تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لور داسي پالنه وکړه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 3, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د لور داسي پالنه وکړه! 

 

زوی له ماشومتوبه خپل حقوق درڅخه اخيستلای سي، ستا کمال دادی چي د لوڼو حقوقو ته رسيدګي وکړې.


۱). د هغې دينداري او تعليم ته خپل اصلي او اساسي کار ووايه، تر څو ستاسو او خپل خاوند حقوق وپیژنی او ادا ئې کړي او د خپلو اولادونو ښه روزنه وکړي؛


۲). د کور په ټولو چارو ئې د پوهولو پوره کوښښ وکړه، چي په خپل راتلونکي کور کي هوسا او عزتمنه وي؛


۳). د لوييدو پر وخت ئې د ښه خاوند دغسي تلاښ کوه، لکه د زوی لپاره چي د ښې نجلۍ تلاښ کوې؛


۴). لوړ ولور او ناوړه رواجونه د‌ هغې راتلونکي ته خطر دی، لږ ولور پر واخله او هغه ټول د‌ هغې په واک کي ورکړه، چي څه د خپلو اړتياوو لپاره مصرف کړي او نور ورسره يوسي، چي تر واده وروسته د ځان او خاوند اړتياوي په پوره کړي؛


۵). تر واده وروسته د هغې په کورنيو چارو کي د مداخلې حق ځان ته مه ورکوه؛ 


۶). خپلو زامنو ته دا ايماني روحيه و کړه، چي ستا تر مړيني وروسته هغوی په ټول ميراث د قراني ويش مطابق شريکاني دي....


نوټ: که دي دغه او نور حقوق مراعات کړل په دنيا کي به ستاسو او ستاسو د لوڼو ښه ژوند‌وي او په اخرت کي به د‌دوی له مسئوليته بيغمه يي، رب العالمين 

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته