تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا ښځه ذلیله او حقیره ده؟
 
  October 10, 2012
  0
ترجمه: ای خلگو د خپل رب څخه وبېرېږئ چي تاسو ټول یې د یو نفس (ادم علیه السلام) څخه پیدا کړي یاست او د هغه نفس یې جوړه پیدا کړي یاست او خپاره یې کړل د دوی دواړو څخه ډېر نارینه اوډیري ښځي.

تشریح: دا چي نارینه او ښځي د یوې سرچینې څخه دوه وجوده دي د انسانیت تر حدودو په دواړو کي هیڅ کمی نسته. د ایت څخه معلومه سوه چي نارینه د ښځي د انسانیت څخه د ایستلو کوښښ کوي (لکه مخکي چي به کفارو همداسي ګڼل). دا ټوله غلط دي ځکه د دواړو پیدايښ د یوه نفس څخه سوی دی. الله تعالی چي کله ښځه مور جوړه کړي نو دا ښځه خپل اولاد  په وجود کي کښېږدي او بیا یې پیدا کړي او هغه ته پرورش او شیدې ورکوي. 

لږ هم باید فکر وسي چي نارینه ددغه په مقابله کي د اولاد لپاره څه کولای سي؟ د ښځي په نس کي اولاد پرورش کوي، هغه وخت چي دغه ښځي زموږ تربییت کاوه نو په موږ کي د تگ، د وینا او د خپل تکلیف او ضرورت د ویلو طاقت هم نه وو، ددې په واسطه موږ ته د تگ قوت راکول سو، د ویلو صلاحیت را وبخښل سو او دغه جنس زموږ خدمت وکړی. ایا په دغه ټولو خدماتو باندي ښځه ذلیله سوه؟ افسوس دی پرهغه عقل باندي چي دا فکر ورگرځي او پر هغه ژبه باندي چي دا خیال ښکاره کوي چی ښځه ذلیله ده. هغه کس دي الله تعالی اصلاح کړي چي په زړه کي دا رقم وسوسې را گرزوي.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته