تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
راپاڅئ لاس په کار سئ تداوي غواړي ټولنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2023
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

راپاڅئ لاس په کار سئ تداوي غواړي ټولنه

 

راپاڅئ لاس په کار سئ تداوي غواړي ټولنه
د غرب له فِکري جنګه ازادي غواړي ټولنه

 

ریښتینې، با احساسه، اسلامپاله قلمواله
ادا د مسؤلیت دي ضروري غواړي ټولنه

 

کافِر اشغال تر شا راته پرې ایښې بلها ستونزي
قربان دي سم سالِمه رهبري غواړي ټولنه

 

قابو د دې حالاتو ته شِدت هیڅ په کار نه دی
حکمت او مصلحت او هم نرمي غواړي ټولنه 

 

په غور باندي هر قدم به مخ په وړاندي اخلو
سمون، امن او مخ ته ترقي غواړي ټولنه

 

د نفس د خواهِشاتو او خبرو پر خوا مه ځئ
د سولي ښکلی ژوند او ورور ولي غواړي ټولنه

 

مشهوده چي اصلاح د اولسونو د فکرو سي
همداسي حق ته ژمنه شاعري غواړي ټولنه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته