تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الأحزاب لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الأحزاب لنډه پېژندنه 


سورة الأحزاب د تلاوت او مصحف په اعتبار ۳۳ سورة دئ، چي په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة الاحزاب ۷۳ آية او ۹ رکوع لري.


د دې مبارک سورة نوم د ۲۰ شلم آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا ۖ ….)


د احزاب معنی "فوج، ډله، لښکر" دئ.


نوموړی مبارک سورة په پنځم هجري کال کي نازل سوی دئ.


په دې کال درې ستري پېښي واقع سوي دي.


۱-  د خندق يا د الاحزاب غزاء؛ 


۲-  په بني قريظة (په مدينة منوره کي اباد يهودي قوم) باندي د مسلمانانو له خوا چاپه وهل؛ 


۳-  د سيدة زينب سره د رسول الله ﷺ نکاح. 


بي بي زينب (رضي الله عنها) د حضرت زيد بن حارث (رضي الله عنه) کوروالا وه، چي بيا ئې تر منځ طلاق واقع سو او وروسته بيا رسول اکرم ﷺ په نکاح کړل.


په سورة الأحزاب کي الله تعالی رسول الله ﷺ ته خطاب کوي خو مطلب ئې ټوله مؤمينان دي.


اې د الله نبي، د الله تعالی (له عذابونو څخه) تقوا اختيار که او د کفارو او منافقينو متابعت مه کوه. يقيناً چي الله (عزوجل) ډېر ښه پوهېږي او د پوره حکمت خاوند دئ.


د الله (رب العزة) د کلام (يعني د قرآن کريم) متابعت کوئ.


الله (جل جلا له) په هر څه ښه خبر دئ، او همدا ذات ستاسو کارسازه دئ، نو توکل مو پر الله (عزوجل) کئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته