تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت صالح علیه الصلاة والسلام ژوند لیک
 
  October 23, 2013
  0
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ (45) (سورة نمل الاية ٤٥)
ژباړه : بېشکه موږ ثموديانو ته ددوى ورور صالح علیه السلام  ولېږى چي ديوه الله جل جلاله  عبادت وکړئ نو ناڅاپه دوى دوې ډلي سوې چي جګړه يې سره کول.

 
د صالح علیه السلام نسب

صالح علیه السلام  دعبيد زوى دئ ، عبيد دآصف زوى ......... چي دنسب سلسله يې سام بن نوح ته رسيږي. الله جل جلاله  صالح علیه السلام  دعربو څخه يوې بيلي سوي قبيلې ثموديانو ته په پيغمبرۍ سره  لېږلى دئ . ثموديانو ته ځکه ثموديان ويل کيږ ي چي ددوى نسب و ثمود بن عامر ته کيږي ثمود بن عامر ددوى دنېکه ګانو څخه ووچي دسام بن نوح زوى وو له همدې وجهي څخه دوى په ثموديانوسره نومول سوي دي.

عرب تراسماعيل علیه السلام  وړاندي موجود دعرب العارية يعني خالص عرب په نامه سره يادېدل چي دډېرو قومونو څخه تشکيل وه چي له ډلي څخه يې قحطان ، ثمود ، عاد، جرهم ، مدين او داسي نورقومونه دي.

مستعربه عرب هغه عربو ته ويل کيږي چي دعربو تابعيت يې ترلاسه کړى دئ يعني تر اسماعيل علیه السلام  وروسته موجود سوي دي ، اسماعيل علیه السلام  لومړى کس دئ چي په فصيحه عربي ژبه يې خبري کړي دي، اسماعيل  علیه السلام  دجرهم قوم څخه سره اوسېدلى دئ البته پر هغه مهال دمور سره يوځاى په مکه مکرمه کي اوسېدئ او په همدغه ځاى کي يې عربي ژبه زده کړه.(البداية والنهاية ج ١ ص : ١٢٠)

د ثموديانو د اوسېدو ځايونه

دثموديانو قوم دحجر په سيمه کي اوسېدئ له همدې امله په قرآنکريم کي دوى په اصحاب حجر نومول سوي دي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ (80) وآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ (81) (سورة حجر الايتان ٨٠، ٨١)
ژباړه : بېشکه دحجر څښتنانو رسولانو ته ددرواغو نسبت وکړى موږ دوى ته اياتونه راوړي دى دوى ځني مخ اړولى وو.

دحجر سيمه دشام او حجاز ترمنځ پرته ده څوک چي دوچي لاري سفر کوي نو ترهمدې سيمي تيريږي په اوس وخت کي دغه سيمه په (فج الناقة) سره ياديږي . دثموديانو دښارونو ځيني اثار تر اوسه هم سته چي په مدائن صالح سره ياديږي.
 
مسعودي وايي : کوم کسان چي دشام څخه راځي نو پرلاري باندي ځيني زاړه هډوکي دثموديانو پيداکوي ، دثموديانو ځيني اثار اوس هم ښکاره دي ، دحجر سيمه چي دثموديانو ژوند پکښي کاوه دمدين په جنوب شرقي لوري کي خليج ته نژدې پرته ده.
 

د ثموديانو د قوم اصل

د ثموديانو په اصل ، ريښه  او زمانه کي دمؤرخينو اختلاف دئ ځيني مؤرخين په دې آند دي چي ثموديان دعاديانو بقاياوي دي . ځيني بيا په دې آند چي ثموديان دعمالقوو دبقاياوو څخه دي چي دفرات دسيمي څخه همدې ځاى ته راکوچېدلي دي.
 
ځيني مستشرقين تاريخ پوهان وايي : ثموديان په اصل کي يهوديان دي چي په دغه سيمه کي يې ژوند کاوه او فلسطين ته داخل سوي نه دي . البته دغه نظر بالکل باطل او رد دئ ځکه دثموديانو تر راتګ وروسته يهوديان دموسي علیه السلام  سره دمصر څخه راوتلي وه او په دغه وخت کي يهوديانو هيڅ مشخص هويت يې نه درلودى نو څنګه به موږ ووايو چي دغه ثموديان يهود وه . زما په آند صحيح نظر دادئ چي ثموديان دعاديانو دبقاياوو څخه وه ځکه دالله جل جلاله  لاندنۍ وينا هم ددې خبري اشارةً تائيد کوي لکه چي فرمايي :

وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِنْ سُهُولِهَا قُصُورًا (سورة اعراف الاية ٧٤) 
ژباړه : ياد کړى هغه وخت چي الله جل جلاله  تاسو دعاديانو خليفګان وګرځولاست تاسو ته يې په مځکه کي استقرار درکړ چي تاسو به په مځکه کي ماڼۍ جوړولې.

ابن کثير ليکي : (البداية والنهاية ص : ١٣٨)
ثموديان يوه مشهوره قبيله وه چي دثمود په نوم يادېدله ، ثمود دجديس ورور وو ، دغه قوم دبومي عربو څخه وو چي دحجر په سيمه کي دحجاز او تبوک ترمنځ واقع وو. يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دنورو اصحابو سره يوځاى دتبوک سيمي ته تللى ودغه ځاى ته نژدې يې واړول ، ځيني اصحابان ولاړل دثموديانو دڅاهانو څخه يې اوبه راوړلې په هغه اوبو يې اوړه خيشته کړه ديګونه  يې په پاخه کړه کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبر سو نو دستي يې اصحابانو ته امر وکړى چي ديګونه چپه کړي او په دغه اوبو چي يې کوم اوړه خيشته کړي دي هغه اوښانو ته واچوئ ، تردې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه سيمه څه وکوچېدى  هغه ځاى ته نژدې يې واړول چي دصالح علیه السلام  اوښي اوبه څيښلي وې. دصحيحينو په حديث کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وهغه ځاى ته نه ورغلى په کوم ځاى کي چي پر ثموديانو باندي عذاب راغلى وو بلکي کله چي تر هغه ځاى تېرېدى چابک تېر سو او اصحابانو ته يې هم دچابک تېرېدو امر وکړى ، په داسي حالت کي تېر سو چي الله جل جلاله  ته يې ژړل ، ددې څخه بېرېدى چي داسي نه چي پردې ځاى باندي پر موږ باندي هم عذاب راسي.
 

دثموديانو دنېټې دقيق وخت معلوم نه دئ خو دومره معلومه ده چي دوى تر عاديانو وروسته ژوند کړى دئ لکه مخکي چي دايت کريمه څخه معلومه سوه او دا هم يقيني خبره ده چي دوى تر موسي علیه السلام  وړاندي ژوند کړى دئ. پردې خبره باندي هيڅ ثبوت نسته چي دوى دفرعون داولادې څخه دي ځکه لاندنى آيت په څرګند ډول ښيي چي دوى تر فرعونيانو مخکي وه لکه چي فرمايي :

وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ (30) مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ (31) (سورة غافر الايتان ٣٠ ، ٣١)
ژباړه : هغه چا ويل چي ايمان يې راوړى وو : اې زما قومه ! زه پر تاسو باندي بېرېږم چي تاسو ته به داسي عذاب ورسيږي لکه پخوانيو امتونو چي ته رسېدلي دي لکه دنوح علیه السلام  قوم ، دعاديانو قوم او دثموديانو قوم او هغه کسان چي تردوى وروسته دي او الله جل جلاله  پر خپلو بندګانو باندي ظلم کونکى نه دئ.

کوم مستشرقين چي پردې نظر دي چي ثموديان يهوديان وه شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي پوره رد باندي کړى دئ که دچا زړه وي چي پوره معلومات يې وکړي نو دشيخ نجار کتاب قصص الانبياء ته دي مراجعه وکړي.(قصص الانبياءدشيخ نجار تاليف ص : ٥٩) 

د ثمود قوم عبادت

دثموديانو قوم په بت پرستۍ اخته ووپه حقيقي الله جل جلاله  سره يې کفر کاوه له همدې امله الله جل جلاله  دوى ته صالح علیه السلام  په پيغمبرۍ سره ولېږي . صالح علیه السلام  دوى ته دهغه نعمتونو يادونه وکړه چي الله جل جلاله  دوى ته ورکړي وه ، دوى يې دکاميابۍ ، نېکمرغۍ او سعادت لوري ته وبلل ،دوى ته يې وويل : تاسو په مځکه کي دعاديانو ځاى ناستي ياست . صالح علیه السلام  دوى ته دتقوي امر وکړى او دبت پرستۍ څخه يې منعه کړه دوى بيا هم په ګمراهۍ کي اخته پاته سوه او خپل کفر ته يې دوام ورکړ، ثموديانو زيات مالونه ، باغونه او چينې په خپل واک کي درلودې . الله جل جلاله  ددوى دنعمتونو په اړه چي ورکړي يې وه فرمايي:
أَتُتْرَكُونَ فِيمَا هَا هُنَا آمِنِينَ (146) فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (147) وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ (148) وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ (149) (سورة شعراء الايات ١٤٦ الي ١٤٩)
ژباړه : ايا تاسو به په امن په دې ځاى کي پاته سى په باغو او چينو کي ، په کښتو او خرماوو کي چي شکوفې نازکي دي او تاسو په غرونو کي کورنو جوړوى ښکاره . 

د صالح علیه السلام  ددعوت په نتيجه کي ډېرو کمو کسانو ايمان راوړى نور ټول پر کفر پاته سوه ، دده رسالت يې نه ومانه ، خپل کفر او ګمراهۍ ته يې دوام ورکړ. بيا يې دصالح علیه السلام  څخه وغوښتل چي ته يوه معجزه ښکاره کړه چي ستا دپيغمبرۍ ثبوت موږ ته وسي . صالح علیه السلام  ددوى دغوښتني دپوره کولو په موخه دالله جل جلاله  په قدرت سره دوى ته په خپله معجزه سره يوه اوښه پيدا کړه . دغه اوښه يوه لويه معجزه وه چي دصالح علیه السلام  پر رښتينولۍ باندي يې دلالت کاوه ځکه دغه اوښه ديوې لوى او کلکي ډبري څخه راووتل دوى په  خپلو سترګو وليدل چي څنګه هغه ډبره دوه ځايه سوه او اوښه ځني راووتل او هغه اوښه هم دلسو مياشتو حامله وه.

ولي د صالح علیه السلام  او ښه معجزه وه؟

دغه اوښه دډېر عجيبو ځانګړتياوو لرونکې وه چي په ښکاره دصالح علیه السلام  په صدق باندي دلالت کوي او پردې دلالت کوي چي دغه اوښه دالهي قدرت دنښو څخه ده . ددغه ځانګړتياوو ځيني په لاندي ډول دي:
 
1. دغه اوښه ديوې وچي او کلکي ډبري څخه راووتل څنګه کېداى چي ديوې وچي ډبري څخه دي يو ژوندى حيوان راووزي؟
2. دغه اوښي دټول قوم اوبه څيښلي لکه چي الله جل جلاله  يې په قرآنکريم کي يادونه کړې ده. (لها شرب ولکم شرب يوم معلوم. سورة شعراء الاية ١٥٥)په دې ډول چي ثموديانو داوښي سره اوبه وېشلي وې يوه ورځ ټول اوبه داوښي وې بله ورځ او به دټول قوم وې ، داڅنګه کېداى سي چي يوه اوښه دي دپوره قوم اوبه په يوازي سر څيښي؟ 
3. دغه اوښي چي په کومه اندازه اوبه څيښلي په هغه اندازه يې شيدې هم کولې دا هم ډېر عجيبه کار دئ
امام رازي رحمة الله عليه  ليکي : په قرآنکريم کي په دې خبره باندي څرګندونه سوې ده چي دغه اوښه دالهي قدرت نښه ده او الهي معجزه ده مګر دثبوت لپاره يې دلائل او وجوهاتي نه دي ذکر سوي.
الله جل جلاله  فرمايي :
هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (73) (سورة اعراف الاية ٧٣) 
ژباړه : دا اوښه ده چي الله جل جلاله  پيدا کړې ده ستاسو لپاره نښانه ده نو تاسو يې پرېږدى چي دالله جل جلاله  په مځکه کي خوراک وکړي تاسو کوم تکليف او  ضرر مه ورسوى که مو دا کار وکړى سخت دردونکى عذاب به تاسو ته راسي. 

دغه معجزه د صالح علیه السلام  پر صدق باندي څرګند ثبوت دئ ځکه دغه معجزه دده قوم په خپله  خوښه غوښتې وه او صالح علیه السلام  ته يې ويلي وه چي که تا ددغه ډبري څخه يوه حامله اوښه را وايستل موږ ټول  پرتاباندي ايمان راوړواو ستا اطاعت کوو.( البداية والنهاية ج : ١ ص : ١٣٦)  

ابن کثير ليکي : يوه ورځ ثموديانو په  انجمن کي يوه جلسه دائره کړې وه چي صالح علیه السلام  ورغلى دوى ته يې دعوت پيل کړى ، نصيحت يې ورته وکړى ، دالله جل جلاله   دعذاب څخه يې وبېرول. دوى صالح علیه السلام  ته وويل : چي که تا ددغه فلانۍ ډبري څخه اوښه راوايستل چي حمل داره وه او داسي او داسي ځانګړتياوي يې درلودي موږ ټول پرتاباندي ايمان راوړو او ستا تصديق کوو . صالح علیه السلام  ددوى څخه پر دغه خبره باندي ټينګه وعده واخيستل چي بيا به نه پښېمانه کيږئ ، کله چي يې ددوى څخه ټينګه وعده واخيسته نو خپل لمونځ يې وکړى بيا يې دعا وکړه ، دالله جل جلاله  څخه يې وغوښتل چي ددوى غوښتني ته مثبت جواب ووايي . الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه کومه ډبره چي دوى ښودلې وه دهغه ډبره دوه ځايه سوه اوښه ځني راووته ، حمل داره وه او هغه ټولي نښانې او ځانګړتياوي يې درلودې کومي چي دوى په اوښه کي غوښتي وې . کله چي خلګو دا هولناک حالت وليدى چي دډبري څخه اوښه راووتل ، او دغه قاطع او څرګند دليل يې وليدى نو يو شمېر خلګو ايمان راوړى خو زيات يې پر کفر او ګمراهۍ باندي پاته سوه. الله جل جلاله  فرمايي :

وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا.....( سورة اسراء الاية ٥٩)
ژباړه : موږ ثموديانو ته  په اوښي سره راتلل وکړه چي ددوى لپاره معجزه سي نو دوى په دې معجزه سره کافران سوه.( البداية والنهاية ص : ١٣٧)

د ثموديانو هلاکت

صالح علیه السلام  خپل قوم ته خبر ورکړى چي دې اوښي ته تاوان مه رسوئ او دوى ته  يې اخطار ورکړى چي که تاسو دغه اوښه ووژل الهي عذاب به پر تاسو باندي راسي.
په دې اړه الله جل جلاله  فرمايي :
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (73) (سورة اعراف الاية ٧٣) 
ژباړه :  تاسو کوم تکليف او  ضرر دغه اوښي ته مه رسوى که مو دا کار وکړى سخت دردونکى عذاب به تاسو ته راسي.

بدبختانه هغه انسانان چي سرکښه او نافرمانه وه نه يې نصيحت اورېدئ او نه يې وعظ قبلاوى ، يوازي دسرکښۍ او نافرمانۍ سره يې مينه درلوده دغه ميني ددوى سترګي ړندي کړي وي او غوږونه يې ورکاڼه کړي وه چي حق په واوري او يا يې وويني ، يوازي يې خپلي سرکښۍ ته دوام ورکاوه ، حق ته يې هيڅ پاملرنه نه کول . له همدې امله دوى دخپلي ګمراهۍ په لړليک کي داوښي دپښو او لاسو په پريکولو اقدام وکړ، الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي:
 فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ (77) (سورة اعراف الاية ٧٧)
ژباړه : دوى اوښه ووژل ، دخپل رب دامر څخه يې سرغړونه وکړه او وې ويل : اې صالحه ! موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تازموږ سره وعده کړى وو که ته رښتيا درسولانو څخه يې.

همدا ډول الله جل جلاله  ددوى قصه په سورة شمس کي داسي بيان کړې ده : 
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا (11) إِذِ انْبَعَثَ أَشْقَاهَا (12) فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا (13) فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا (14) وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا (15) (سورة شمس الايات ١١ الي ١٥)
ژباړه : درواغ وګڼل ثموديانو دخپلي سرکښۍ په سبب کله چي راپورته سوو زيات بدبخته ددوى څخه ، نو دوى ته دالله جل جلاله  رسول وويل : هغه اوښه پرېږدئ چي الله جل جلاله  پيدا کړې ده او داوبو څيښلو ځاى ته يې تجاوز مه کوئ ، دوى پيغمبر درواغجن وباله ، اوښه يې ووژل ، پردوى باندي عذاب راوستى رب ددوى په سبب دګناهونو ددوى  نو هوار يې په عذاب سره کړه او الله جل جلاله  ددوى دعاقبت څخه نه بېريږي. 

لومړى بدبخته کس چي پردې اوښه يې حمله وکړه يو ملعون کس چي د (قدارين سالف) په نوم يادېده نوموړى کس لومړى په اوښ باندي حمله وکړه لاسونه اوپښې يې ورپرې کړې اوښه پرمځکه ولوېده ورپسي نورو بدبختانو پر راوځغستل پر اوښه يې حملې پيل کړې آن تردې چي اوښه يې ووژل . کومو کسانو چي داوښي په وژلو کي ونډه اخيستې وه نهه کسان وه لکه چي الله جل جلاله  يې بيان کړى دئ او فرمايي:
وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (48) (سورة نمل لاية ٤٨)
ژباړه : په ښار کي نهه کسان وه چي فساد يې په مځکه کي کاوه او اصلاح يې نه کول.
 

کله چي دغه کسانو اوښه ووژل دستي يې دصالح علیه السلام  دوژلو اراده وکړه په ځانګړي ډول چي صالح علیه السلام  دوى ته داوښي تروژلو وروسته خبر ورکړى چي تاسوته به درې ورځي وروسته   دستي  عذاب راځي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ذَلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ (65) (سورة هود الاية ٦٥)
ژباړه : دوى اوښه ووژل نو صالح علیه السلام  دوى ته وويل : تاسو په خپلو کورونو کي درې ورځي نفعه واخلى تردغو درو ورځو وروسته به تاسو ته عذاب راځي ، دا يوه داسي وعده چي درواغجنه نه ده.

دوى دصالح علیه السلام  په اخطاريه الفاظو هيڅ پروا ونه کړه په صالح علیه السلام  پسي چي راروان سوه پر لاري الله جل جلاله  پردوى باندي ډبري  واورولې دوى تر خپل قوم وړاندي هلاک سوه.
ابن کثير ليکي:( البداية والنهاية ج : ١ ، ص : ١٣٦) کله چي دوى ته دعذاب وعده ورکړل سوه په لومړۍ ورځ ددوى ټولو مخان ژړ وه په دوهمه ورځ ددوى مخان سره وه په دريم ورځ ددوى ټولو مخان تک  تور وه درې ورځي چي پوره سوې نو دلمر لوېدلو سره سم پردوى باندي يوه چيغه وخته او يوه سخته زلزله پر راغله ددوى ټولو ارواحان دبدنو څخه جلا سوه ټول هلاک او ووژل سوه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا (14) وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا (15) (سورة شمس الايات ۱۴، ١٥)                              ژباړه : پردوى باندي عذاب راوستى رب ددوى په سبب دګناهونو ددوى نو  هوار يې په عذاب سره کړه او الله جل جلاله  ددوى دعاقبت څخه نه بېرېږي.

الله جل جلاله  پردوى باندي ډول ، ډول عذابونه راوستل يعني داچي پردوى باندي درې عذابه راغلل يوه ټکه پردوى باندي راغلل چي دوى يې ټول له منځه يووړل ، دوهم داچي چيغه پر وختل ، دريم داچي پردوى باندي زلزله راغلل. الله جل جلاله  دغه درې واړه عذابونه بيان کړي دي:

1. الله جل جلاله  فرمايي: 
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (17)  (سورة فصلت الاية ١٧)
ژباړه : هر چي ثموديان وه موږ حق لاره ورته وښودل نو دوى ړوندوالى يعني کفر پر هدايت باندي اختيار کړى ، نو پردوى باندي ټکه ، سپکونکى عذاب راغلى دهغه  عملونو په سبب چي دوى يې کسب کاوه.

2. الله جل جلاله  فرمايي :  
    إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ (31) (سورة قمر الاية ٣١)
ژباړه : بېشکه موږ پردوى باندي راواستول يوه چيغه نو دوى سوه لکه پسپل واښه چي دحيوانانو په مخ کي پراته وي .

3. الله جل جلاله  فرمايي :
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ (77) (سورة اعراف الاية ٧٧)
ژباړه : دوى اوښه ووژل ، دخپل رب دامر څخه يې سرغړونه وکړه او وې ويل : اې صالحه ! موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تازموږ سره وعده کړى وو که ته رښتيا درسولانو څخه يې. نو  دوى ونيول زلزلې نو دوى وګرځېدل پوړي مخي. 

الله جل جلاله  دصالح علیه السلام  قوم دخپلو جنايتونو په سبب په هلاکت ورسوئ . صالح علیه السلام  او دده پيروان  الله جل جلاله  ددغه عذاب څخه وساتل لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِنْ لَا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ (79)  (سورة اعراف الاية ٧٩)
ژباړه : صالح علیه السلام  ددوى څخه اعراض وکړى او ورته وې ويل : اې زما قومه! ماتاسو ته الهي رسالت ورساوه او نصحيت مي درته وکړى مګر تاسو نصحيت کونکي نه خوښوى. 

کوم کسان چي مؤمنان وه او الله جل جلاله  دصالح علیه السلام  سره نجات ورکړى ١٢٠ کسان وه . او هغه کسان چي الله جل جلاله  هلاک کړه دابن کثير رحمة الله عليه  دوينا له مخي ٥٠٠٠ کورنه وه.
کله چي دصالح علیه السلام  قوم هلاک سو  ده خپل پاته ژوند په رملة سيمه کي چي په فلسطين کي موقعيت لري تېر کړى او په همدغه ځاى کي وفات سو.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 
 

سرته