تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
در سپارل سوی چې دا نن کوم مسؤلیت مسؤله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2023
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

در سپارل سوی چې دا نن کوم مسؤلیت مسؤله

 

در سپارل سوی چې دا نن کوم مسؤلیت مسؤله
دی د سپېڅلو شهیدانو امانت مسؤله

 

که چیري نه ویني وړتیا د مسؤلیت په ځان کي
بیا یې نو پرېږده دا نو ښه دی تر خیانت مسؤله

 

ستا بې لارۍ ته مټې نغښتي دي کافِرو د وخت
روښانه لار به نیسې تل د شریعت مسؤله

 

د خواهِشاتو بدرنګۍ څخه دي ځان وساته
تاته اسرې لري دا ټول مُسلم امت مسؤله

 

سپینه لمن د سپین نظام در نه داغ داره نه سي
ګوره چې وَ نه کړې یوه زره غفلت مسؤله 

 

خلګ خبري کوي ته یې هیڅ پروا مه کوه
مټې را ونغاړه هیواد غواړي خدمت مسؤله

 

د خدای رضا په دي مقصود وي نه رضا د بنده
مشهود ملنګ درته کوي دا یو وصیت مسؤله


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته