تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2018
  0
ترتيب او ژباړه :مولوي اختر محمد جهيد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-08-30 
 
د اضحيې تعريف: د لوي اختر په ورځو کي د خداي پاک جل جلاله د رضا او قرب لپاره د اوښ،غوايي يا پسه حلالولو ته اضحيه وايي.
 
 د اضحيه مشروعيت (رواوالي) : اضحيه الله پاک جل جلاله مشروع (روا) کړېده لکه چي فرمايي:
 
إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (۳)
 
 او همدا رنګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه ثابته ده، چي ده اضحيه کړېده او مسلمانانو هم اضحيه کړېده او پردې باندي د علماوو اجماع هم ده .
 
  د اضحيې فضيلت (غوره والى ): امام ترمذي د عايشې رضي الله عنها څخه يو حديث روايت کوي، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي ( د لوي اختر په ورځ و الله پاک جل جلاله ته د بنده ډېر غوره عمل اضحيه کول دي ).
 
 داضحيي حکمت او فلسفه: الله تعالی اضحيه ددې لپاره مشروع  او روا کړېده، چي د ابراهيم علیه السلام  ياد پکښي تازه سي او د اختر په ورځو کي پر خلګو باندي د غوښو پراخي جوړه سي لکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم  چي فرمايلي دي: د اختر ورځي د خوراک چيښاک او د الله تعالی د يادولو ورځي دي.
 
 اضحيه پر چا واجب ده : اضحيه پر هغو کسانو باندي لازمه ده، چي پر هغه باندي زکوة فرض وي او د زکوة د فرضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل سوی دی او صحيح او معتمد قول دا دئ، چي دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي نو څوک چي يو ددغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه حلالوي البته چي خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوي دي، چي د انسان، ژوند، عزت او ابرو  ورپوري تړلې وي، لکه: خوراک، چيښاک، کالي، د اوسېدو ځاى، د کسب کارانو لپاره د کار وسايل، د کور سامان او داسي نور شيان چي په اصلي اړتياوو کي شمېرل کېږي. (پاته سوه هغه کسان چي نقدي پیسې ولري، یا تجارتي سامان ولري او یا تر اړتیاوو اضافه سامان ولري د هغو د نصاب د وجوب لپاره دغه مرکه واوری: مرکه- د اختري د نصاب تفصیلي تحقیق)
 
د اضحيې د حلالېدو وخت: د اضحيې د حلالېدو وخت د لوئ اختر د سپېدو د راختلو څخه شروع کېږي بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو لږ مخکي ختميږي ، مګر د ښار و اوسېدونکو ته روا نه ده، چي د اختر د لمانځه مخکي اضحيه حلاله کړي، خو د صحرا او سېدونکي کولاى سي چي حلاله يې کړي، ځکه هلته  د اختر لمونځ نه کېږي.
 
 اضحيه به د لاندي عيبونو څخه پاکه وي:
١_ ړنده به نه وي.
٢_  ګوډه به نه وي، چي د حلالېدو تر ځايه نه سي تللاى .
٣_ ډېره ډنګره به نه وي، چي په هډوکو کي يې مغزنه وي.
٤_ څرګنده ناروغي به پکښي نه وي.
٥_ غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.
٦_ تيان به يې پرې نه وي.
٧_ او پزه به يې پرې سوې نه وي .
 
يادونه : که دا پورتني عيبونه په اضحيه کي موجود سي ددا سي اضحيې حلالېدل صحت نه لري .
 
 د اضحيې حکم: قرباني کول واجب ده نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : څوک چي وس ولري او قرباني ونه کړي هغه دي زموږ وعيدګا ته نه راځي .
 
 اضحيه د کوم حيوان څخه صحت لري: په شريعت کي اوښ، غويى، بزه  او پسه د اضحيې لپاره ټکل سويدي ، په اوښ او غوايي کي تر اوو (٧) کسانو پوري د شريکېدو اجازه سته.   
 
 د اضحيې عمر به څومره وي: د اوښ عمر به تر پنځو کلونو لږ نه وي، د غوايي عمر به تر دوه کلنو کم نه وي او د بزې  عمر به د يوه کال څخه کم نه وي. خو البته د شپږو مياشتو چاغ ورى او  ورۍ هم صحيح کيږي.
 
د قربانۍ د غوښو د وېشلو طريقه: سنت کار دا دئ، چي د قربانۍ خاوند د خپلي قربانۍ څخه غوښه وخوري، دوستانو ته يې ور ولېږي او مسکنانو يې ووېشي لکه څنګه چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
 
 د قربانۍ د پسه څخه خوراک کوئ، نورو ته يې ورکوئ او  څه ساتئ.
 
علما فرمايي: ښه طريقه دا ده، چي د قربانۍ غوښه درې ځايه سي يوه برخه دې خپله وخوړل سي دوهمه برخه دي يې خيرات سي او دريمه برخه دي يې وساتل سي. 
 
هغه حيوان چي غوښه يې خوړل کېږي په بدن کي يې دا لاندي برخي خوړل روا نه دي. بايد ونه خو ړل سي.
 
 لکه تناسلي آله، خايي، غدې (غده د غوښو يوه ټوټه ده، چي شاوخوا وازګه پر راڅرخېدلي ده) منانه (سپوخته) او تريخئ.
 
١_ مسئله: که چا د اختر لپاره يو حيوان رانيوئ او وروسته د پورتنيو عيبونو څخه يو عيب پکښي پېدا سو مثلا ګوډ سو ، ړوند سو ، يا دا سي نور ..نو که مالدار سړى وو  بل حيوان دي حلال کړي او که يې وس او توان نه درلودئ نو همدا عيب جن حيوان صحت لري چي حلال کړل سي.
 
٢_ مسئله: که د ښار په مختلیفو ځايو کي لمونځ ادا کېدئ نو که يو چا د لمړي لمانځه وروسته قرباني وکړل نو حلاله ده صحت لري .
 
٣_ مسئله: ښه کار دا دئ، چي د قربانۍ حيوان ښه چاغ او ښه ښايسته وي.
 
٤_ مسئله: سنت کار دا دئ، چي حيوان په تېره چاړه سره حلال سي او تر حلالېدو  وروسته دي يو څه وخت ورته وګوري، چي د ټول بدن څخه يې ساه ووځي يخ سي او بيا دي پوست کړل سي.
 
٥_ مسئله:  قصاب ته د قربانۍ غوښه يا څرمن ورکول د مزدورۍ په مقابل کي روا نه دي بلکي قصاب ته به جلا مزدوري ورکوي، خو که په خيرات کي يې ورکي بيا پروا نه کوي.
 
٦_ مسئله: د کوم حيوان چي مورزاده غوږونه کوچني وي (کوک وي) حلالول يې روا دي.
 
٧_ مسئله: کوم حيوان چي هيڅ غوږونه ونه لري د هغه حلالول روا نه دي.
 
٨_ مسئله: که د کوم حيوان مورزاده ښکرونه نه وي، يا خو ښکر وي خو يو څه برخه يې ماته وي، نو د هغه حلالول روا دي، مګر د کوم حيوان چي ښکرونه يې په بيخ کي مات سوي وي غوښي ته يې زيان رسېدلى وي نو حلالول يې روا نه دي .
 
٩_ مسئله: د قربانى پوست و مسکين ته په خيرات کي ورکول کېداى سي ، دا سي هم کېداى سي چي دا پوست خرڅ کي او هغه پيسې يې خيرات کړي خو دا پيسې به هغه چاته ورکوي چي زکوة ورکول ور ته روا وي. 
 
١٠_ مسئله: کومه مسلمانه مېرمن، چي زېورات ولري او نصاب پوره کوي، چي ٨٥ ګرامه کېږي نو هم زکاة پر فرض دئ او هم اضحه پر واجب ده، مسلماني مېرمني او د هغو خاوندان بايد ودې مسئلې ته پوره پاملرنه وکړي.
 
زموږ په ټولنه کي ډېري دا سي مسلماني مېرمني سته، چي ډېر زورات لري خونه يې زکوة باسي او نه اضحیه کوي، نو په دې صورت کي د ښځي غاړي بندي دي. د يمن يوه ښځه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم و حضورته راغله ،لور يې هم ورسره وه، چي په لاسونو  کي يې د سرو زرو دوه درانه بنګړي وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ور څخه پوښتنه وکړه: ته د دې بنګړو زکوة ورکوې؟ ښځي ورته وويل: چي نه. نو هغه مبارک ورته وويل: ايا ستا دا خوښه ده، چي په قيامت کي د دې په بدله کي تاته د اور بنګړي در په لاس کړل سي؟ د دې خبري په اورېدلو سره هغې ښځي خپل دواړه بنګړي د لاسونو څخه وکښل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وړاندي کړل او  ورته وې ويل: دا د الله جل جلاله  او د هغه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د رضا لپاره ستاسي حضورته وړاندي کوم . (نسائي)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه

 

سرته