څانګه: حقوق نيټه: October 18, 2015
       
د بنده ګانو حقوق او اخلاقیات

 لیکنه: مولوي عبدالغفار حسیني

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دوهمه برخه

۵۰: تر هغه اندازې او حده پوري خورئ، خيرات کوئ او اغوندئ؛ چي اسراف او تکبر نه وي. 


۵۱: چا چي خپله ژبه او شرمګاه په قابو او کنټرول کي کړل (بې ځايه يې استعمال نه کړل) زه ( نبي کريم صلی الله علیه وسلم ) هغه ته د جنت (د دخول) ضمانت ورکوم.

۵۲: دا د مؤمن شان نه دی، چي خپل ځان ذليل او رسوا کړي؛ يعني په هغه کار لاس مه پوري کوئ، چي د کولو يا دفع کولو (مقابلې) وس او توان يې ونه لری.

۵۳: مؤمن او مسلمان له يوه غار څخه دوه ځله نه چيچل کېږي.

۵۴: د سختۍ او تکليفونو ګاللو پرته حليم (زغمونکی) او بېله تجربې څخه دانا نسې جوړېدلای.

۵۵: زمانې ته بد رد مه واياست؛ ځکه حقيقي فاعل يې الله تعالی دی.

۵۶: نجات اوخلاصون په څه شي کي دی؟ لومړی: خپله ژبه قابو کول. دوهم: په کورکي اوسېدل (بېله ضرورته نه راوتل). درېيم: پر خپلوګناهونو پښېمانه کېدل.

۵۷: په تاسو کي غوره او بهتر شخص هغه دی، چي د نېکيو او ښېګڼو هيله ور څخه کېدلای سي او د بدو نه کولو په اړه ور څخه ډاډمن ياست. بدتر کس هغه دی، چي د نېکيو او ښېګڼو هيله ورڅخه نسي کېدلای او د بدو څخه يې خلګ مطمئن نه وي.

۵۸: يو نارينه دي د بل نارينه سره په يوه بستره کښي نه پرېوزي اونه دي يوه ښځه د بلي ښځي سره په يوه بستره کښي پرېوزي. يو نارينه دي د بل نارينه د ستر ځايونو (عورت) ته نه ګوري او نه دي يوه ښځه د بلي ښځي د ستر ځايونو(عورت) ته ګوري. دا دي تاسو ته روښانه وي، چي  نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د نارينه عورت له نامه څخه تر ځنګانه پوري بيان کړی دی.

۵۹: ايمان پر دوو برخو وېشل سوی دی: يوه برخه يې صبر او بله برخه يې شکر دی.

۶۰: صبر او ايمان دواړه دا ډول سره مښتي او وصل دي؛ لکه سر چي له نور بدن سره وصل دی.

۶۱: څوک چي چا ته څه تاوان يا نقصان ورسوي، له هغه څخه د هغه تاوان او نقصان اخیستل کېږي؛ خو له پلار څخه د زوی په هکله او له زوی څخه د پلار په هکله تاوان نه اخیستل کېږي.

۶۲: چا چي له ظالم سره مرسته او کومک وکړ، ګويا هغه د الله  جل جلاله  غضب پر خپل سر واچاوه.

۶۳: څوک چي د خپل مال په دفاع او حفاظت کي قتل سي، هغه شهيد دی. څوک چي د خپل ځان په دفاع کي قتل سي، هغه شهيد دی. څوک چي د خپل دين په دفاع او حفاظت کي قتل سي، هغه شهيد دی. څوک چي د خپل اهل  او عیال په دفاع او حفاظت کي قتل سي، هغه شهيد دی.   

۶۴: د الله  جل جلاله  په وړاندي تر ټولو زياته کينه (بغض) د هغه کس په زړه کي ده، چي ډېر جنجالونه او بې ځايه بحثونه کوي.

۶۵: له څلورو کسانو څخه قلم پورته سوی دی (د شريعت له لوري مکلف نه دي): لومړی: کوچنی، چي تر څو بالغ سوی نه وي. دوهم: بيده چي تر څو ويښېږي. درېيم: لېونی، چي تر څو روغ رمټ سوی نه وي. څلورم: هغه سپين ږيری او بوډا، چي د ډېر عمر په تېرېدلو سره يې عقل زائل سوی وي.

۶۶: چاچي د خپل ورور ليک د هغه بېله اجازې ووايه، نو هغه اور وکتی. (له اور څخه د جهنم عذاب مراد دی.)

۶۷: د يوه انسان په زړه کي ايمان او حسد نه سي سره جمع کېدلای.

۶۸: په خپلو منځونو کي سلام عام يعني ډېر کړئ! ځکه محبت او مينه پیدا کوي.

۶۹: انسان چي سپین ږيری کېږي، دوه شيان يې ځوانان کېږي؛ یو د مال حرص دوهم د عمر حرص.

۷۰: هر دين ځانګړي اخلاق لري؛ د اسلام ځانګړي اخلاق حياء ده.

۷۱: له الله تعالی څخه بېره، ښه اخلاق او خوش طبيعتي هغه  شيان دي، چي انسان جنت ته داخلوي.

۷۲: دوه وږي لېوان، چي د پسونو په رمه ګډ سي، دومره فساد او تاوان نه سي رسولای، لکه د انسان دين ته، چي د دولت او مال حرص تاوان رسولای سي. 

۷۳: په کوم شي او کار کي، چي بېله فحش او فحاشۍ بل څه نه وي، نو هغه کار او شی بالآخره تباهي اوهلاکت دی. په کوم شي او کار کي، چي حياء وي، نو هغه بالآخره زينت اوښکلا ده.
 
نور بيا!  
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه