تازه سرليکونه
د (د ادارې پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام اداره
  تعلیم الاسلام
  August 14, 2017
  0

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د تعلیم الاسلام ادارې د لاري هراړخیز اسلامي معلومات

 

لنډه پېژندنه:
تعلیم الاسلام راډیو یوه خپلواکه، شخصي، بې طرفه اسلامي اداره ده چي په (کندهار، هلمند، ارزګان، فراه، زابل،سپین بولدک او نیمروز) کي فعالیت لري او په سیمه کي تر ټولو بانفوذه، مشهوره او معتمده اسلامي اداره بلل کیږي. د تعلیم الاسلام راډیو د ژوندي نشراتو په ذریعه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي میشت افغانان خپلي دیني او تربیتي تنده ماتوي.
 
د تعلیم الاسلام راډیو څانګي:
 
تعلیم الاسلام راډیو کندهار (مرکز) ۸۹.۷ FM 
جامعة الخیر الاسلامیة (دارالحدیث وتخصص في الافتاء)
سیدنا حمزه رضی الله عنه مدرسه (للبنین)
تعلیم الاسلام مطبعه
 
تمویلي اړخ يې:
تعلیم الاسلام راډیو د سیمي د سلګونو بانفوذو او ولسي علماء کرامو او پوهانو پرمخ بیول کیږي او په مالي برخه کي د ولس په صدقاتو او مشروع تجارتي اعلاناتو تمویلیږي. (پیوند)
 
خپروني يې: تعلیم الاسلام راډيو په اونۍ کي تقریباً تر ۸۰ زیاتي خپروني نشروي چي پر اسلامي، تعلیمي، تربیتي او ټولنیزو مسایلو مشتملي دي، پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو او کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې.
 
د مختلفو اسلامي معلوماتو لپاره تعلیم الاسلام ویب پاڼه کتلای سی خو ستاسو د لا ښه معلوماتو لپاره د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څو مشهوري څانګي په لاندي ډول معرفي کوو، هیله ده چي خپله دیني تنده په ماته کړی:
 
د قرانکریم تفسیر او ترجمه
د قرانکریم عمومي ترجمه او ددې ترڅنګ د جلالین د مشهور تفسیر ترجمه. (پیوند۱ – پیوند۲)
 
مشکاة المصابیح
د حدیثو د مشهور کتاب (مشکاة شریف) مسلسل درس د عوامو او خواصو لپاره. (پیوند)
 
نړیوال قاریان
د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه د نړۍ د مشهورو قاریانو زړه راښکونکي قرائتونه (پیوند۱) (پیوند۲)
 
خاتم النبیین  
د افضل الانبیاء محمد رسول الله ﷺ د مبارک ژوند او معجزو په اړه بېلابیلي لیکني. (پیوند)
 
منتخب احادیث
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک احادیث د متن او ترجمې سره (پیوند)
 
هدایه
د حنفي مذهب د مشهور فقهي متن (الهدایة) درس په ژوندۍ او ثبتي بڼه. (پیوند)
 
چاڼ سوي مضامین
په زړه پوري، اسلامي، علمي، تربیتي او څېړنیز معلوماتي مضامین (پیوند)
 
د روژې په اړه هراړخیز معلومات
د روژې د فضایلو، احکامو او نورو اړوندو معلوماتو په اړه معلومات (پیوند) (پیوند)

قرانکریم
د کائیناتو د پالونکي د ستر مقدس قانون قرانکریم په اړه ګټوري علمي او څیړنیزي لیکني. (پیوند) (پیوند)
 
سپیڅلي اتلان
د انبیاء کرامو علیهم السلام، صحابه کرامو، اولیاء کرامو، مفسرینو، محدثینو، فقهاؤ او معاصرو علماء ژوند لیکونه (پر مخ صفحه)
 
د منبر اواز
د کندهار او نورو ولایتونو د مشهورو جیدو علماء کرامو تقریرونه (پیوند)
 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
د دیني مسایلو په اړه سوالونه او د هغو شرعي جوابونه (د حنفي فقهي مطابق) (پیوند)
 
تر ۲۰۰۰ زیاتي فتواوي د انټرنیټ پر لیکه لوستلای سی.
 
کتابتون
په پنځو ژبو په زړه پوري علمي او معلوماتي کتابونه: (پښتو، دری، عربي، اردو، انګلیسي) (پیوند)
 
نیکمرغه میرمن
د مسلمانانو خوندو د دیني مسایلو، تربیې او اسلامي احکامو د پوهاي څانګه (پیوند)
 
ترانې او نعتونه
د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه د مختلفو نعت ویونکو په ښایستو اوازونو کي (پیوند)
 
اسلام او ساینس
د اسلام او ساینس په اړه حیراونونکي معجزوي معلومات (پیوند)
 
زه ولي مسلمان سوم؟
د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه د نوي مسلمانانو د ایمان راوړلو په زړه پوري واقعات په ږغیز ډول (پیوند)
 
د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوند
د اسلامي امت د ستر فقیه او مجتهد امام ابوحنیفه رحمه الله د ژوند او علمیت په اړه حیرانونکي معلومات په لیکلي او ږغیز ډول (پیوند)
 
مختلفي برخي
عقیده، قرائت زده کړه، نبوي سیرت، تجوید ښوونه، فقهي معلومات، مرکې، مختلفي خپروني، حکایات، حقوق، معاملات، نکاح ، شعرونه او داسي نور... (ارشیف)
 
لنډ اصلاحي بیانونه
د جیدو علماء کرامو د بیانونو څخه په زړه پوري اصلاحي ټوټې (پیوند)
 
روغتیايي لیکني
د روغتیا او مختلفو امراضو په اړه ګټوري طبي لیکني. (پیوند)
 
اړین سافټ وېرونه
یو څو مهم او اړین سافټ وېرونه (پیوند)
 
ژوندي نشرات:
د کمپیوټر د لاري يې پر مخ صفحه اوریدلای سی.
د موبایل د لاري نشرات (پیوند)
 
نوي پلانونه:
 
په ډېره خوشحالۍ زيری او خبر درکول کېږي، چي د تعليم الاسلام ادارې تصميم ونیوی، چي د پښتو تعليم الاسلام مجلې تر څنګ په درې ژبه هم د تعليم الاسلام مجله خپره کړي. بالاخره لومړۍ ګڼه يې د الله تعالی په فضل او توفیق چاپ سوه. (پیوند)
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه په ۵ ژبو!
د تعلیم الاسلام راډیو نوې ویب پاڼه الحمدلله په پنځو ژبو نشرات کوي: پښتو، دري، عربي، انګلیسي او ترکي چي د همدې ویب پاڼه په لوړه برخه کي د خپلي خوښي ژبه غوره کولای سی.
 
ستاسو څخه په ډير احترام هيله کيږي، چي پدغه نیک دعوتي کار کي زموږ سره ګډون وکړئ. (د همکارۍ لپاره دلته کلیک وکړئ
 
کوم کسان چي کولای سي، په دري ژبه ليکنه وکړي او يا هم له نورو ژبو څخه دري ژبي ته د مضامينو ژباړه کولای سي، نو د مهربانۍ له مخي دي د تعليم الاسلام مجلې ادارې ته د لاندي ايمېل آدرس له لاري خپلي ليکني، ژباړي، شعرونه او مقالې راولېږي:
 
د مختلفو ژپو لپاره: [email protected]
د دري ژبي لپاره: دلته کلیک وکړئ
 
هیله ده چي همېشه ددې ویب پاڼي څخه لیدنه وکړی او د نورو ملګرو سره یې شریکه کړی.
 
په درنښت
 تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګه
کندهار، افغانستان
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته