څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: June 30, 2013
       
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک
ترټولو انبياؤ اورسولانو علیهم السلام  وروستى پيغمبر

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر ټولو انبياؤ او رسولانو وروستى پيغمبر دئ . الله جل جلاله  دده مبارک په ذريعه سره دنبوت او رسالت سلسله پاى ته ورسول لکه چي دقرآنکريم په نزول سره داسماني کتابونو نزول پاى ته ورسېدئ . حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ګويا دمشکو مهر دئ ځکه دزمانې په اعتبار سره رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو انبياؤ وروستى نبي دئ او دمرتبې له مخي تر ټولو انبياؤ وړاندي دئ. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دآدم علیه السلام  داولادونو سردار دئ . ده صلی الله علیه وسلم لره په دنيا او اخرت کي فخر دئ.
 
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا .سورة الاحزاب الاية ( ٤٠ )  
ژباړه : ندئ محمد صلی الله علیه وسلم  پلار دنارينوو څخه ستاسو مګر دالله جل جلاله  رسول دئ اوآخر دپيغمبرانودئ اوالله جل جلاله  پرهر شى باندي ښه عالم دئ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
الله جل جلاله  مخلوقات يعني پېرانان او انسانان پيدا کړي دي زه يې په بهترين مخلوق انسانانو کي پيدا کړم . الله جل جلاله  انسانان قومونه ، قومونه ګرځولي دي زه يې په بهترين قوم قريشو کي پيدا کړم او الله جل جلاله  قريش پر بېلو ،بېلو خاندانونو باندي ووېشى زه يې په بهترين خاندان بني هاشم کي پيدا کړم.زه دقوم ، ټبر ، ذات اوحسب له پلوه بهترين ستاسو يم.

په بل ځاى کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
دقيامت په ورځ به زه دآدم علیه السلام  داولادې سردار يم  مالره دي فخر نه وي ، دقيامت په ورځ باندي دحمد دبيرغ وړونکى زه يم مالره دي فخر نه وي، دقيامت په ورځ باندي به هيڅ پيغمبر نه وي ، آدم علیه السلام  وي او که بل پيغمبر وي مګر زما تربيرغ لاندي به وي مالره دي فخر نه وي، زه لومړى هغه څوک يم چي مځکه راباندي خلاصيږي مالره دي فخر نه وي.(رواه ترمذي)
 

 

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم شريف نسب


رسول الله صلی الله علیه وسلم   دحضرت ابراهيم علیه السلام   له اولادې څخه دئ دحضرت ابراهيم علیه السلام   په اولادونو کي بيا دحضرت اسماعيل علیه السلام   په اولادونو کي راځي ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم   دنسب شجره په لاندي ډول ده :

محمد صلی الله علیه وسلم   دعبدالله زوى دئ .
عبدالله دعبدالمطلب زوى دئ .دعبدالمطلب اصلي نوم شيبة دئ .
شيبة دهاشم زوى دئ . دهاشم اصلي نوم عمرو دئ .
هاشم دعبدمناف زوئ دئ . دعبدمناف اصلي نوم مغيرة دئ .
عبدمناف دقصى زوى دئ . دقصي اصلي نوم زيد دئ چي يو ځل يې مکه هم جوړه کړې ده .
قصى دکلاب زوى دئ .
کلاب دمرة زوى دئ .
مرة دکعب زوى دئ .
کعب دلؤى زوى دئ .
لؤى دغالب زوى دئ .
غالب دفهر زوى دئ .
فهر دمالک زوى دئ .
مالک دالنضر کنانة زوى دئ .
النضر کنانة دخزيمة زوى دئ .
خزيمة دمدرکة زوى دئ دمدرکة اصلي نوم عامر دئ .
مدرکة دالياس زوئ دئ .
الياس دمضر زوى دئ .
مضر دنزار زوئ دئ .
نزار دمعد زوى دئ .
معد دعدنان زوى دئ .
عدنان د اُد زوى دئ چي اُدَدُ هم ورته ويل کيږي .
اُد دمقوم زوى دئ .
مقوم دناحور زوى دئ .
ناحور دتيرح زوى دئ .
تيرح ديعرب زوى دئ .
يعرب ديشجب زوى دئ .
يشجب دنابت زوى دئ .
نابت داسماعيل علیه السلام   زوى دئ .
اسماعيل علیه السلام   دابراهيم خليل الله علیه السلام   زوى دئ .
ابراهيم علیه السلام   دآزر زوى دئ . دابراهيم علیه السلام   دپلار په نامه کي دمفسرينو څخه اختلاف سته خو دغه نوم يې مشهور دئ .
آزر دناحور زوى دئ .
ناحور دساروغ زوى دئ .
ساروغ دراعو زوى دئ .
راعو دفالخ زوى دئ .
فالخ دعيبر زوى دئ .
عيبر دشالخ زوى دئ .
شالخ دارفخشذ زوى دئ .
ارفخشذ دنوح علیه السلام   زوى دئ .
نوح علیه السلام   دلمک زوى دئ .
لمک دمتوشلخ زوى دئ .
متوشلخ داخنوخ زوى دئ .اخنوخ دادريس علیه السلام   نوم دئ .
ادريس علیه السلام   ديرد زوى دئ .
يرد دمهليل زوى دئ .
مهليل دقينن زوى دئ .
قينن ديانش زوى دئ .
يانش دشيث علیه السلام   زوى دئ .
شيث علیه السلام   دآدم علیه السلام   زوى دئ چي دټول بشريت بابا دئ 
 
(قَالَ مُحَمّدُ بْنُ عَبْدِ اللّهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطّلِبِ ، وَاسْمُ عَبْدِ الْمُطّلِبِ : شَيْبَةُ بْنُ هَاشِمٍ وَاسْمُ هَاشِمٍ عَمْرُو بْنُ عَبْدِ مَنَافٍ وَاسْمُ عَبْدِ مَنَافٍ الْمُغِيرَةُ بْنُ قُصَيّ ، ( وَاسْمُ قُصَيّ : زَيْدُ ) بْنُ كِلَابِ بْنِ مُرّةَ بْنِ كَعْبِ بْنِ لُؤَيّ بْنِ غَالِبِ بْنِ فِهْرِ بْنِ مَالِكِ بْنِ النّضْرِ [ ص 2 ] كِنَانَةَ بْنِ خُزَيْمَةَ بْنِ مُدْرِكَةَ وَاسْمُ مُدْرِكَةَ عَامِرُ بْنُ إلْيَاسَ بْنِ مُضَرَ بْنِ نِزَارِ بْنِ مَعَدّ بْنِ عَدْنَانَ بْنِ ( أُدّ وَيُقَالُ ) : أُدَدُ بْنُ مُقَوّمِ بْنِ نَاحُورَ بْنِ تَيْرَح بْنِ يَعْرُبَ بْنِ يَشْجُبَ بْنِ نَابِتِ بْنِ إسْمَاعِيلَ بْنِ إبْرَاهِيمَ - خَلِيلِ الرّحْمَنِ - بْنِ تَارِحٍ وَهُوَ آزَرُ بْنُ نَاحُورَ بْنِ سَارُوغَ بْنِ رَاعُو بْنِ فَالَخ بْنِ عَيْبَرَ بْنِ شالَخ بْنِ أرْفَخْشَذ بْنِ سَامِ بْنِ نُوحِ بْنِ لَمْكَ بْنِ مَتّوشَلَخ بْنِ أخنوخ ، وَهُوَ إدْرِيسُ النّبِيّ [ ص 3 ] أَعْلَمُ وَكَانَ أَوّلَ بَنِي آدَمَ أُعْطَى النّبُوّةَ وَخَطّ بِالْقَلَمِ - ابْنِ يَرْدِ بْنِ مهْلَيِل بْنِ قَيْنَن بْنِ يانِشَ بْنِ شِيثِ بْنِ آدَمَ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ . سيرة ابن هشام ج : ١ ص : ١)

درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول نېکه ګان شريف او درانه خلګ تېر سوي دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم دشريفي اودرنې کورنۍ څخه دئ . الله جل جلاله  ټول پيغمبران دشريفو کورنيو څخه لېږدوي.
په يوه حديث کي راځي چي هرقل دروم پاچا دابوسفيان څخه وپوښتل چي محمد صلی الله علیه وسلم ستاسو په منځ کي دڅنګه کورنۍ څخه دئ ؟ ابوسفيان په جواب کي ورته وويل : محمد صلی الله علیه وسلم زموږ په منځ کي ديوې درنې اوشريفي کورنۍ څخه دئ . هرقل وويل : الله جل جلاله  ټول انبياء دشريفي او عزتمني کورنۍ څخه لېږدوي چي دنسب له پلوه بهترين نسب وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلتيا او پاکۍ سره دنيا ته راغلى دئ دده څخه هيڅ داسي کار نه دئ ترسره سوى چي دجاهليت په وختونو کي دي کافرانو کاوه او هغه دي ناوړه عمل وي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ديوې پاکي نکاح له امله چي داسلامي نکاح سره يې مشابهت درلودئ دنيا ته راغلى دئ . دزنا له اثره دنيا ته نه دئ راغلى . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى. په بل ځاى کي حضرت عايشة رضی الله عنها روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم داسماعيل علیه السلام  دنسله څخه دئ داسحاق  علیه السلام  دنسله څخه نه دئ . دبني اسرائيلو ټول انبياء داسحاق علیه السلام  داولادې څخه دي چي دابراهيم علیه السلام  زوى دئ. 
په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  په اولادونو کي اسماعيل علیه السلام  مختار کړى ، داسماعيل علیه السلام  په اولادو کي يې بني کنانة مختار کړه ، او په بني کنانة کي يې قريش مختار کړه ، په قريشو کي يې بني هاشم مختار کړه او په بني هاشمو کي يې زه مختار ه کړم. په ځينو روايتو کي راغلي دي : فانا خيار من خيار من خيار ......

 

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم زېږد


رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال پر ١٢ دلومړۍ خور ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ . دغه نېټه دميلادي سنې ٥٧٠ م سره سمون خوري. ابن کثير وايي : 

په دې کي هيڅ اختلاف نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ زېږېدلى دئ.

ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ ، ددوشنبې په ورځ الله جل جلاله  پيغمبر کړى دئ ، ددوشنبې په ورځ يې دمکې مکرمې څخه مدينې منورې ته  هجرت کړى او ددوشنبې په ورځ يې ددنيا څخه رحلت کړى دئ. (رواه احمد)

داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال باندي پر دنيا سترګي غوړولي دي په دې کي هيڅ اختلاف نسته البته دورځي او مياشتي په اړه يې اختلاف سته جمهور علماء په دې آند دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دنيا ته راغلى دئ . ابن اسحاق په خپل سيرت کي هم په دغه خبره دتصريح کړې ده . ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دفيل په کال دنيا ته تشريف راوړى دئ ، په همدې ورځ يې هجرت کړى دئ او په همدې ورځ ددنيا څخه کوچېدلى دئ. په البداية والنهاية کي راغلي دي چي پورتنى نظر دمشهورو علماؤ دئ.
درسول الله صلی الله علیه وسلم پلار عبدالله دعبدالمطلب زوى وو نسب يې مخکي ذکر سو درسول  الله صلی الله علیه وسلم  مور بي بي آمنة دوهب لور وه وهب دعبدمناف زوى دئ ، عبدمناف دزهرة زوى دئ ، زهرة دکلاب زوى دئ ، کلاب درسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځم نېکه دئ يا په بل عبارت درسول الله صلی الله علیه وسلم  نېکه عبدالمطلب دهاشم زوى دئ او هاشم دعبدمناف زوى ، عبدمناف دقصى زوى دئ اوقصى دکلاب زوى دئ . په دې ترتيب درسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځم نېکه او دمور څلورم نېکه سره يو دي . دده مبارک مور هم داسماعيل علیه السلام  داولادې څخه ده ځکه دده او دده دمور دنسب سلسله سره يوکيږي. اسماعيل علیه السلام  لکه مخکي چي يې قصه ذکر سوه ابراهيم علیه السلام  يې دذبحه کېدو اراده کړې وه ځکه الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  ته په خوب کي امر کړى وو چي اسماعيل علیه السلام  قرباني کړي نو په دې لحاظ اسماعيل علیه السلام  ته لومړى ذبيح ويل کيږي ، همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب هم اراده کړې وه چي درسول الله صلی الله علیه وسلم پلار عبدالله ذبحه کړي چي تفصيل يې په لاندي ډول دئ:

 
 

دعبدالله د ذبح قصه


ابن اسحاق روايت کوي : کله چي عبدالمطلب دزم زم څاه کندئ نو دقريشو ديولړ مخالفتونو سره مخ سو نو ده  پر ځان نذر ايښي وو چي که ده ته الله جل جلاله  لس زامن ورکړه او ټول لوى او بالغ سوه دى به  يو زوى په مکة کي دالله جل جلاله  درضا لپاره حلالوي (ذبح کوي) همدا سي وسوه الله جل جلاله  ده ته لس زامن ورکړه ، ټول ځوانان او بالغانو سوه چي نومونه يې دادي : حارث ، زبير ، ابوطالب چي اصلي نوم يې عبدمناف وو ، عبدالله ، حمزة رضی الله عنه   ، ابولهب چي اصلي نوم يې عبدالعزى وو ، ضرار ، مقوم ، حجلا او عباس رضی الله عنه   .عبدالمطلب ددغه نذر دپوره والى لپاره دخپلو زامنو سره  مشوره وکړه او زامن يې وهڅول چي ددې نذر دپوره والي لپاره ځان وسپاري. زامنو يې غاړه کښېښوده او وې ويل : چي قره کشي وکړه دهر ورور نوم چي وختى هم هغه کس ذبحه کړه . عبدالمطلب ورسره خوښه کړه کله چي يې قره کشي وکړه د عبدالله نوم وخاتى عبدالمطلب هم دپرېکړي سره سم چاړه را واخيسته عبدالله يې دځان سره روان کړئ تر څو په مکة کي يې حلال کړي کله چي مکې ته ورسېدئ ځينو خلګو پکښي لانجې واچولې تر داسي بريده چي عبدالطلب له دوى څخه وپوښتل چي زه دخپل نذر پوره نو څنګه وکړم ؟ هغوئ ديولړ مشورو وروسته عبدالمطلب په دې موافق کړئ چي دعبدالله او لس اوښانو ترمنځ دي قرعه واچوي که دلس اوښانو نوم راووتئ لس اوښان دي دده پر ځاى حلال کړل سي او که دعبدالله نوم راووتئ بيا دي لس اوښان پر زيات سي يعني ددوهم ځل لپاره دي دعبدالله اوشلو اوښانو ترمنځ قرعه واچول سي په ورته ډول کړنه دي وسي يعني په هرځل که دعبدالله نوم راووتئ لس اوښان دي پر زياتيږي بيا دده نوم ورسره ولويږي تر هغه بريده چي داوښانو نوم دحلالېدو لپاره را وزي . عبدالمطلب همداسي وکړه دلومړى ځل لپاره چي يې دعبدالله اولسو اوښانو قرعه واچول دعبدالله نوم راووتئ بيا يې لس اوښان ورزيات کړه دشلو اوښانو او عبدالله په نامه يې قرعه واچول بيا دعبدالله نوم راوختئ لنډه داچي عبدالمطلب داغه لړۍ روانه وساتل آن تردې چي خبره سلو اوښانو ته ورسېده دسلو اوښانو سره چي يې دعبدالله نوم په قرعه کي واچوئ داوښانو نوم را وختئ او عبدالمطلب سل اوښان حلال کړه او په هغه ځاى کي يې پرېښوده  ټولو ته اجازه وه چي خوراک ځني وکړي نه کوم حيوان ته منعه ځني وه او نه انسان ته .په همدې ترتيب عبدالله له حلالېدو څخه خلاص سو او دعبدالمطلب نذر داوښانو په حلالېدو سره پوره سو. له همدې امله عبدالله په ذبيح سره مشهور وو.( فَخَرَجُوا حَتّى قَدِمُوا مَكّةَ ، فَلَمّا أَجَمَعُوا عَلَى ذَلِكَ مِنْ الْأَمْرِ قَامَ عَبْدُ الْمُطّلِبِ يَدْعُو اللّهَ ثُمّ قَرّبُوا عَبْدَ اللّهِ وَعَشْرًا مِنْ الْإِبِلِ ..... وَعَبْدُ الْمُطّلِبِ قَائِمٌ يَدْعُو اللّهَ فَضَرَبُوا ، فَخَرَجَ الْقِدْحُ عَلَى الْإِبِلِ فَنُحِرَتْ ثُمّ تُرِكَتْ لَا يُصَدّ عَنْهَا إنْسَانٌ وَلَا يُمْنَعُ . قَالَ ابْنُ هِشَامٍ : وَيُقَالُ إنْسَانٌ وَلَا سَبُعٌ . ابن هشام – السيرة ١ ١٥٤ .)

همدا وجه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ابن ذبيحتين ويل کيږي يعني ددوو وذبيحينو زوى چي يو اسماعيل علیه السلام  وو او بل دده خپل پلار عبدالله وو.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم نومونه


زموږ سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چي کنيه نوم يې ابوالقاسم او ابوابراهيم وو زيات شمېر نومونه لري چي ځيني يې دادي : محمد ، احمد   ، حامي يعني هغه کس چي دده په سيله الله جل جلاله  خلګ دکفره څخه ساتي ، حاشر يعني هغه کس چي الله جل جلاله  دده پر قدم باندي خلګ راپاڅوي ، عاقب يعني هغه څوک چي ترده وروسته بل پيغمبر نه راځي ، مقفي ، نبي رحمة ، نبي توبة ، نبي ملحمة ، فاتح ، طه ، يسين او داسي نور.

تورات او انجيل درسول الله صلی الله علیه وسلم دراتګ زېرى ورکړى دئ او په دغه کتابونو کي دى مبارک ذکر سوى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
 
الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (سورة آل عمران الاية ١٥٧)
ژباړه : هغه کسان چي تابعداري درسول کوي چي نبي او امي دئ . هغه کسان چي په نزد خپل دغه رسول په تورات او انجيل کي ليکلى پيدا کوي ، دوى په نېکۍ سره امر کوي او دناوړه کارونو څخه يې منعه کوي ، دوى ته پاک شيان حلالوي او خبيث شيان ورته حراموي. 

په انجيل کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داحمد په نوم ذکر سوى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَإِذْ قَالَ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ  (سورة صف آلآية ( ٦ ))
ژباړه : (اې محمد  صلی الله علیه وسلم  ! هغه وخت يادکړه) کله چي عيسى علیه السلام  دمريمي زوي وويل : اې داسرائيل زامنو !  زه تاسو ته دالله جل جلاله   رسول يم ( په داسي حال کښي ) چي ( دهغه کتاب ) تائيد کوونکى يم چي زما په وړاندي دي چي هغه تورات دئ اوزېري درکونکى يم په يورسول باندي چي زما وروسته به راسي اونوم به يې احمد وي .  

مګر نصرانيانو درسول الله صلی الله علیه وسلم ټولي علامي ، نښانې او صفتونه له منځه يو وړل . دحسد اوبغض له امله چي دوى درسول الله صلی الله علیه وسلم سره درلودى درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول صفتونه چي په انجيل کي ليکل سوي وه له منځه يو وړل او وې ويل : عيسى علیه السلام  چي دکوم پيغمبر زېرى ورکړى دئ هغه بل پيغمبر دئ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه دئ. درسول الله صلی الله علیه وسلم کوم صفتونه چي په برنابا انجيل کي ذکر سوي دي هغه يې درواغ وګڼل آن تردې چي بيخي ددغه انجيل څخه منکر سوه څو درسول الله صلی الله علیه وسلم دنبوت شائع کېدل رانسي.

قاضي عياض په خپل کتاب شفاء کي ليکي : داحمد نوم چي په قرآن کي ذکر سوى دئ او الله جل جلاله  يې ټولو انبياؤ ته زېرى ورکړى دئ . الله جل جلاله  دغه نوم منعه کړى وو يعني درسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت وړاندي هيڅ کس په دغه نامه نه دى نومول سوى ددې لپاره چي دکمزوري عقيدې څښتنان درسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت کي شک ونه کړي . همدا ډول دده مبارک تر وجود او ميلاد وړاندي هم هيڅ کس په دغه نامه نه پېژندل کېده کله چي الله جل جلاله  دغه خبر را واستوى خلګو پر خپلو زامنو داحمد نوم ايښودئ په دې هيله چي ګوندي هغه پيغمبر چي الله جل جلاله  فرمايلى دئ هغه زما زوى سي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (129)  (سورة بقرة الاية ١٢٩)
 
ژباړه : اې زموږ ربه! په دوى کي يو رسول ولېږې چي پر دوى باندي ستا اياتونه لولي ، دوى ته کتاب او علم ښيي ، ددوى پاکي وکړي ، بېشکه ته زيات غالب او زيات دحکمت څښتن يې.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم دابراهيم ددعا اثر او نتيجه وه له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه دابراهيم علیه السلام  دعا او دعيسى علیه السلام  دبشارت نتيجه يم.  زما مور په خوب ليدلي وه چي ددې څخه يو نور راووزي چي په پايله کي يې دشام ماڼۍ معلومي سي. (رواه احمد) 

په تورات کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم صفت

امام احمد دعطا بن يسار څخه روايت کوي چي فرمايل يې : ما دعبدالله بن عمرو بن العاص سره ملاقات وکړ او ورته و مي ويل : کوم صفات چي درسول الله صلی الله علیه وسلم په تورات کي راغلي دي ماته يې بيان کړه ، ده په جواب کي راته وويل : په الله جل جلاله  قسم کوم چي په تورات کي رسول الله صلی الله علیه وسلم په همغه صفاتو ياد سوى دئ کوم چي په قرآنکريم کي ذکر سوي دي : 

ياايها النبي انا ارسلناک شاهدا ومبشرا ونذيرا ، وحزرا للامين ، انت عبدي ورسولي ، سميتک المتوکل ليس بفظ ولا غليظ ولا صخاب في الاسواق ولايدفع بالسيئة السيئة ولکن يعفو ويغفر ولن يقبض الله حتي يقيموا الملةالعوجاء بان يقولوا لااله الاالله يفتح الله بها اعينا عميا واذنا صما وقلوبا غلفا.
ژباړه : اې نبي ! موږ ته لېږلى يې شاهد ، زېرى ورکونکى او دالله جل جلاله  دعذاب څخه وېرونکى ، دامينانو ساتونکى ، ته زما بنده او زما رسول يې ، ته مي توکل کونکى نومولى يې. دى بدپوزه او بدخويه نه دئ او نه په بازارو کي نارې وهونکى دئ ، نه دبدو بدله په بدو ورکوي بلکي عفوه او مغفرت کوي ، هيڅکله به يې الله جل جلاله  تر هغه وخت پوري ونه وژني ترڅو خلګ يې لااله الاالله ته نه وي را اړولي . الله جل جلاله  دده په وسيله ړندې سترګي ، کاڼه غوږونه ، بند زړونه خلاصوي .

ابن اسحاق دحسان بن ثابت څخه روايت کوي چي ده مبارک فرمايلي دي:

زه ماشوم وم اوم کلن يا به اته کلن وم ، وينم يا يې اورم ، پوهېږم چي يوه ورځ په مدينه منوره کي ديوه يهودي سره مخامخ سوم چي نارې يې وهلي او ويل يې : اې يهودو! يهوديان دده په دغه نارو سره دده پر شاوخوا باندي راټول سوه ده ته يې وويل : څه پېښه ده چي داسي نارې وهې ؟ ده په جواب کي ورته وويل : په الله جل جلاله  سره قسم يادوم چي داحمد ستورى نن شپه راختلى دئ او په  همدې شپه زېږېدلى دئ.
 

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم داياني (شيدې ورکونکي)

درسول الله صلی الله علیه وسلم مور بي بي آمنة دوهب لور وه او داياني يې ثوبيه ، ام ايمن او خولة دمنذر لور وه . تر ټولو زياتي حليمې سعديې شيدې ورکړي دي. په هغه وخت کي دا دود وو چي دمکې خلګو به خپل ماشومان صحراوو ته استول ترڅو خپل دژبي فصاحت وساتي او په مکة کي دنوو راغلو خلګو دژبو تر اغېز لاندي رانسي او دصحراوو څخه به هم ښځي راتللې او ماشومان به يې په مزدوري بېول په دغه لړۍ کي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  هم په داسي ډول صحراء ته ولېږل سو چي حليمة سعدية دلس نورو ښځو سره دسعد قبيلې څخه راغلي وه په دغه کال وچ کلي وه نورو ښځو ماشومان په مزدورۍ پيدا کړه دځان سره يې بوتلل خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يتيم وو نورو ښځو يې وبېولو ته زړه نه ښه کاوه حليمې سعديې داسي ماشوم  پيدا نه کړ، چي په مزدوري يې بوزي او په صحراء کي يې پالنه وکړي نو تر فکر وهلو او دخپل خاوند الحارث بن عبدالعزي سره تر مشورې  وروسته يې پرېکړه وکړه چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دمزدورۍ پرته بوزي ددې پرځاى چي خالي غېږ ځي نو يو ماشوم بې مزدورۍ هم ورته غوره دئ دخاوند يې هم دغسي خوښه وه او خپلي ښځي ته يې وويل : چي خالي لاس ځې دغه يتيم ماشوم بوزه! شيدې ورکړه! الله جل جلاله   به ددغه ماشوم له وجهي موږ ته خير او برکت راکړي همدا وجه وه چي دا مبارکه عبدالمطلب ته ورغلل او دهغه څخه يې دمحمد صلی الله علیه وسلم غوښتنه وکړه دځان سره يې بوزي.  (البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٩ ١٤٠ ، ١٤٣ ) ، صحيح مسلم ( بشرح النووي ) ١٠ ٢٣ ، ٢٤ . ابن هشام – السيرة ١ ١٤٩ ، ١٥٣ ، ابن حبان – موارد الظمآن ص ٥١٢ ، ٥١٣ ، الطبراني – المعجم الکبير ٢٤ ٢١٢ ، ٢١٥ ، ابونعيم – دلائل النبوة ١ ١٩٣ ، ١٩٦ .)  

حليمه سعديه وايي ماچي کله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دځان سره راوخيستى تي مي دشيدو ډک وه ترهغه پوري زما تيو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته شيدې ورکولې څو چي مړېدى او دده ورور هم تر هغه وخت پوري شيدې ورودلې څو چي موړ سو يعني زما تي تر هغه وخت پوري وچ نه سوه څو چي دواړه ماشومان ماړه سوه زما خاوند دباندي وواتى داوښانو تي دشيدو ډک وه زياتي شيدې يې وکړې زما خاوند شيدې راوړلې خپله يې وڅيښلې ماته يې راکړې دومره شيدې وې چي موږ ټول په ماړه سو شپه په خير او عافيت سره تېره سوه سهار زما خاوند راته وويل : اې حليمې ! تا يو برکتانه شي دځان سره راوړى دئ ايا تا په تېره شپه کي برکت محسوس نه کړئ؟

تردې وروسته زه دباندي راووتم ددې لپاره چي دخپل کور پرلوري ولاړه سم ما خپل دسوارلۍ شي يعني خره ځين کړه پر سپره سوم هغه خره دومري چابکه تله چي زما نوري ملګري په ما پسي نه سواى راتلاى او هيڅوک تر مانسواى مخکي کېداى نورو ښځو ماته وويل : اې حليمې ! دا اوس هغه خره ده چي ته پر راغلې وې ما ورته وويل : په الله جل جلاله  قسم يادوم چي داهغه خره ده چي مخکي زه پر سپرېدم .ښځو راته وويل : په الله جل جلاله  قسم کوو چي ددې خرې حالت بدل سوى دئ.

حليمه وايي کله چي زه دسعد سيمي ته ورسېدم دغه سيمه خورا زياته وچه وه هيڅ واښه يې نه درلوده خو کله چي زه کور ته ورسېدم پسونه دڅرېدو لپاره دباندي تللي وه کله چي راغله ښه ماړه وه تي يې دشيدو ډک وه ماچي لوشل زياتي شيدې به يې کولې دنورو خلګو پسونه چي به راغلل وږي به وه په تيو کي به يې هيڅ شيدې نه وي . لنډه داچي پر موږ باندي دغسي په خير او برکت سره ژوند تېرېدى تر داسي اندازې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه کلن سو . رسول الله صلی الله علیه وسلم دنورو ماشومانو څخه توپير درلودى کله چي دى دوه کلن سو زيات قوي وو دغذا خوړلو توانايي يې درلوده.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سينې د څيرلو پېښه


يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلو رضاعي وروڼو سره پسونه څرول چي دوه کسان راغلل سپين کالي يې اغوستي وه رسول الله صلی الله علیه وسلم يې تر لاس ونيوئ سينه يې ورڅيري کړه . دده رضاعي وروڼه په ځاسته حليمې ته ورغلل او قصه يې ورته وکړه . حليمه وايي چي زه او زما خاوند په ډېره چابکۍ سره هغه ځاى ته راغلو محمد صلی الله علیه وسلم مو وليدئ په رنګ کي يې تغير راغلى وو زما خاوند ډېر ژر په غېږ کي ونيوئ او ورته وې ويل : زويه ! څه پېښه ده ؟ ده په جواب کي ورته وويل : دوه سپين کالي خلګ راغلل زه يې تر لاس ونيولم نس يې راڅيري کړى زما څخه يې يو شي وايستى ليري يې وغورځاوئ . بيا ما محمد صلی الله علیه وسلم دځان سره راروان کړى . خاوند مي راته وويل : که ستا خوښه وي دغه ماشوم به بېرته ژر خپلي کورنۍ ته ورولو داسي نه چي دلته ضائع سي او يا هلاک سي ما ورسره خوښه کړه دستي مو راروان کړى دخپلو قريبانو ولوري ته خپلي مورته مو وسپارى . مور يې راته وويل : ولي مو راوستى تاسو خو دده په ساتلو کي حريصان واست ؟ موږ ورته وويل : چي پرده باندي وبېرېدو چي هلاک نسي بيا مو دغه قصه ورته وکړه . مور يې راته وويل : تاسو دشيطان دضرر څخه بېريږى چي ده ته به تاوان ورسوي؟ يا، هيڅکله داسي نه ده په خداي دي مي قسم وي چي شيطان به هيڅ ونه توانيږي چي ده ته تاوان ورسوي. په الله جل جلاله  قسم کوم چي زما زوى داسي کيفيت لري. بيا يې وويل : زه دخپل زوى په اړه بله قصه  تاسو  ته بيان کړم ؟ موږ ورته وويل : هو ، بيان يې کړه ، درسول الله صلی الله علیه وسلم مور راته وويل : کله چي زما دى په نس وو ما هيڅ ددرد او  تکليف احساس نه کاوه ، يوه ورځ مي خوب وليدئ چي زما څخه يو نور وواتى چي دشام ماڼۍ يې روښانه کړې ، کله چى دى پيدا سو نو سر يې داسمان ولوري ته پورته کړى پر دواړو لاسو يې تکيه وکړه لکه خبري چي کوي . دده دغه حالت ماته ډېر عجيب وو ، بيا يې وويل ماته خپل زوى راپرېږدئ.

ابن کثير وايي : دغه حديث دنورو طريقو څخه هم روايت سوى دئ او دغه حديث داهل سيرو او مغازوو په آند دمشهورو حديثونو څخه دئ . درسول الله صلی الله علیه وسلم دسينې څيرلو پېښه دده مبارک په کوچني والي کي رامنځته سوې ده ، په دغه حالت کي دى درې کلنۍ ته رسېدلى وو او په دغه وخت کي ده مبارک دحليمې رضی الله عنها سره ژوند کاوه.

همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم دشق الصدر يعني  دسينې څيرلو پېښه يو  ځل بل هم سوې ده چي دى مبارک لا دمعراج په سفر نه وو تللى . دده سينه څيري سوې وه ، زړه يې را ايستل سوى وو ، دزم ، زم په اوبو پرېولل سوى ، دشيطان برخه ځني ليري سوې وه او زړه يې دعلم او حکمت څخه ډک سوى وو.
ابن اسحاق روايت کوي چي يوه ورځ ځيني اصحابو درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دده داحوالو په اړه پوښتنه وکړه چي ورته بيان يې کړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه دابراهيم علیه السلام  دعا او دعيسى علیه السلام  دبشارت نتيجه يم.  زما مور په خوب ليدلي وه چي ددې څخه يو نور راووزي چي په پايله کي يې دشام ماڼۍ معلومي سي، زه يوه ورځ دبني سعد په مځکه کي دپسو په منځ کي وم چي دوه تنه چي سپين کالي يې وه  راغلل يو طلائي تشت ورسره وو زه يې تر لاس و نيولم زما سينه يې راڅيري کړه زما زړه يې را وايستى ، پرې يې ولى بېرته يې سم کړئ ورپسې يوه ملګري هغه بل ته وويل : ته محمد صلی الله علیه وسلم دلسو تنو امتيانو سره وتله هغه ملګري زه دلسو تنو سره وتللم زه پر دروند سوم ، بيا يې ورته وويل : دسلو تنو امتيانو سره يې وتله ، زه يې بيا وتللم زه بيا دروند سوم ، بيا يې ورته وويل : دزرو تنو سره يې وتله ، بيا يې زه دزرو تنو سره وتللم بيا هم  دروند سوم ، بيا هغه ملګري ورته وويل : که ته دى دټول امت سره وتلې بيا به  هم  پر دروند سي. ابن کثيرددغه حديث سند قوي او جيد ښودلى دئ.

خلاصه داچي دسينې دڅېرلو پېښه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه ځله پېښه سوې ده يوځل په ماشتوب کي چي دى مبارک دحليمې سعديې رضی الله عنها سره اوسېدى او دوهم ځل اسرا په شپه باندي دغه پېښه ده مبارک ته پېښه سوې ده لکه دصحيحينو په حديث کي چي يې څرګندونه سوې ده.

ځيني کمزوري ايمان والا خلګ وايي : چي ددغه پېښي په اړه دالله جل جلاله  دلوري څخه هيڅ ثبوت نسته ، داڅنګه کېداى سي چي درسول الله صلی الله علیه وسلم سينه دي څيري سوې وي او بېرته دي جوړه سوې وي . حال داچي دالله جل جلاله  توانايي ته هيڅ کار ګران نه دئ او نه ناممکن دئ پردې سربېره اوس موږ وينو چي دډاکټر لخوا ديوه انسان سينه څيريږي دهغه دزړه عمليات کيږي ، زړه يې دباندي راباسي بېرته يې په خپل ځاى کي ايږدي اوسينه بېرته ګنډي ، داسي عملياتونه په دنيا کي په زياتو ښارونو کي ترسره کيږي نو که داسي کړنه الله جل جلاله  دخپل پيغمبر په اړه کړې وي نو دا څه عجيب کار دئ ؟ او يا ناممکن کار دئ؟ نه هيڅکله نه بلکي الله جل جلاله  پر هر څه باندي قادر دئ دا کار خو لاڅه کوې چي خلګ يې هره ورځ په سترګو ويني بلکي پر داسي کارونو باندي هم قادر دئ چي بيخي انساني عقل يې لا هم نه مني.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اولادونه


درسول الله صلی الله علیه وسلم اوه اولادونه سوي دي دابراهيم پرته چي دماريې رضی الله عنها څخه زېږېدلى دئ نور ټول دخديجې رضی الله عنها څخه زېږېدلي دي او نومه يې په لاندي ډول دي:

1. قاسم : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى ترټولو مشر وو دده نوم رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل کنيه نوم په توګه استعمال کړى دئ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى تر دوو کالو ژوند کولو وروسته وفات سوى دئ.
 
2. عبدالله : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دوهم نارينه اولاد دئ چي درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کي په ماشوموالي کي وفات سوى دئ.
 
3. زينب : دا درسول الله صلی الله علیه وسلم مشره لور ده چي ابوالعاص ته يې په نکاح ورکړې وه.
 
4. رقيه : رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لور عثمان  رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې وه.
 
5. ام کلثوم : درسول الله صلی الله علیه وسلم درقيې تروفات يو کال وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وعثمان رضی الله عنه ته په نکاح ورکړه.
 
6. فاطمة الزهراء : رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله دغه لوروعلي رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې وه چي ددې مبارکي څخه دنبوي اولادې سلسله پيل سوې ده . درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده مبارک تر نبوت وړاندي پيدا سوي دي پرته دفاطمې رضی الله عنها او ابراهيم څخه چي تر نبوت يو کال وروسته پيدا سوي دي.
 
7. ابراهيم : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى دماريې رضی الله عنها څخه پيدا سوى دئ البته کله چي خديجه رضی الله عنها وفات سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې سره نکاح کړې ده . درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده په ژوند کي وفات سوي دي يوازي فاطمة رضی الله عنها دده مبارک تر رحلت شپږ مياشتي وروسته وفات سوې ده.
 
 

رضي الله عنهم اجمعين

 
 

رسول الله صلی الله علیه وسلم دخديجې رضی الله عنها تر وفات وروسته دبيلو ، بيلو بي بي ګانو سره نکاحوي کړي دي البته درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه نکاحوي ديو شمېر حکمتونو پر بنسټ وي لکه اجتماعي ، تعليمي ، تشريعي ، سياسي او داسي نور. والله الموفق والهادي الي سواء السبيل.

 

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلي ژوند په څو کلمو کي:

درسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلي پرورښت ، ژوند ، دعوت او رسالت څو جلده لوي کتابونه غواړي خو دلته زه يوازي پر يو څو کلمو باندي بسنه کوم:
 
1. رسول الله صلی الله علیه وسلم ديتيم والى ، مسکنت په حال کي ستړى او دردمن پرورښت پيدا کړى دئ. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور په نس کي وو پر هغه مهال يې پلار عبدالله وفات سو او دى په ماشومتوب کي دپلار دعطوفت او مهربانۍ څخه بې برخو سو.
 
2. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور کلنۍ ته ورسېدى دده رضاعي مور حليمه سعدية رضی الله عنها په مکې کي دده مور آمنې ته ورغلل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه وخت کي دخپلي مور او نېکه تر نظارت لاندي وو. الله جل جلاله  دخپل حکمت او قدرت پربنسټ باندي چي دده صلی الله علیه وسلم په اړه يې درلودى دده صلی الله علیه وسلم ډېره ښه او غوره تربيه وکړه.
 
3. کله چي رسو ل الله صلی الله علیه وسلم شپږ کلنۍ ته ورسېدئ دده مبارک مور آمنة مدينې ته ددې لپاره ولاړه چي دده دماماګانو چي بني نجار قوم ووــ زيارت وکړي کله چي دهغې خوا مکې معظمې ته راتلل پر لاري په ابواء نومي ځاى کي وفات سوه په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور او پلار دواړو خواوو څخه يتيم سو.
 
4. رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور تروفات وروسته دخپل نېکه عبدالمطلب تر پالني لاندي وو دده نېکه دى مبارک زيات نازوى ، عزت يې کاوه او پوره پالنه يې کول رسول الله صلی الله علیه وسلم يې دخپل ځان سره پر هغه پرش باندي کښېناوه کوم چي دده لپاره دبيت الله تر سايه لاندي هوار وو.
 
دعبدالمطلب زامن پردغه پرش باندي دخپل پلار دعزت په موخه نه کښېناستل . رسول الله صلی الله علیه وسلم چي ماشوم وو مګر دقوت له پلوه پياوړى وو يوه ورځ يې پردغه پرش باندي دکښېناستو اراده وکړه اکاګانو منعه کړى مګر ابوطالب چي دده بل اکا وو دوى ته يې وويل : زما وراره پرېږدئ چي پردې پرش باندي کښيني ، قسم په خداى چي دغه ماشوم ديوه لوړ مقام څښتن دئ بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم تر لاس ونيوئ پر پرش باندي يې کښېناوه خپل لاس يې دده پر ملا باندي کښېښودئ او زياته نرمي او ناز يې ورسره وکړى . داټولي خبري ددې څرګندونه کوي چي الله جل جلاله  پر ده باندي زيات احسان کاوه درحمت په نظر يې ورته کتل قريبان يې پر مهربانه کړي وه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : (الم يجدک يتيما فاواي)

5. درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب وروسته تردې چي دده دوه کاله پالنه يې وکړه وفات سو او دده پالنه دده داکا ابوطالب دغاړي سوه ، عبدالمطلب چي کله وفات کېدى نو خپل زوى ابوطالب ته يې وصيت وکړى چي دمحمد صلی الله علیه وسلم ډېره ښه پالنه وکړي ، ابوطالب دخپل پلار دوصيت سره سم دخپل وراره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ډېره ښه پالنه کول خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دبيلو ، بيلو ستونزو سره مخ وو دمثال په ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅوک داسي نه درلودئ چي ده ته زده کړه ورکړي او ده ته  ادبيات وښيي خو دڅښتن تعالى جل جلاله  لورونه وه چي دده ډېر ښه پرورښت يې وکړى ، دښو اخلاقو څښتن سو چي بيخي يې سارى نه درلودى لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 ادبني ربي فاحسن تاديبي .
ژباړه : ماته الله جل جلاله  تربيه راکړه اوښه تربيت يې راکړ.

6. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ٢٥ کلن سو دخديجې رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه کله چي څلوېښت کلنۍ ته ورسېدئ الله جل جلاله  دپيغمبرۍ وياړ ور په برخه کړى دغه مهال د ٦١٩ ميلادي سنې سره سمون خوري . رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت درې کاله وروسته په تبليغ کولو سره مامور سو په همدې ترتيب رسول الله صلی الله علیه وسلم په حکمت سره دنېکي موعظې څخه کار اخيستى لس کاله يې په مکه مکرمه کي تېر کړه ددعوت څخه  پيل پوره لس کاله يې دمکې خلګو ته په پوره مهارت سره دعوت کاوه تر هغه وخت پوري چي په هجرت کولو سره امر کړل سو.
 
7. رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ، په هغه ځاى کي يې دعوت پيل کړ، هغه ځاى داسلامي دولت پلازمينه سوه او دهغه ځاى څخه داسلامي ستر خلافت او دولت بنسټ ايښودل راپيل سوه ، البته رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کار دالهي امر له امله وکړ، درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه هجرت دالهي تدبير او الهي حکم په وجه ترسره سو  دمدينې منورې څخه په نړۍ کي يو ستر انقلاب رامنځته سو ، اسلامي دعوت څلور کونجه دنيا ته ورسېدئ داسلامي دولت دواک کرښي ترليري پرتو سيمو پوري ورسېدې دمحمدي ډلي تهداب په همدغه ځاى کي کښېښودل سو او تر ختيځ او لوېديځ پوري ورسېدئ.
 
8. کله چي الله جل جلاله  خلګو ته خپل دين کامل کړى او خپل نعمت يې پر پوره کړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امانت خپل ځاى ته ورساوه ، خپل رسالت يې تبليغ کړى ، امت ته يې نصيحت وکړى ، برياوي او فتوحات يې خپلو پيروانو ته په لاس ورکړې امت يې مخ په وړاندي داسلام ددين دخپرولو لپاره ولاړى الله جل جلاله  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل لوري ته وغوښتى او دده مبارک روح يې قبض کړى.
انا لله وانا اليه راجعون
 
درسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت دهجرت پر يوولسم کال دلومړۍ خور په مياشت کي ددوشنبې په ورځ رامنځته سو.
 
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاؤ علیهم السلام تاریخ 
 
د همدې برخي نور توکي

د ښځي او نر اختلاط په مسجد او دفاترو کي