تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په بايبل کي د اسلام استازی په هکله وړاندوينې:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0

په بايبل کي د اسلام د ستر استازی په هکله تر لمر سپينې وړاندوينې:

 

لیکنه: عبدالغفار جبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


خو مددګار به راځي او هغه به تاسو ته هر څه ښیي، او بیا به درته هغه څه را یادوي چي ما تاسو ته ویلي دي۔(یوحنا۱۶: ۲۶)


په ځینو بایبلو کي دلته د مددګار څخه وروسته (روح القدوس) راغلی دی، یعنی هغه پاک روح چي د هرې ګناه څخه به پاک وي، چي (پېغمبر) ورڅخه مراد دی او دا به راځي، او تاسو ته به هر څه درښیي، چي دا و هرچاته معلومه ده چي د حضرت عیسی علیه سلام څخه  وروسته پاک روح (پېغمبر) یواځی خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم راغلی دی، او بس، او د (روح القدوس) استعمال د پېغمبرانو لپاره دا د بایبل یوه عامه اصطلاح ده چي همېشه يې ورته استعمالوي۔ او پاته دي نه وي چي د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند د هر لور،هره طریقه او هر څه بیان کړیدي، او هغه څه چي حضرت عیسی علیه سلام و یهودو ته ویلي وو چي خدای یو دی، شریک نلري، او مخکني پېغمبران حق وه، اوراتلونکي پېغمبر د احمد په نامه سره راځي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم دا هرڅه بیان کړیدي، او یقینا دا ټول پېغمبران د یوه الله جل جلاله ته د عبادت او وحدانیت لپاره رالېږل شویدي۔

 

د بايبل بله وړاندوينه د محمد صلی الله عليه وسلم په هکله:
ای عزیزانو!!! په هر یوه روح (سړي) یقین مه کوئ، بلکې هر یو ښه ازماوئ، چي ایا هغه سړی د خدای په روح القدوس(د خدای له لوری څخه د پېغمبرۍ) خبره کوي او که نه؟؟ ځکه چي په دنیا کي ډېر د درواغو نبیان راپورته شویدي۔ (اول خط دیوحنا، څلورم باب:۱)


د درواغجنو پېغمبرانو څخه خبردار۔(انجیل متی ۱۵: ۷)
بایبل دا ښکلې خبره کوي، او وایي چي ډېر خلک به راشي چي زه د حضرت عیسی علیه سلام ځای ناستی یم، او زه پېغمبر یم، خو تاسي یې د ازمایښت په ترازو کي کښېنوئ، ایا دی وایي چي زه پېغمبریم؟؟؟، ایادی څه معجزې لري؟؟؟ ایاپه ده که څه پېغمبري اخلاق، علم، اوکړه وړه چي مخکنیوپېغمبرانودرلودل لکه عیسی علیه سلام، موسی علیه سلام اونوروپه ده کي شتون لري اوکه نه؟؟؟


دحضرت عیسی علیه سلام دصعودڅخه وروسته ترنن ورځی پوری عیسایي مذهبي غداران، پاپان، کشیشان اوراهبان وایی چي موږدده ځای ناستی یو، اوحال داچي دحضرت عیسی علیه السلام په دوی کي هیڅ اخلاق اودژوندیوه طریقه هم پکښې نشته اوحتی حضرت عیسی علیه السلام دوی نه پېژني اونه هم خدای پېژني دوی ته صرف یوکارپاته دی، اوهغه داچي په هرکال په نړۍ کي په اوسط ډول سره (۵۰۰۰۰) دکلیساراهبان پررسنیوباندي په دې نامه سره راښکاره کيږي چي دوی همجنس پرسته اولوطیان دي، ددوی ټول ژونددخلکوپه وینوسره دی، اوبل لور ته که اوس موږددې ایات په ترازوکي د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم و تلو نو لومړی ده صلی الله علیه وسلم ډېرې معجزې درلودې چي پخپل حیات مبارک کي ښکاره کړیدي، چي تر ټولو ښه او غوره معجزه يې قرآنکریم دی، چي دی اُمی وو، او پرده باندي د قرآن کریم په شان کتاب چي د حکمت، او د ژوند د هر قسم د ملغلرو څخه ډک دی، نازل شو،  دده ټول ژوند، اخلاق او کړه وړه حتی د مخکنیو پېغمبرانو څخه ډېر لوړ دی، او قرآن ددې خبرې تصدیق کوی، 


وانک لعلی خلق عظيم ۔


ای پېغمبره ! په تحقیق سره ته د ډېرو لوړو اخلاقو څښتن يې۔
د بایبل نوری ویناوې د اسلام د خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم په هکله:
او زه د خدای څخه غوښتنه کوم چي و تاسو ته دوهم مرسته کوونکی راولېږي چي ستاسو سره تر ابده پوری وي۔ (انجیل یوحنا، ۱۶: ۱۴)
لیکن کله چي حق روح راشی و تاسوته ټوله سیده لاره درښی۔
 (انجیل یوحنا، ۱۳: ۱۶)


بایبل خو خپله ګواهي ورکړه چي و تاسو ته دوهم مرسته کونکی راځي او ستاسو سره به تر ابده پوری وي، چي ددې څخه په ښکاره ډول سره دا جوتیږی چي بل حق روح(پېغمبر) نه راځي، او دده احکام به همېشني وي  چي دا په ښکاره ډول سره د ختم نبوت مهر دی او څه تفسیر او تاویل ته اړتیا هم نلري۔


اوس قرآنکریم دده صلی الله علیه وسلم پر نبوت او ختم بنوت باندي ګواهې ورکوی:
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿الأحزاب: ٤٠﴾ژباړه:
نه دی محمد پلار د یوه ستاسو څخه مګر دی د الله رسول او د ټولو پېغمبرانو اخری دی (خاتم الانبیاء) اوخدای په هرڅه خبر ؤ.


چي په قرآن عزیزکي داسی ایاتونه زښته ډېر دي، او بله داچي د بنی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته ډېرو مرتدینو د نبوت دعوې وکړې، مګر دائې په نقل او عقل سره ثابته نکړل چي دوی واقعا پېغمبران دي، او بر علاوه دوی په دې دنیا کي پخپله سزا سره ورسېدل لکه مسيلمه بن کذاب۔ (دکاذبو نبیانو فهرست) وګورئ۔  چي د خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم څخه زما د معلوماتو پر بنسټ (۲۳) کسانو چي دوې پکښې ښځې هم دي د نبوت دعوې کړېدي، چي ځینو يې بیرته توبې ایستلې او و اسلام ته يې رجوع کړېده۔
  د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي((اناخاتم النبيين ولانبی بعدی))، زه د ټولو پېغمبرانو اخری پېغمبر یم او زما څخه وروسته بل پېغمبر نه راځي۔


او کله چي هغه حق روح (پېغمبر) راشي و تاسو ته ریښتنې لاره درښئ دا ځکه چي دی له خپله ځانه څخه څه نه وایي، او هغه څه چي اوري(وحی ورته کيږي) هغه درته وایي او د راتلونکي پیښو وړاندوینه به کوي۔ (انجیل یوحنا )


که موږڅه د عقل او انساینت په سترګو سره د اوسني بایبل و ایاتو ته وګورو نو دا ثابته شول چي بنی کریم صلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبر دی، دلته د یوه پېغمبر لپاره دوه شیان ذکر شویدي، یو داچي دی به هغه څه و خلکو ته وایي چي وحی ورته کيږي، نه د خپله ځانه څخه جوړې شوې خبرې او قرآن عزیز د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایي:


وماينطق عن الهوی ان هوالاوحی يوحی علمه شديدالقوی (النجم)
ژباړه: او خبرې نه کوي (محمد) له هوا(خپلې) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چي ورته لېږلی شوې دې، ښوولې ده ده ته د سختو قوتونو مالک(جبرائیل)چي خاوند د ښه قوت صورت عقل دی۔


دوهم داچي دا پېغمبر به څه وړاندوینې کوي، یعنی څه داسی پېښې به بیانوی چي وروسته به پېښېږی، چي داهم و ټولې نړې ته معلومه ده چي د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم زښته ډېري وړاندوینې کړیدي، چي ټولې پخپل مهال ریښتنې شوی دي، او ټولې رېښتېنې ختلی وي، چي زه صرف قرآنکریم څخه دوې ذکرکوم:


اول داچي قرآن عزیز وایي:
إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿القصص: ٨٥﴾ 
ژباړه: بېشکه هغه (الله) چي فرض (نازل) کړی يې دی پرتا(احکام) د قرآن خامخا بیرته بېوونکي دی د تا هغه ځای د وعدې (مکې) ته۔ 
د(معاد) څخه مراد مکه معظمه ده، دا هغه وخت نازل شو چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکې معظمې څخه و مدېنې منورې ته هجرت کاوه او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه ورسره وو، دا وخت ډېر مایوس کوونکي وو، نو چي کله دوی و(جحفه) نومی ځای ته ورسېدل دا ایات مبارک نازل شو او و نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته يې تسلی ورکړل چي ته به بیا و دې ښار ته راځي، چي دا د مکې فتح دده مبارک په ژوند کي ورته په برخه شوه۔


دوهم داچي :
غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾ فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (سورت الروم: ۲- ۴) 
ژباړه:مغلوب کړی شو(اهل ) د روم په متصله (نژدې) ځمکه کښې (د عربو په مځکه کي)، او دغه (رومیان) وروسته له دغه مغلوبیت د دوی ژر به بیا غالب شی په (پارسیانو) په څو کلو کي خالص الله ته دی حکم امر پخوا (له دې نه چي پارس په روم باندي بری ومومي) او ورسته (له دې نه چي روم پرپارس باندي غلبه و مومي او امر يې تل نافذد)او په دغه ورځ (د غلبې دروم پرپارس) خوشحاله به شي مؤمنان په نصرت د الله(له کتابیانو سره په مجوسیانو) ۔


یعنی د(۹) کلونو په موده کي به رومیان غالب شي، داځکه چي په لغت او حدیث کي (بضع) اطلاق له دریو څخه تر نهو پوری دی، په دغه ایات کي د قرآنکریم عجیبه او غریبه وړاندوینه روښتیا شول چي تر اوسه ټوله نړۍ ورته حیرانه ده، چي د(۶۰۲) میلادي کال څخه تر(۶۱۴) میلادی کاله پوری د (فارس ) او(روم) پاٍچاهانې په جنګ سره اخته وې، پردې ایات باندي حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه له ځینومشرکانوسره شرط وتړی، اوپه دغه وخت کي لاشرط تړل نه ووحرام شوی، اوشرط داووچي که تر دومره کلونوپوری رومیان بریالی نشول نوزه به سل اوښه تاسی ته درکوم اوکه کامیابه شوه نوتاسی به سل اوښه راکوی،

دروم هرقل پرخپل ځان باندي داسی نذرکښېښودچي ((که الله تعالی پرپارس باندي وماته بٍری راکي نودحمص څخه تربیت المقدس پوری به په پښوولاړشم))دالله تعالی شان اوقدرت ته وګوری چي دقرآن كريم دوړاندویلوسره سم برابردنهوکلونوپه موده کي یعنی دهجرت څخه یوکال وروسته دبدرپه ورځ چي مسلمانانوومشرکانوته ماته ورکړل اومسلمانان دخوښې په حالت کي وه، دروم کتابیانوته الله جل جلاله پرپارسیان(مجوسیانو)باندي بری ورکړ چي په نتیجه کي يې دمکې مشرکان نورهم ذلیله شول اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه دمکې دمشرکانوڅخه هغه سل اوښان واخیستل چي درسول الله صلی الله علیه وسلم دحکم سره سم يې خیرات کړل۔
اوس بایبل داثابته کړل چي محمدصلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبراوخاتم الانبیاء دی، چي قرآنکریم ددی په هکله وایي:


وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿٦﴾ ژباړه:
او(یاد کړه ای محمده! هغه وخت) چي کله وویل عیسی ځوی د مریمې داسی چي ای بنی اسرائیلو بېشکه چي زه رسول رالېږل شوی د الله یم وتاسوته، تاسی ته تصدیق کونکي یم دهغه کتاب چي وړاندی زمادی له تورات څخه، اوزېری کوونکي یم په هغه رسول سره چي رابه شی وروسته له ماڅخه چي نوم يې احمد دی۔


که زه په لنډوکي درته ووایم چي تقریباپه اوسنی بایبل کي (۲۰) ځایه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم وړاندوینې شوی دي چي ځینی ځایونه په مستقیم ډول سره ورته اشاره شویده لکه مخکي چي ذکرشول۔


حضرت عیسی علیه سلام پخپله په ښکاره ډول سره ویلی دي، چي یهودبه ځی اوعرب به راځی، یعنی دادنبوت سلسله به نوره په دې بې پروا، دپېغمبرانودقاتل، اونافرمانه قوم (یهود) څخه به ځی اووعربوته به نقلیږی۔


زه تاسوته وایم چي دخدای بادشاهې به ستاسونه واخیستل شی اوهغه قوم ته ورکړل شی چي پوره میوه ورکوي (عربوته)۔    (بایبل)
نوپه دې کي هیڅ تاویل نشته، اووهیڅ تفسیر ته اړتیانلري، دایونړېوال حقیقت دی، چي داوسني بایبل له نظره رسالت دیهودوڅخه وعربوته انتقال شو، دوهم داچي  حضرت محمدصلی الله علیه وسلم رېښتنی پېغمبراودحضرت عیسی علیه سلام فطری ځای ناستی دی، اوبل داچي دی خاتم الانبیاءدی، اودنبوت لړې پرده باندي ختمه شوه۔

 

 

ماخذ: ماولي اسلام قبول کړ؟

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته