سوال : د تهجد د لمانځه کولو وخت له کوم ساعت څخه تر څو بجو پوری کیږي؟
د سوال کونکي نوم : حكيم الله عزيزي .
جواب : تَّهَجُّدُ په تکلف د خوب څخه را پاڅېدلو ته وايي ، د ماخستن د لمانځه د ادايني څخه وروسته چي د شپې په هر مهال کي څوک د خوب څخه را کښېني بيا تر سپېدو پوري د تهجد د لمانځه وخت دئ ، د تهجد لمونځ د ورځي تر لمونځونو افضل دى ، ابو هُريرة رضي الله عنه د رَسُولُ اللَّه صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړئ دئ : أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَأَفْضَلُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلَاةُ اللَّيْلِ ( مسلم )
ژباړه : د رمضان يعني د روژې د مياشتي څخه وروسته د محرمي د مياشتي روژې افضل دي او تر فرضي لمونځونو وروسته د شپې لمونځ تر نورو لمونځونو افضل دئ .
په قرآني آيتونو او نبوي احاديثو کي د تهجد د لمانځه ډېر ترغيب او فضيلت ياد سوئ دئ ، د تهجد لمونځ لږ تر لږ دوه رکعتونه بيا تر اتو رکعتونو پوري دئ ، که څوک پر ځان باور ولري چي د شپې راپاڅېدلاى سي هغه ته پکار ده چي وتر د تهجد څخه وروسته ادا کړي لکه څه ډول چي رسول الله صلی الله عليه وسلم کول ، خو که څوک بيا پر ځان باور و نه لري هغه دي د بيدېدو څخه مخته وتر ادا کوي د نيمي شپې څخه نيولې بيا د شپې تر اخري وخت پوري د تهجد د لمانځه غوره وخت دئ ، البته که چا د شپې دريمه برخه رڼول هغه دي د داود علیه السلام په شان شپه پر شپږو برخو وويشي په لومړيو درو برخو کي يعني د شپې تر نيمايي برخي دي بيديږي ، بيا دي د شپږو برخو څخه دوې برخي تهجد کوي ، اخره شپږمه برخه دي بيا بيديږي . د شپې اخره شپږمه برخه د سحر په نامه هم ياديږي او د پيشلمي وخت دئ .
ماخذ: تعليم السلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه