تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت مفتي اعظم لنډه پیژندنه
  تعلیم الاسلام ويب پاڼه
  March 15, 2021
  0


دحضرت مفتي اعظم لنډه پیژندنه زیږيدنه او دیني زده کړه


رالیږونکي :منصور زیار  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حضرت مفتی اعظم رحمه الله تعالی) دهند د دیوبند په ښارکي، په ۱۳۱۴ ه کال، دشعبان پر شلم تاریخ دې فاني دنيا ته سترګي روڼي کړي دي. په دې چاپیریال کي هري خواته د علم اوعرفان، زهد او تقوی هغه بي مثاله غرونه وه چي د رګ رګ د علومو او معارفو بي شميره چيني اسلامي نړۍ خړوبوله په دي روح خوشحالوونکي چاپیریال کي چي، حضرت مفتي اعظم (رحمه الله تعالی) دکومو استادانو څخه استفاده کړي ده هغوی د متقدمینو محدثینو، فقهاؤ او اولیاء الله وو ژوندي مثالونه وو.


دحضرت مفتی اعظم رحمة الله علیه پر مختصر تعارف


فقيه الملت، مفسر القرآن، جامع الشريعة والطريقة مفتي اعظم حضرت مولانامفتی محمد شفیع رحمةالله علیه  د علم او عرفان مجمع البحرین، هغه جامع څښتن وو چي ددین په هره څانګه کي يي داسلامي خدمتونه، دلمرپه شان ځلیږي تدريس او افتاء، تصنیف اوتالیف، تصوف اوسلوک او نفاذ شریعت غوندي جليل القدرخدمتونه کښي ټول عمر بوخت پاته شوي او په راتلونکي پیړیو کي به ده ددې بي مثاله خدمتونونه اسلامي امت متسفید او دتل لپاره به ددي ښه ثرات پاته وي. (انشاء الله)


نامتو استادان :په معروفواستادانو کي یي حافظ العصر ، شیخ المشائخ حضرت العلامة مولانا سید محمد انورشاه کشميري ، 


مفتي اعظم حضرت مولاناعزیز الرحمن عثماني نقشبندي، شیخ الاسلام علامه  شبیراحمدعثماني، 


شیخ الادب حضرت مولانا اعزاز علي او جامع المعقول والمنقول مولانا رسول خان هزاروي رحمهم الله تعالی.


د دوه ویشت کلونو په عمر يي په ۱۳۳۷ ه کال د دارلعلوم دیوبند نه د فضلیت پګړۍ په سر کړه.


تدریس او تلامذه


د فراغت نه وروسته، د دیوبند په دارالعلوم کي يي تدریس پیل کړ او شپږویشت کاله يي هلته دتدریس چاري مخ په وړاندي سوق کړي په زرګونو شاگردان یي روزلي دي.


دحضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی د شاګردانو شمیر ډیردي، په هند او پاکستان سربیره په چین، اندونیزیا ، برما، بنګله دیش، افغانستان ، ایران، بخارا، سمرقند او افريقاکي وجود لري.


په هغوى کي محدثین، مفسرین، فقهاء،متکلمین، صوفیاء ، مبلغین، واعظان ،قاضیان اومفتیانوسره، سره سیاسی زعماء، مدرسین او مصنفین هم پاته شوي دي.


لنډه داچي ددین دهري څانګي جلیل القدره علماؤ په نړۍ کي د اسلام بیلابیل خدمتونو کړي دي ځیني مهشور تلامذه يي په لاندي ډول دي.


۱_ حضرت علامه سید محمد یوسف بنوری رحمه الله  د جامعة العلوم الاسلامية بنوري ټاون مؤسس.


 ۲_ فقيه العصر ت مولانا مفتی رشید احمدالدهیانوي (رحمه الله تعالی د دارالافتاء والارشادباني شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله).


۳-شیخ الحدیث حضرت مولاناعبدالحق (رحمة الله علیه)ددارالعلوم حقانیه اکوړه خټک مؤسس .


۴۔ امام اهل سنت شیخ الحدیث حضرت مولانا سرفراز خان صفدر (دامت برکاته) دنصرت العلوم گوجرانواله باني.


۵-د حضرت مولانا سید محمد میان د جمعیت علماء هند عمومي ناظم.


۲- حضرت مولانا احتشام الحق تهانوي (رحمه الله تعالى).


۷- حضرت مولانا عرض محمد (رحمه الله تعالی) د مطلع العلوم کویته مؤسس .


۸- شیخ القراء حضرت مولانا قاري فتح محمد پاني پتي( رحمه الله تعالی).


۹- شیخ الحدیث حضرت مولانا سبحان محمود(رحمة الله) شیخ الحدیث جامعه  دارالعلوم کراچي.


۱۰- شیخ الاسلام حضرت مفتی محمد تقي عثماني شیخ الحدیث دارالعلوم کراچي.


۱۱_ مفتي اعظم حضرت مولانا مفتی محمد رفیع عثماني رئيس جامعه  دارالعلوم کراچي.

 

تصوف او سلوک یادباطن اصلاح


لومړنی بیعت يي له شيخ الهند حضرت مولانامحمود حسن دیوبندی (رحمه الله تعالی) سره کړي وو. د هغه تروفات وروسته يي دسلوک او عرفان د تحصیل او دباطن د اصلاح لپاره ، حکیم الامت حضرت مولانامحمد اشرف علي تهانوي (رحمه الله تعالی) ته رجوع وکړه او د روحاني تندي دماتولو لپاره يي خپله مرجع وګرځوله حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) د باطني اصلاح اوتصوف په هره مسئله کي ، خپل مرشد ته رجوع کړي او دده په تعليماتو او ارشاداتو يي بشپړ عمل کړي او په کامل استعداد سره یي روحاني فيوضات جذب کړي دي.


په ۱۳۴۹ه کال، حکیم الامت ورته خلافت ورکړ. د مفتی اعظم او حکیم الامت (رحمه الله تعالی) ترمینځ ډير قوي تعلق او اړیکي وي او دحکیم الامت ورباندي بشپړ اعتماد وو چي خپل ځیني تصانيف يي دده په ذریعه بشپړه کړل.

 

دافتاء منصب


دربیع الثاني په ۷۸ تاریخ ۱۳۵۰ ه کال، ددارالعلوم دیوبند دمجلس د شوری له خوا، د دارالافتاء مسئولیت ورکړل شواو دستر مفتي په حیث وټاکل شو. دغه مهال يي عمر۳۵ کاله وو او پنځلس کاله يي کامل دفنونو مختلف کتابونه تدریس کړل د دیوبند دارالعلوم کوم چي دنړۍ یو عظیم دیني مرکز وو او دنړی دګوټ ګوټ څخه ورته فقهي سوالونه او استفتاوي خورا ډیري راتلي ،

 

حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) په خپل علمي جوهر او دالله په ورکړل شوي علم او د اوچت استعداد په رڼا کښي نوموړي دارالافتاء دترقي پر لور سوق کړه چي، يوازي په څلورو کلونو کي، دوولس زره فتواوې ولیکل شوي او له تیرو کلونو څخه دوه چنده زیاتوب پکښي راغلی وو.


فتاواي دارالعلوم دیوبند، امداد المفتين ، او جواهر الفقه د هغه مهال علمي اثرات دي په فقه کی د ډیر مهارت له امله د علماؤ له خوا دمفتي اعظم لقب ورکړل شوی دي .


حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) د عالمانو په هغه جماعت کي وو کوم چې د پاکستان د جوړښت حامي وو.


له دې کبله، په دې هکله یي خدمتونه ډیر زیات دي، آن تردي چي د عالمانو دغه جماعت پری برلاسی شو چې د مسلمانو لپاره بو بیل هیواد تاسیس کړي اوپه۱۹۴۷م کال، د پاکستان په نامه هیواد جوړ شو.


قرارداد مقاصد دشیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني او حضرت مفتی اعظم رحمها الله  دکوښښونو نتیجه وه او په پاکستان کي د اسلام نظام دنفاذ لپاره يي دهند د دیوبند له ښار څخه ، کراچي ته هجرت وکړ. دلته یي ټول عمر داسلامي نظام دنفاذ او دیني علومو په نشراو اشاعت کی تیرکړ.

 

ددارالعلوم کراچي تاسیس


په سنه ۱۳۷۰ ه کي يي د کراچي په ښار کي د (جامعة دارالعلوم کراچي )په نوم ديوي عظيمي جامعي بنسټ ایښي چي پر شپږ پنځوس ایکړه ځمکه باندي پرته ده.


اوس یي نړیوال شهرت موندلي او دنړۍ په ستروعلمي مرکزونو کي شمیرل کیږي.


په زرګونو طالبان پکښي خپله علمی تنده ماتوي دا د حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) یوه عظيمه صدقه جاریه ده.


د دارالعلوم به دارالمطالعه (لائبریري) کښي يولک کتابونه د مطالعی لپاره چمتو شوي چي علماء اوعوام ټول ځني  استفاده کوي.


اثار او تنصیفات


حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی د خپل عمر یوه کړۍ هم ضایع کړي نه ده . هروخت د اسلامي نظام دنافذولو سوچ او فکر، د مسلمانانو د اصلاح او روزني جذبه، داسلام ددښمنانو او باطلو فرقو مخنیوي او داسلام دفاع که د تقریر میدان وو او که د تحریر او لیکني. خپل ټول مبارک عصر یي په دغو مبارکو خدمتونو کې تیر کړي دي. د تصنیف و تالیف په میدان کي يي ډیر زیار ایستلي دي. 


د حضرت حکیم الامت تهانوي (رحمه الله تعالی) دفقهي ، تفسیري او تحقیقي خدماتو رنګ. دده په خلفاؤكي، په حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی)باندي ډیراثرکړي وو.


د حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) د اثراتو اوتالیفاتو شمیر یوسل دوه شپیته (۱۶۲) دي چي په سیر، حدیث، فقه، عقائد او کلام، معیشت او سیاست، سیرت او تاریخ، اصلاح او أرشاد ، تعلیم اوتبليغ او په لغت او ادب باندي مشتمل دي. ځيني اثار يي په لاندي ډول دي.


۱_ معارف القرآن تفسیر ،لس ټوکه ، په ۵۷۱۷ مخونو کي دي.


۲_ احکام القرآن، دوه ټوکه په ۵۳۸ صفحاتو کي ده.


۳_الازدياد السني علي اليانع الجني.


۴_ فتاواي دارالعلوم دیوبند.


۵_ جواهر الفقه ، په دي کي ۴۵ فقهي رسالي دي.


۶_آلات جديده.


۷_التصريح بما تواتر في نزول المسیح.


۸_ مقام صحابه.


۹- ختم نبوت کامل.


۱۰ -سنت وبدعت.


۱۱ -اسلام کا نظام تقسیم دولت مين معاشي اصلاحات کیا هون گي؟


۱۳- سرمایه داري، سوشلزم اور اسلام.


۱۴_ سیرت خاتم الانبیاء.


۱۵- روح تصوف.


۱۶_کشکول.


۱۷_ فضائل و مسائل بسم الله.


۱۸_فتوح الهند.


۱۹_آداب الشيخ والمريد.


۲۰_ دل کی دنیا.


۲۱_ملفوظات امام مالک.


ګناه بي لذت بي خونده گناهونه


د اصلاح پر موضوع باندي وړوکي رساله خو په زړه پوري ده. په دي کي حضرت مفتی اعظم (رحمه الله تعالی) دهغو ګناهونو بیان کړی دي کوم چي د خوند څخه خالي اوياهم مسلمانان د غفلت او ناخبرتیاله امله پکښي بوخت بوخت دي او خپل قيمتي وخت ضایع کوي.

 

ماخذ : بې خونده گناهونه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته