تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د ښځينه معلمي سره خبري کول؟
 
  February 13, 2012
  0

 سوال:  که چیری یوه ښځه معلمه وي او په صنف کي نارینه وو ته تدریس کوي په دې وخت کی د نوموړي معلمي سره خبري کول او ورته کتل ګناه لري او پر سترګو باندي د زنا اطلاق کیږی که یا ؟

د سوال کونکي نوم : ذبیح الله ذهین  د کابل څخه

جواب : معلمه که د چا محرمه نه وي نو د تعليم لکبله يې محرمه نه ګرځي او نه يې يوه او بل ته کتل جايز کيږي په اسلامي ملک کي بايد ټولي چاري د اسلام په محدوده کي دننه سنبال سي، ښځي دي ښځو ته تعليم او ښوونه کوي او نارينه دي نارينه وو ته تعليم او ښوونه کوي خو که د سختي اړتيا له مخي ضرورت پيدا سي نو بيا هر څه بايد په حجاب او پرده کي وي او هم پداسي چاپېريال کي انجام سي چي د فساد د ټولو لارو مخه په ټپه پکښي نيول سوې وي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيبياني که څه هم د ټولو مومنانو مېندي دي د مېندو په شان ټول مسلمان امت ته د احترام او درناوي وړ دي خو بيا هم که دې ته اړتيا پيدا کېدل چي صحابه کرام د هغوى څخه يو شئ وغواړي نو د الله جل جلاله   حکم دا وو:  )) وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِن.( سورت الاحزاب ايت ٥٣). 

 ژباړه : او څه مهال چي تاسو د هغوى يعني ازواجو مطهراتو څخه څه شى غواړى نو د پردې تر شاه سوال ځني کوئ، ځکه دا ستاسو او د هغوئ د زړونو له پاره ښه پاک کونکې او د سپېڅلتيا لاره ده. 
 
عايشې رضي الله عنها ته په ډېرو مسايلو کي صحابه کرامو مراجعه کوله خو هر څه سوال او جواب به د پردې تر شاه په حجاب کي کيده . نارينه او ښځينه دواړه پدې مکلف دي چي د نامحرم څخه به نظر ټيټ ساتي الله جل جلاله  فرمايلي دي : قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُن ....(٣١ النور ) ژباړه : ته مؤمنانو ته ووايه چي نظرونه ټيټ وساتي او د ناروا څخه خپل فرجونه وساتئ دا د دوئ له پاره ښه پاکونکې تګ لاره ده يقينا الله جل جلاله  په هغه څه خبر دئ کوم، چي دوئ يې کوي او مؤمنانو ښځو ته ووايه چي خپل نظرونه ټيټ ولري او خپل فرجونه د ناروا څخه وساتي . (  و الله اعلم ) 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته