تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لمانځه کي دناستی دیارلس سنتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 1, 2021
  0

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱ - راسته پښه درول او چپه پښه په غوړولو سره پرهغې باندی کښينستل. (طحطاوی علی المراقی ص۳۶۶ج۱)


۲  - و دواړه لاسونه پر ورنو باندی ایښول. (طحطاوی علی المراقی ۳۶۶ج۱)


۳ - په التحیات کی پر اشهدان لاالله باندی دشهادت ګوته پورته کول او پر  الا الله  باندی ئی کښته کول. (طحطاوی علی المراقی ص۳۶۷ج۱)


۴ - په قعده آخره (آخري ناسته) کی درودشریف ویل.(طحطاوی علی المراقی ص۳۶۹ج۱)


۵ -  د درودشریف وروسته دعاء ماثوره په هغو الفاظو کی چی دقرآن و حدیث سره مشابه وی ویل. (طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۱ج۱)


۶ - دواړو خواؤ (راسته چپه) ته سلام ګرځول. (طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۳ج۱)


۷ - د سلام ابتداء دراسته خوا څخه کول. (طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۳ج۱)


۸ - امام ته دمقتديانو،ملائیکو او نیکو پیریانو نیت کول (په سلام کی).(طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۴،۳۷۳ج۱)


۹- مقتدی ته د امام، ملائیکو او نیکو پیریانو او د راسته چپه مقتدیانو نیت کول (په سلام کی). (طحطاوی علی المراقی ص۳۷۵ج۱)


۱۰ -  منفرد(یوازی) ته فقط دملائیکو نیت کول (په سلام کی)(طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۵ج۱)


۱۱ -  مقتدی ته د امام سره يو ځای سلام ګرزول.(طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۵ج۱)


۱۲ - د دوهم سلام آواز تر اول سلام آواز کرار ويل.(طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۵ج۱)


۱۳- مسبوق (دچا چی لمونځ پاته وی) ته د امام دختمیدو انتظارکول. (طحطاوی علی المراقی ص ۳۷۵ج۱)


ماخذ: دګران نبي خواږه سنتونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته