تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة مريم لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 6, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د سورة مريم لنډه پېژندنه 


 سورة مريم د مصحف او تلاوت په اعتبار ۱۹ سورة دئ او په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة مريم ۹۸ آية او ۶ رکوع دئ.


د دې سورة نوم د ۱۶ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًۭا شَرْقِيًّۭا)


ژباړه: او د مريم ذکر (يعني يادونه) وکه (اې نبي علیه السلام) په کتاب کي، کله چي دا خپل د کورنۍ څخه د شرق (ختيځ) يو ځای ته ولاړه.


په سورة مريم کي لاندي موضوعات ذکر سوي دئ


۱-  د حضرت زکريا (عليه السلام) او د حضرت يحيی (عليه السلام) قصه.


۲-  د بي بي مريم (سلام عليها) او د حضرت عيسی (عليه السلام) د پيدايښت قصه.


۳ -  د حضرت ابراهيم (عليه السلام) خپل د پلار سره مکالمه او د هغو خبرو يادونه.


۴ -  د قيامت ورځ او دوږخ ته د ټولو خلکو په ګونډو کېدل او بيا د هغه کسانو د پاره نجات چي ايمان لرونکي او نيک اعمال ئې تر سره کړي وي.


۵-  الله (رب العزة) په هدايت کي خلکو ته پرمختګ ورکوي او که څوک بله لاره خوښوي، نو الله تعالي په هغه کي ده ته لاره هواروي.


سورة مريم د مسلمانانو د حبشې د هجرت څخه د مخه نازل سوی دئ. د همدې سورة اولنۍ حصه حضرت جعفر (رضي الله عنه) د نجاشي باچاه په دربار کښي تلاوت کړل.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته