تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نړیوال علمي کتاب: ایا انسان د بیزو له نسله دئ؟؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 12, 2018
  0

استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الحاد او ډاروینیزم په رد کي د کندهار د پوهنتون د استاد ویس لعلي صاحب ښکلی، نړیوال ، علمي او معلوماتي کتاب ( ایا انسان د بزو له نسله دئ؟)  چاپ سو.


د دروند استاد ویس محمد لعلي په دغه کتاب کي د ډاروین د ارتقاء پر نظریې باندي په پوره ساینسي ډول سره رڼا اچول سوي ده. ښاغلي استاد په دې علمي کتاب کي هر څه را سپړلي دي، پخوانی ډاروینیزم، نوی ډاروینیزم، ددې نظریې و بشریت ته نه جبرانېدونکي تاوانونه، د ډاروینیزم جعلي فوسیلونه، تصوري او خیالي فرضیې او مفکورې، د هغو جعلي تدریجي تکامل او داسي نور... و بل لور ته په دې کتاب کي د ارتقاء د هرې نظریې رد، د هغه په مقابل کي یې د اوسني ساینس مؤثق معلومات، تجربې، علمي کره شواهد او عقلي او منطقي دلایل وړاندي کړی دي. 


د استاد ځیرکتیا په دې کي ده، چي د هغو ژوو فوسیلونه، چي څو میلیونه کاله مخکي ئې ژوند کاوه پیدا کړي دي، او له اوسنيو انواعو سره ئې پرتله کړي دي، چي هیڅ توپیر ئې نسته، په ځانګړي ډول د حضرت انسان په هکله ئې هر څه بیان کړي دي، له دې څخه علاوه د مرغانو، د خزندګانو او نورو په هکله ئې پر هر څه رڼا اچولې ده. دروند استاد په خپل دې علمي اثر کي دا په ساینسي ډول سره په ثبوت رسولې ده، چي ارتقاء هیڅ حقیقت نه لري، نه هم یوه نوع په بله نوع سره تبدل سوې او یا ئې بدلون (Transformation) موندلی، بلکي ټول موجودات، چي نن شتون لري لکه څرنګه چي په همدغه ډول سره دي په همدغه ډول سره وه او په همدغه ډول پیدا سوي دي، چي دا هر څه د یوه الله جل جلاله په امر سره تر سره سوی دي. و ماته د نړیوال ساینس پوه سورن لووټرپ (Soren Lovtrup) خبره را یاد سوه، چي ده په خپل یوه کتاب ډاروینیزم (Darwinism) کي لیکلې وه، سورن لیکي:

 


 

 له دې څخه هیڅوک انکار نسي کولای، چي د ساینس د بیولوژۍ په برخه کي یوه ستره غلطي او تېروتنه را منځ ته سوه، چي هغه د ارتقاء نظریه ده، زه په یقیني ډول سره درته وایم، چي داسي ورځ به راسي چي د نړۍ ټول ساینس پوهان به په واضح ډول سره ووايي، چي د ډاروین د ارتقاء نظریه یو غټ فریب او یوه ستره دهوکه وه. . (Løvtrup 1987)
له دې څخه علاوه په مجموع کي ټول ساینس پوهان د بایو جینیسیز نظره (Biogenesis) مني او طرفداران ئې دي، دا نظریه وايي، چي ژوند له ژوندي شي څخه پیدا سوی دی، او داسي نه ده لکه ډاروینیزم، چي ادعاء کوي، چي ژوند له غیر ژوندې مادې څخه په تدریجي ډول سره راغلی دئ، په مجموع کي ټول ساینس پوهان دا مني، چي د دې پېچلي کائيناتو خالق او کنترولونکی یو خدای جل جلاله دئ لکه پروفیسر آرتر پیکاک وايي:

خدای عظیم کائینات تخلیق کړي دي، خدای د مځکي د کُرې په هر ځای او هره برخه کي علماً موجود دئ، نه په ماضي، نه په حال او نه هم په راتلونکی وخت کي داسي ځای سته، چي خدای شتون نه لري. (Templeton 1994)


 د ښاغلي استاد د کتاب متن او بطن ښکلی، روښانه، سپین او پر حقایقو باندي ولاړ دئ، دا کتاب نه یواځي دا چي د امت مسلمه د هر نر او هري ښځي له پاره یو ښه عام پیغام لري، بلکي یو اکاډيمیک ارزښت هم لري، دا کتاب نه یواځي دا چي د افغانستان په سطحه سره یو کتاب دئ بلکي زه ئې د ټولي آسیا په سطحه سره یوه علمي ذخیره او تحفه ګڼم، دا ځکه دروند استاد د نړیوالو وتلو ساینس پوهانو د اصولو او تګ لارو مطابق تحقیق کړی دی لکه:

 

کارل لین ئیس، مایکل بیهي، راجر بیکن، فرانس بیکن، جانز کیپلر، آدم سجویک، سموییل مورسي، جوزف هنري، لوئیس اګاسز، جیمز پریسکاټ، ګریګوری مینډل، لوئي پاسچر، ویلیم تامپسن ، سرجیمز جینز، روډولف ورچو، آئزک بیشو بز سنګر، مالکم ډلکن، ونټر جونیر، پروفیسر ډیل سوارزنډ روبر، پروفیسر کسینت کمنګ، پروفیسر کارل فلایر منیز، پروفیسر جان ماریس، ارتر پیکاک، پروفیسر واین ګش، فلپ جانس او نور... په اوسني عصر کي هغه نړیوال سانیس پوهان، چي الله جل جلاله مني، او الله تعالی د ټولو کائيناتو خالق بولي دا په میلیون هاوو دي، په زرګونو ساینس پوهانو د ارتقاء د نظریې مخالفت کړی دئ، او په مقابل کي ئې ښکلي معلوماتي او څېړنیز کتابونه او مقالې لیکلي دي، چي تر شمار وتلي دي لکه:


 1: Lexicon of Ignorance. 2: Darwinism/Evil Theory 3: Science Rejects Darwinism. 4: Creation or Evolution 5: Science and Evolution 6: Black Hole in Science. 7: Darwinism a Myth. 8: Nonsense Darwin/Evolution or Destruction? 9: Dive et la science. 10: Men of science men of God. 11: Darwin on Trial. 12: Evolution” A theory in Crisis. 13: The mysterious Universe. 14: Scientists of Faith. 15: Darwinism” Shame for us.


او داسي نور... استاد علاوه له دې څخه چي د ډاروین غلطه نظریه ئې په ساینس کي څېړلې ده همدارنګه ئې د اسلام له نظره هم پوره رڼا ور باندي اچولې ده، او دا ئې په ثبوت رسولې ده، چي انسان د حضرت آدم علیه السلام څخه پیداسوی دئ. الله جل جلاله دي و ښاغلي ویس محمد لعلي ته اوږد عمر ورکړي، چي د خپل مذهب او ټولني خدمت ستر عبادت وګڼي، او په دې لاره کي نور اثار هم و امت مسلمه ته وړاندي کړي.


 

د کتاب د ترلاسه کولو درکونه :
کابل: اکسوس کتاب پلورنځی، مستقبل کتاب پلورنځی.
ننګرهار:  مومند کتاب پلورنځی، ختیځ کتاب پلورنځی.
لشکرګاه: تاج منور کتاب پلورنځی. 
پکتیا: علمي کتاب پلورنځی
کندهار: عرفان کتاب پلورنځي، افغان کتاب پلورنځی، کروړ کتاب پلورنځی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته