تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر او عمر رضی الله عنهم د وړاندي‌والي هڅه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(درېیمه برخه) 


  د ابوبکر رضی الله عنه څخه د عمر رضی الله عنه د وړاندي‌والي هڅه


موږ که فکر وکړو، دا یوازي په نېکو عملونو کي یو له بل څخه وړاندي والی وو، چي د نېکانو، پرهېزګارانو او الله جل جلاله ته د نژدې کسانو فکر یې مصروف کړی وو او د دوی درجې یې د الله جل جلاله په وړاندي لوړي کړي وې.


په دنیا کي چي موږ د الله جل جلاله دوستان وینو، چي هیڅ دنیوي خوندونو ته پاملرنه نه کوي، بلکي ټوله هڅه یې دا وي، چي څنګه الله جل جلاله او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم خوشحاله کړي او آخرت کي د ځان له پاره لوړي ماڼۍ جوړي کړي، ځکه دوی ته د دې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی دئ، چي د الله جل جلاله په نزد ټوله دنیا د یو مچ په اندازه ارزښت نه لري او د لوی څښتن جل جلاله دا خبره یې په ذهنونو کي وي، چي د دنیا په باره کي د سورت حدید په شلم نمبر آیت کي فرمایي: (اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلاَدِ).


ژباړه: ښه وپوهېږئ چي د دنيا دغه ژوند له دې پرته بل څه نه دی چي يوه لوبه، ساعت تېرى، ظاهري زېب، سينګار، ستاسو په خپلو منځونو کي يو پر بل وياړل، په مال او اولاد کي يو پر بل د مخکي كېدلو هڅه كول دي.


د دې مثال داسي دی، لكه چي يو باران وسو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله سول، بيا همغه كښت پخېږي او ته وينې چي هغه ژړ سو، بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس آخرت هغه ځاى دی، چي هلته (د دنيا غوښتونكو له پاره چي آخرت ته يې شا کړې وي) سخت عذاب دی او (د آخرت غوښتونكو له پاره) د الله جل جلاله مغفرت او د هغه رضا ده، نو د دنيوي ژوند د خطا ایستلو له اسباب پرته بل څه نه دی.


قدرمنو لوستونکو راسئ! د دا دوو بزرګانو ابوبکر صدیق رضی الله عنه او عمر فاروق رضی الله عنه د ژوند یوې جالبي کیسې ته سر ور ښکاره کړو.


حضرت عمر رضی الله عنه وایي: دا هیله مي درلوده، چي یوه ورځ د ابوبکر رضی الله عنه څخه په نېکۍ کي وړاندي سم، هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په خیرات کولو امر وکړ، زما سره سپین او سره زر موجود وه، نو له ځان سره مي وویل: چي نن ورځ به د ابوبکر رضی الله عنه څخه مخکي کېږم، نو عمر رضی الله عنه وايي کور ته ولاړم، خپل ټول مال مي را واخیستی، دوې برخي مي کړ، نیم مي په کور کي د کورنۍ د غړو له پاره پرېښووی او نیم مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راوړی، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده مال ته وکتل، نو ورته و یې ویل: اې عمره! د کورنۍ غړو ته دي څه پرېښوول؟ عمر رضی الله عنه ورته وویل: څومره چي مي راوړی، هغومره مي پرېښووی، نو عمر رضی الله عنه انتظار دئ، ترڅو ابوبکر رضی الله عنه راسي، ناڅاپه ابوبکر را ښکاره سو او یوه غټه کڅوڼه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخته کښېښووله.


رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: اې ابوبکره! کورنۍ ته دي څه شی پرېښووی؟ ابوبکر وویل: الله او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم مي ور پرېښوول.


عمر رضی الله عنه ابوبکر رضی الله عنه ته وکتل او ویې ویل: په الله جل جلاله سوګند چي بیا به هیڅکله له ابوبکر سره مسابقه و نه کړم، ځکه چي هر څومره کوښښ وکړم، نو هیڅکله به د ده مرتبې ته و نه رسېږم.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته