تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان په غياب کي دفاع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2020
  0

د مسلمان په غياب کي دفاع


ليکوال : مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

غيبت حرام او لويه ګناه ده، کله چي مسلمان له بل چا واوري چي د بل مسلمان غيبت کوي، نو د ده دنده دا ده چي بايد غيبت کوونکی له غيبته راوګرزوي، ور ته و دي وايي : له الله پاکه و ډار شه ! دا غيبت دی، ګناه لري !!


ځکه له منکر او بد کاره منعه کول پر هر مسلمان لازم دي .
په حديث کي راغلي دي : « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».( رواه مسلم )

 

 يعني له تاسو څخه چي چا منکر ( ناروا کار ) وليدی، نو په لاس دې منع کړي، که يې وس نه وو، په ژبه دې بند کړي ، که يې وس نه وو، نو په زړه دې منع کړي او دا تر ټولو کمزوری ايمان دی !!


همدا راز مسلمان بايد د مسلمان د نه شتون په وخت کي د هغه له عزته دفاع وکړي، غيبت کوونکي ته دي ووايي، چي دا خبري موږ ته نه دي معلومي، له الله پاکه و ډار شه، موږ د فلاني په اړه د ښو معلومات لرو !!

 

د مسلمان دفاع د هغه په نه شتون کي ډېر زيات ثواب لري :
عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ، قَالَتْ : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيْهِ بِالْمَغِيْبَةِ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. (. رواه البيهقي في " شعب الإيمان \ مشکات ص : ۴۲۴ج : ۲)


ژباړه : له حضرت اسماء بنت يزيد – رضي الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : چا چي د خپل ورور د غوښي له خوړلو ( د غيبت کولو ) د هغه په نه شتون کي دفاع وکړه، نو پر الله – جل جلاله - دا حق دی چي دی به له اوره ازادوي !!


په دې حديث کي د داسي چا لپاره د خاتمې د سمېدلو زېری هم راغلی دی .


د مسلمان دفاع د هغه په غياب کي ډېر ضروري او لوی د ثواب کار دی.


خو متاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېر کم دي،‌ډېر کم داسي ليدل کېږي چي د مسلمان دفاع کېږي .
په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يو په چا پسي يوه خبره وکړي، پر ځای د دې چي مخاطب يې خبره رد کړي، يو دوه نوري دی هم ور سره زمزمه کړي او  په دې سره خپل ناروا مجلس ښه گرم کړي .


و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين.

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته