تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات .( څلرمه برخه، ح)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 28, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(څلرمه برخه) 

(ح)


حاجت:  هغه کارونه که چېري دهغوي اجازه ورنه کول سي، نو مشقت او سختي راځي لکه: دپېشي پسخورده مکروه ده ددې سره سره هغه یو داسي حیوان دئ چي غوښه ئې نه خوړل کېږی.


حج: په ځانګړو او مخصوصو صفاتو سره په خاص وخت کي بیت الله شریفي زیارت کول.


حج مبرور: هغه حج چي ګناه نه وی پکښي کي سوی، همدې ته مقبول حج هم ویل کېږي.


حجت: تشفي ورکوونکی دلیل.


حجامة: دعلاج یوه مسنونه طریقه چي دبدن څخه فاسده وینه را ایستل کېږی.


حقنه: وینه کښل، یا په دبره کي دوا اچول.


حد: هغه سزاګانو ته ویل چي په شریعت کي ټاکل سوي وي لکه: غلا و زنا سزا او داسي نور.


حدیث: دنبي کریم صلي الله علیه وسلم قول، فعل او تقریر ته حدیث ویل کېږی. تقریر دې ته وايي چي دنبي کریم صلي الله علیه وسلم په حضور کي یو کار سوی وي، خو هغه ددې منع نه وي کړې.


حدیث قدسي: هغه حدیث ته ویل کېږي چي نبي کریم صلي الله علیه وسلم ووايي چي الله جل جلاله وايي.


حرام: دیو کار چي منع په شریعت کي په قطعي دلیل سره ثابته وي، دې ته محظور یا معصیت هم ویل کېږی لکه: سود، زنا او نور....


حرم: هغه خاص ځای چي په مکه او مدینه کي دي دمکي دحرم ساحه دمدیني خواته درې میله، دعراق خواته اووه میله، دجعراني خواته نه میله، دطايف خواته اووه میله او دجدې خواته لس میله دئ.


حظر: منع ته ویل کېږی، کول ئې ګناه ده او پر پریښودلو ثواب ورکول کېږی لکه: حرام دید.


حق: یو حق لروونکي ته چي دشریعت له لوري کوم حق پر بل چا ورکول سوی دی همدې خصوصي کیفیت نوم حق دئ لکه: دمیرمني له پاره شریعت پر خاوند ډو‌ډۍ،نفقه او داوسیدلو ځای لازم کړی دی نو دمیرمني پر خاوند حق دئ.


حلال: چي استعمال او کول ئې دګناه باعث نه وي.


حلف: لوړه کول، قسم اخیستل.


حیض: هغه ویني ته ویل کېږی چي دبالغ غیر حامله ښځي درحم څخه وزي او سبب ئې ناروغي نه وي.


حَیْعَلَهْ: دا په عربي ژبه جعلي مصدر بولي، ددې نه مراد په آذان یا اقامت کي حي علي الصلاة او حي علي الفلاح ویل دي.


حِیلَه: دناخوښه عمل څخه دخوښ عمل خواته د نقلیدلو له پاره یو تدبیر غوره کول لکه: یو سړی چي قسم واخلی چي یوه میاشت به خپلي میرمني ته نفقه نه ورکوم، ځان هم نه حانثوی او ښځه ئې اړه هم ده نو هغه دي دیوې میاشتي ده په قرض دې ته ورکړې او بیا دي وروبخښي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته