تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تصوف د اسلامي پوهانو له نظره
 
  August 23, 2014
  0

ليکوال: مولوي اختر محمد جهيد

دتصوف نوم په اصلاحي ډول په نبوي ژوند او د صحابه کرامو (رض) په وخت کي نه وو. خو د تصوف روح او حقيقت د يو واقعيت په ډول موجود وو، د تصوف له نوم څخه انکار کېداى سي، خو د تصوف له روح او حقيقت څخه سترګي پټېدلاى نسي.

حضرت دانا ګنج بخش علي هجويروي رحمة الله عليه فرمايې: د تصوف له حقيقته څخه منکرېدل له شريعته څخه انکاردى، يوازي دا نه بلکي د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له حميده فضايلو او دده (ص) د صحابه کرامو(رض) له جمېله اوصافو څخه هم انکار دى، دده په اند تصوف د اسلام روح دى، نو ځکه تصوف په اسلام کي دومره ارزښت اوحيثيت لري، لکه په بدن کي ‏چي دروح حيثيت دى.

حضرت جنيد بغدادي رحمة الله عليه وايې: تصوف له مخلوق څخه مخ اړول او له خداى جل جلا له سره تعلق ټينګول دي.

 حضرت سمنون رحمة الله عليه فرمايې: چي نه ته د څه شي مالک او نه څه شى ستا مالک وي دا تصوف دى.

 محمد بن علي بن حسين بن علي بن ابي طالب رضى الله عنه فرمايې: تصوف د ښه ښه خوى دوهم نوم دى، څوک چي په ښو اخلاقو کي له تا څخه زيات وي ،هغه په تصوف کي زيات دى.

حضرت ابو الحسن نوري رحمة الله عليه فرمايې: تصوف د علم او فن نوم نه بلکي د ښو اخلاقو د مجموعې نوم دئ.

 حضرت معروف کرخي رحمة الله عليه فرمايې: تصوف د هر شي حقيقت پيژندل او د مخلوق د هر شي څخه ناهيلي کېدل دي.

حضرت مجدد الف ثاني رحمة الله عليه فرمايې: په شريعت باندي له اخلاصه عمل کول تصوف دئ.

عبدالقادر جيلاني رحمة الله عليه فرمايې: د خداى جل جلا له او بنده ترمنځ د پردو ليري کېدل تصوف دئ.

حضرت موﻻنا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه وايې: تصوف د ځان د فنا کولو نوم دى.

حضرت شيخ الحديث محمد زکريا رحمة الله عليه وايې: د تصوف ابتدا د (انمااﻻعمال بالنيات) او انتها يې (ان تعبدالله کانک تراه) دى.

حضرت مولانا احمدعلي ﻻهوري فرمايې: الله جل جلاله په عبادت رسول الله صلى الله عليه وسلم په اطاعت او مخلوق په خدمت راضي کول تصوف دى.

شيخ الاسلام ذکريا انصاري رحمة الله عليه فرمايې: شريعت د حقيقت ظاهراو حقيقت د شريعت باطن دى، دواړه لازم او ملزوم او يو له بله پرته نسي بشپړېدلاى.

حضرت امام مالک بن انس رحمة الله عليه فرمايې: چا چي د تصوف علم حاصل کړى او د فقه علم يې حاصل نکړى، هغه زنديق سو او چا چي دواړه حاصل کړل، هغه محقق سو.

امام ابوالقاسم رحمة الله عليه فرمايې: هره شرعي خبره چي حقيقت يې تايېد ونه کړي هغه مقبوله نه ده او د حقيقت هره خبره چي د شريعت په قيد کي نه وي د حاصلو لووړ نه ده.

حضرت امام رباني مجدد الف ثاني رحمة الله عليه فرمايې: د سنتو له پيروۍ پرته بل رنګ مجاهدې او رياضتونه معتبر نه دي. جوګيان، د هند براهمه او يوناني فلاسفه هم دا کارکوي، خو دا رياضتونه د ګمراهۍ له زياتوالي پرته بله ګټه نلري.

حضرت امدادالله مهاجر مکي رحمة الله عليه فرمايې: طريقت او شريعت بېل ګڼل ناپوهي ده د الله پاک په دربارکي بې شريعته طريقت مقبول نه دى، د زړه صفايې کافرانو ته هم حاصليږي، زړه هنداره ده، زنګ يې په ګلابو او مردارۍ هم ليري کيږي. د ولي د پيژندلو لپاره د سنتو متابعت اصل او محکم دى.

 

د تصوفو اړوند نوري لیکني دلته کلیک کړئ: تصوف او طریقت

 

سرته