تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة فصّلت لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة فصّلت لنډه پېژندنه 


 سورة فصّلت د مصحف او تلاوت په اعتبار ٤١ سورة دئ، چي په مكة معظمة كي نازل سوی دئ.


سورة فصلت ٥٤ آية او ۶ ركوع لري.


د دې مبارک سورة بل نوم (حم السجدة) دئ.


د سورة فصلت نوم د درېيم آية كريمې (كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ) څخه اخستل سوی دئ، چي ژباړه ئې په دې ډول ده: «دا هغه کتاب دی چي آیتونه ئې واضح (او په ښه ډول بيان سوي) دي، عربي قرآن دی د هغو خلګو له پاره چي پوهيږي».


فصلت يعني تفصيل او شرح.


په سورة فصلت کي لاندي موضوعات ذكر سوي دي


١-  د قرآن كريم آيتونه تفصلاً په عربي ژبه د الله تعالی له لوري نازل سوي دي د هغه قوم لپاره چي د علم خاوندان دي.


٢-  ور ته ووايه اې نبي چي زه ستاسو په مثل بشر (يعني بني آدم) يم، ما ته وحي سوي دي، چي الله مو يو دئ، نو سيده (یعني مستقيمه) لاره ور ته انتخاب كئ او بخښه ځني غواړئ.


۳-  د مځکي او آسمانونه د خلقت بيان.


۴-  د عاد او ثمود د قوم هلاكت.


۵-  د قيامت د ورځي بيان، د الله دښمنان به په دې ورځ د الله تعالی په حضور كي ودريږي، د دوی لاسونه، پښې او جلد به پر دوی شاهدي اداء كوي.


٦-  د جنتيانو لپاره هر هغه څه سته چي د دوی خوښه وي.


۷-  خراب اعمال په ښو اعمالو سره دفع کئ او کېداي سي چي دښمنان مو يو وخت کي الله تعالی در دوستان کي.


۸-  انسان په خير رسېدلو سره خوشحاله ئې او په شر رسېدو سره مايوسه سي.


په سورة فصلت کي الله (تبارک و تعالی) د تېرو قومونو د هلاکت بيان داسي کړی دئ.


د عاد قوم (چي حضرت هود عليه السلام د نبي په حيث ور ته را استول سوی وو) بې له کوم دليله ئې کبر او غرور وکئ، او ويل ئې چي تر موږ نو څوک زوره ور (يعني طاقتوره) دئ؟! الله (واحد القهار) دوی خلق کړي وه او الله تعالی تر دوی ډېر طاقتوره دئ، نو ئې په باد سره دوی هلاک کړل او د آخرت عذاب ئې تر دغه لا ډېر سخت او همېشنی دئ.


د ثمود قوم (چي حضرت صالح عليه السلام د نبي په حيث ور ته را استول سوی وو)، د ثمود قوم ته الله تعالی هدايت را واستوی، ليکن دوی دا ړنده لاره انتخاب کړله، نو يوه زوره وره چاودنه د عذاب په شکل پر دوی باندي نازله سوه.


هغه کسانو چي ايمان راوړئ او متقيان وه، الله تعالی وژغورل.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته