نه کوم ځکه زموږ ځيني مسلمانان مفسرين چي علماء هم ځانته وايي داسي اسرائيليات رانقلوي تر داسي بريده چي په خپلو کتابو کي يې رانقلوي او دقصص الانبياء په روايتونو کي يې درجوي . ايا مسلمانو علماؤ داسي قصې رانقلول چي دنبيانو عزت ،عصمت او درنښت ته تاوان رسوي مناسب دي؟

حال داچي الله جل جلاله  دداود علیه السلام  په اړه فرمايي : (نعم العبد انه اواب ) يعني داود علیه السلام  ډېر ښه بنده دئ او الله جل جلاله  ته رجوع کونکى دئ ، په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي : ( وان له عندنا لزلفي وحسن مآب) يعني بېشکه ده لره زموږ په نزد قربت دئ او ښه عاقبت دئ. په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي : (وآتيناه الحکمة وفصل الخطاب) يعني  موږ داود علیه السلام  ته حکمت ورکړى وو  او  ښه فصحيحه ژبه مو ورکړې وه.

عجيبه داده چي موږ په تورات کي ددې قصې په څېر نوري داسي قصې هم وينو چي دهغوى بطلان او ناسموالى په څرګند ډول معلوميږي دمثال په ډول په تورات کي راغلي دي : داود علیه السلام  دبت پرستانو معبدونو ته ورتلى ددې لپاره چي دبت پرستانو ښځي راضي کړي ددوى مذهبي اداب يې ورته بيانول.

زه وايم چي علماؤ ته مناسبه داده چي دتحقيق څخه کار واخلي په ځانګړي ډول په هغه اسرائيلي قصو کي چي په تحريف سوو اسماني کتابو  کي راغلي دي چي دهغه په رد او بطلان کي هيڅ شک نسته ، لنډه داچي هر هغه شى چي داسلامي  پاکي عقيدې سره ټکر وي هغه باطل او رد دئ. بداية ونهاية ج : ٢ ص : ٤٦
 
د داود علیه السلام  وفات

 
اهل کتاب ليکي : داود علیه السلام  د ٧٧ کالو په عمر وفات سو خو ابن جرير ددې نظر څخه مخالف دئ او دا نظر يې رد کړى دئ نوموړى وايي : داود علیه السلام  په ١٠٠ کلنۍ کي وفات سو. دده دغه نظر يو حديث تاييد کړى دئ چي امام احمد روايت کړى دئ هغه حديث په دې ډول دئ : کله چي الله جل جلاله  دادم علیه السلام  اولادونه دآدم علیه السلام  دملا څخه راوايستل آدم علیه السلام  ټول وليدل په  دغه اولادو کي يې دخپل اولادو نبيان وليدل په دغه نبيانو کي يې يو کس وليدى چي زيات نوراني وو آدم علیه السلام  دالله جل جلاله  څخه پوښتنه وکړه چي دا کس څوک دئ؟ الله جل جلاله  په  جواب کي ورته وويل : دا داود علیه السلام  دئ . آدم علیه السلام  ورته وويل : عمر يې څو کاله دئ؟ الله جل جلاله  ورته وويل : عمر يې شپېته کاله دئ ، آدم علیه السلام  وويل : اې الله ! څلوېښت کاله نور عمر هم ده ته ورکړه ، الله جل جلاله  وفرمايل : داسي نه کيږي  مګر داچي ستا دعمره څخه يې کم کړم او دده پر عمر يې زيات کړم . آدم علیه السلام  زر کاله عمر درلودى الله جل جلاله  دده دعمره  څخه  څلوېښت کاله کم کړه دداود علیه السلام  پر عمر يې واچول . کله چي دآدم علیه السلام  نهه سوه شپېته کاله عمر پوره سو دمرګ ملائکه ورته راغلل ده ورته وويل : زما عمر خو څلوېښت کاله  پاته دئ؟ ملائکي ورته وويل :تا خو خپل څلوېښت کاله عمر داود علیه السلام  ته ورکړى دئ. الله جل جلاله  آدم علیه السلام  ته زر کاله عمر ورکړى او داود علیه السلام  ته يې سل کاله عمر ورکړى وو. دداود علیه السلام  پاچاهي څلوېښت کاله دوام درلودى.

 

 

 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ

-----------------------------------------------------
یادونه: د نورو انبیاوو علیهم السلام مقدس ژوند لیکونه په دغه برخه کي لوستلای سی: انبیاء علیهم الصلاة والسلام
 
د همدې برخي نور توکي

د گناهونو زيانونه (۳) برخه