تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قهر اداره کول
  تعلیم الاسلام
  April 11, 2017
  0

 رالېږونکی: عبدالسلام "حنفي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مولانا مفتي محمد شفیع  رحمة الله علیه  په خپل تفسیر معارف القران کي تر دغه آیت لاندي د امام بیهقي  رحمة الله علیه  په حواله یوه واقعه بیان کړې ده چي الله تعالی فرمائي:

 
(وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَالله يُحِبُّ الْمُحْسِنِين). (آل عمران: ۱۳۴ )
ژباړه: او چي د غصې زغمونکي او د خلګو معافوونکي دي الله تعالی دداسي نیکانو سره محبت کوي.
 
امام بیهقي  رحمة الله علیه  ددې آیت په تفسیر کي د حضرت علي ابن حسین  رضی الله عنهما  یوه عجیبه واقعه نقل کړې ده، چي یوې مینځي دوی ته د اودس کولو لپاره اوبه اچولې، ناڅاپه د هغې له لاسونو څخه د اوبو لوښی ولوېدی او د حضرت علي ابن حسین  رضی الله عنهما  پر سر ولوېدی.
 
ټول کالي ئې لانده سول، نو درد ورغی، د مینځي سره بېره پیدا سوه او فورا ئې دا آیت ووایه:
 
(وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ) ددې آیت په اورېدو سره د نبوت د خاندان د دې بزرگ ټوله غصه سړه سوه او بالکل چپ سو،  وروسته مینځي د  آیت دوهمه برخه تلاوت کړله: (وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ) 
 
نو ده وفرمایل چي ما د زړه له کومي معاف کړې يې! مینځه هوښیاره وه،  د آيت درېیمه برخه ئې تلاوت کړله: (وَالله يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ )
 
چي په دې کي د احسان او ښه سلوک ښوونه  ده، حضرت علي ابن حسین  رضی الله عنهما  چي دا واورېدل وې فرمایل چي ځه! ما ته آزاده کړې يې! (تفسیر معارف القرآن، ج: ۲،  ص:  ۸۶ )
 
 
يوه بله واقعه
 
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه  یوه واقعه ده ،چي یوه سړي په بازار کي د امام صاحب په حق کي گستاخي وکړه او بد رد ئې ورته وویل. امام صاحب خپله غصه  په کنترول کي ونیوله او ده ته ئې هیڅ ونه ویل، کور ته راغی په مجمه کي ئې پيسې کښیښولې او ددغه سړي کور ته ئې تشریف یووړ. په دروازه کي ئې ږغ  ور وکړ. دا سړی د باندي راووتی، ده رحمة الله علیه  د پيسو مجمه ور وړاندي کړه او ورته وې فرمایل، چي تا نن پرما ډېر احسان کړی دی تا ماته خپلي نیکۍ راکړې. زه د دې احسان په بدله کي تا ته دا تحفه وړاندي کوم. د امام صاحب رحمة الله علیه دې چلند د هغه پر زړه دومره تاثير وکړ، چي د ابد له پاره ئې ددې بد خوی څخه توبه وکړه. د امام صاحب  رحمة الله علیه  څخه ئې بخښنه وغوښته او د هغه  رحمة الله علیه  په شاگردانو کي شامل سو. (تفسیر معارف القران)
 
مجله: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته