تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انساني ذهن ځانگړتیاوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2022
  0

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د انسان د ذهن جوړښت په داسي ډول سوی دی چي هغه ته د فکر وهلو لپاره هر وخت د يو شي ضرورت سته او وي. کله چي انسان يوخاص فکرذهن ته راولي نو د نورو فکرونو د راتللو لپاره دروازه بنده سي.


نو کله چي موږ د خپلو ذهنونو څخه د ګناه فکرونه را باسو او خپل ټول فکر د الله (ج)  د عبادت په لوري راګرځوو او د لوی خدای (ج) په کمالاتو او د هغه په نظام کې فکر بند وو او یا د يو نېک کار لوري ته توجه را ګرځوو، په دې وخت کې خپله  هغه  ناکاره او شيطاني فکر زموږ له زړونو او دماغونو په وتلو پیل کوي او زموږ ذهنونه او فکرونه په ښه او نېکه لاره کي پر کار لویږي.


ځکه چي د ذهن ځانګړتيا دا وه چي خالي نه پاتی کیږي :حتماَ ورته یو نه یو فکر پیدا کیږي او په څومره اندازه چې زموږ فکر په کار لګيا وي هغومره ورته د نورو وسوسو او فکرونو راتلل ګران او ناشوني وي او همدارنګه نفس او شیطان ته د حملې کولو موقع په لاس نه ورځي. 


تاسو باید داپه  یاد ولرئ چې انسان په ناڅاپي ډول په گناه نه اخته کیږي، بلکي کله چې هغه ګناه وکړي او له هغه وروسته فکر وکړي نو خامخا به هغه پوه سي چي په ګناه کې تر واقع کېدلو دمخه ورته د ګناه فکر پیدا سوی ؤ او هغه دغه د ګناه خیال او فکر د زړه څخه نه و ایستلی او د ځان سره یې ساتلی و، تر دې چې دغه د ګناه خیال او وسو سې وخت په وخت غټېدلې او اخیر دګناه کولو سبب جوړي سوې .


ماخذ : د مسلمان څلور دښمنان


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته