تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د شرک او بت پرستۍ نادر واقعات(۱۰)
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 20, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

عمرو بن لُحى داسي نور ډير شيان و دوى ته د دين او شريعت پر قسم کښېښوول او په دوى کي يې رواج کړل حتّْی نور بتان يې هم کعبې شريفي ته د آلهه په نامه سره را وړل او نور لوى لوى بتان چي کعبې شريفي ته را وړل سوه په دغو نومو سره يادېدل: 

 

لومړی: (وَد) چي د بني کلب د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
دوهم: (سُواع) چي د هُذيل د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
درېيم: (يغوث) چي د طئ د قبيلې او اهل جرش دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
څلورم: (يعوق) چي د همدان د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
پنځم: (نسر) چي د يمن دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.

 

الله جل جلاله  د سورة نوح په (٢٣) نمبرآيات کي فرمايي: 
 ﴿ وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا)


اصلاً دا د نوح علیه السلام  د قوم د بتانو نومونه دي او  هر بت يې د يوه خاص مقصد دپاره خاص کړى ؤ، خو دغه بتان بيا په عربو کي رواج او جوړ سول، لکه څرنګه چي په هندوستان کي هم دغه رنګه د (بشنو) (برهما) ( اندر ) (شپو) (هنومان) او په نورو نومو سره مشهوره بتان سته او د دغو بتانو په يوه قبيله پوري خاص والى هم د عمرو بن لحى په امر سره وسول، مګر (هُبل) هغه بت چي اول را وړل سوى ؤ، هغه د قريشو دپاره ؤ، او هغه عجيب ترين د دغه آلهه يا خدايانو (د دوى په قول) ِإساف او نائله دي چي د دغو دوو بتانو قصه پخوا پېښه سوې وه هغه دا سي: 

 

إساف د يوه سړي نوم ؤ او نائله د يوې پيغلي نوم ؤ چي دوی دواړه د يمن اوسېدونکي وه، دوى دواړو يو د بل سره مينه او محبت درلودی، ِإساف د نائلې د پلار څخه نائله وغوښتل خو د نائلې پلار دغه د ده غوښتنه نه کړه قبوله. 

 

نو دوى دواړو د را تلونکي حج په موسم کي د ملاقات وعده سره وکړه چي حج ته به ځو او هلته به سره وينو، د وعدې سره سم دوى د حج په موسم کي سره يو ځاى سوه او په يوه فارغه وخت کي يې د کعبې شريفي په شا وخوا کي زنا وکړه، اولاً خو زنا د لويو ګنهو څخه ده او بيا وکعبې شريفي ته نژدې؟ نو الله عزوجل  دوى دواړه په خپل قدرت ډبري وګرځول چي د ډبرو انسانان پاته سول او دې ته هم بت ويل کيږي.

 

 د هغه وخت د مکې مکرمې حاکمانو دغه دوه بتان د خلکو د عبرت دپاره پر صفا او مروا کښېښوول، ِإساف يې پر صفا او نائله يې پر مروا کښېښوول او قصه يې و هر چا ته معلومه وه عبرت به يې په اخستى چي دغو دوو نفرو وکعبې شريفي ته نژدې فحشاء کړې ده او ډبره سول،

خو پر دې قصه ډير وخت تېرسوى ؤ هر څوک د دغو دوو ډبرو يا بتانو په تاريخ نه وه خبر، د عمرو بن لُحى په امر دغه دوه بتان: إساف او نائله د صفا او مروا څخه وکعبې شريفي ته نژدې يو وړل سوه او  خلک د هغو په عبادت کولو امر کړل سوه، چي دغه دوه بتان هم د عمرو بن لُحى په امر د آلهه يا خدايانو و جملې ته ور داخل کړل سوه. 

 

دا د عربو پخوانئ ژوند ؤ او دا د دغو مشرکانو خدايان وه، د عربو تر جاهليت پوري يوه قصه ده: حضرتِ عمر رضی الله عنه  به د خپل خلافت په وختو کي په مجلس کي ناست ؤ او ځيني وخت به يې بيله سببه وخندل، خو يو وخت يو چا پوښتنه ځني وکړه، ويل: يا اميرَالمؤمنين! وينو دي چي ځيني وخت بېله سببه خاندې دا ولي؟ سيدنا حضرتِ عمر رضی الله عنه  و ويل: د جاهليت په وختو کي عادت دا ؤ:

 

کوم وخت چي به څوک د مکې مکرمې څخه دباندي وتى نو به يې د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخستل او په سفر کي به يې د هغې ډبري عبادت کاوه، خو  زه هم يو وخت په سفر ولاړم او ډبره مي هيره سوه نه مي را سره واخستل، کله چي د عبادت کولو وخت راغلى زما سره خو د مکې مکرمې ډبره نه وه را سره نو اوس څنګه عبادت وکړم؟ و مي کتل د مکې مکرمې خرما يا کجور را سره وه، د دغه خرما څخه مي يو بت جوړکړى او دغه د خرما د بت عبادت مي کاوه، کوم وخت چي هغه نوره خرما را سره خلاصه سوه او د خوړلو دپاره شئ نه سو  را پاته وږى سوم نو مي دغه خپل معبود او د خرما څخه جوړ سوى إلْه وخوړى، نو پر هغه خپل پخواني جاهليت او نا پوهي خندا راسي چي دا څنګه آلِهه او دا څنګه دين ؤ؟ 

 

دغه د جاهليت د ژوند لږ حالات چي دغه اوس درته بیان سوه یا په وروسته کي بیانیږي، د دغو ټولو حالاتو د بیانولو څخه مقصد دا دی چي موږ ته دا را معلومه سي او په دې پوه سو چي د اسلام دين په ټول عالَم خاصتاً په جزيرةالعرب کي څومره فرق او تغير راوستى.       دا خو بت پرستي وه چي په دغه ډول سره جزیرة العرب ته راغله.

 

نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته