لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د تهجد د لمانځه فضائل
لومړی فضیلت: الله تعالی جل جلاله په قرآن کریم فرمایې: تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (۱۶) الایة.
ژباړه: الله جل جلاله فرمایي: دوی لیري کوي خپل بغلونه د بسترو (ځایونو) څخه رابولي خپل رب جل جلاله د بېري او طمع (امېد) څخه او د هغه څه څخه چي موږ دوی ته رزق ورکړی نفقه کوي، یعني دوی د شپي لخوا و الله جل جلاله ته لمونځونه کوي چي دوی د الله جل جلاله د عذابه بیرېږي او د الله جل جلاله د رحمت اميد لري.
د حضرت معاذ بن جبل رضی الله څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آیت تلاوت کړی: تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ. نو ويې ویل دا دبنده قیام کول (درېدل) دي د شپي لخوا.
نو معلومیږي چي کوم کسان د شپي پورته کیږي، د خپلو بیسترو څخه راولاړېږي، خوب ترک کوي او وخت و عبادت او لمانځه ته ورکوي هغوی خورا لوړ فضیلت لري ځکه نو هم دلته یې یاونه سوې ده.
د تتجافی جنوبهم څخه مراد دادی چي د شپي لخوا نفلي لمانځه ته ولاړسي او خپل خوب پرېږدي.
داچي په پورته آیت کي ذکر سوه چي دوی خپل بغلونه د بسترو او ځایو څخه لیري کوي او خپل رب رابولې، د بسترې څخه راپورته کيدل، خپل شیرین خوب خرابول او د شپې په نمایي کي کښینستل ډېر سخت کار دی او هر څوک نسي کولای چي خپل خوب پریږدي او لمانځه ته راکښیني، نو خود دداسي کسانو لوړې مرتبې دي چي د شپي خپل بسترې پرېږدي او د رب جل جلاله سره راز او نیاز کوي.
نو که کامیابي غواړئ راځئ نور دا دغفلت خوبونه پریږدو، د شپي په آخري برخه کي راپورته سو او د خپلي کامیابۍ لپاره و متعال رب جل جلاله ته لاسونه پورته کړو.
که ته مشکلات، غمونه، کړاوونه، د ژوند سختۍ او بیلابېلي ستونزي لرې او حال دادی چي د شپي آخري برخه ستا په اختیار کي ده خو بیاهم ته ددغه شیانو څخه خلاص نه یې او د شپي له برکاتو څخه محروم یې نو پر خپل ځان وژاړه او الله جل جلاله ته زاری وکړه چي اې الله جل جلاله ماته توفیق راکړه او ما قبول کړه، دا دبنده کمال نه دی چي بنده کښیني بلکي دا د الله جل جلاله توفیق او راضي کېدل دي، کله چي الله جل جلاله یوبنده خوښ کړي او ورڅخه راضي سي نو د شپې د آخري حصې د کښینستلو او عبادت کولو توفیق ورکوي او ورڅخه قبلوي یې، یا الله جل جلاله موږ ته توفیق راکړه، موږ په خپل دین کي قبول کړه او راڅخه راضي سه.
دویم فضیلت: د صحیح مسلم په حدیث کي راځې: د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله جل جلاله هره شپه و آسمان ته ددنیا راشوه (کښته) کیږي کله چي د شپي اول ثلث تیر سي، نو وایي زه ملک پادشاه یم، څوک دی هغه کس چي ما راوبولي (دعاء وکړي) زه به د هغه لپاره استجابت وکړم، څوک دی هغه کس چي زما څخه سوال وکړي زه به یې ورکړم، څوک دی هغه کس چي بخښه وغواړي زه به بخښه ورته وکړم، همېشه دغسي وي ترڅو چي سهار روښانه کیږي (یعني سهار کیږي).
تشریح: یعني هغه څوک چي و الله جل جلاله ته په دغه وخت کي چي د شپي آخري حصه ده دعاء وکړي الله جل جلاله به یې دعاء قبوله کړي، که څوک د خپلو حاجتونو غوښتنه وکړي الله جل جلاله به یې غوښتني او حاجات ورپوره کړي او که د خپلو ګناهونو لپاره بخښه وغواړي الله جل جلاله به بخښه ورته وکړي.