تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غزل: زلمي کوي په ناز باندي پالنه دي هیواده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 14, 2023
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زلمي کوي په ناز باندي پالنه دي هیواده


 

زلمي کوي په ناز باندي پالنه دي هیواده
روانه ګام پـر ګام ده رغـونه دي هیـواده

 

اولس سره یوسی دي په مـینه ابادۍ ته
کوي بلها په خوند ابادونه دي هیواده

 

ګلونه به دي وشیندي پر وچو سپیرو دښتو
بچيان کله کښیني نور لاس تر زنه دي هیواده

 

رانغاړي خپلي مټي او کوي د زړه له کومي
له سره ښه په مینه جوړونه دي هیواده

 

د نوي نسل هم کوي تر خپل وسه په مینه
تعلیم او تربیې ته پاملرنه دي هیواده

 

د سولي، ورور ولۍ او اتحاد غوټۍ دي ګل سوې
په امن معطره سوه لمنه دي هیواده

 

غزل یې هر یو توری ستا له لر او بر نه اخلي
مشهود ځکه په شعر کوي ستاینه دي هیواده

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته