لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د قرآن شريف د تفسير او معنی زده کول اړين دي
د قرآن کريم د معنی او تفسير زده کول د هر مسلمان لپاره اړين دي او تر خپله وسه يې هر مسلمان بايد زده کړي چي همدې مطلب ته په خپله قرآن کي اشاره سوېده؛ الله تعالی فرمايي:
كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُواْ آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُو الأَلْبَابِ.( سورة ص ۲۹)
ژباړه: دا قرآن مبارک (بابرکته) کتاب دی چي موږ تا ته نازل کړی دئ، د دې لپاره چي دوی يې په آياتونو کي فکر وکړي او د عقل خاوندان ورباندي قبول د وعظ وکړي (عبرت واخلي او وې مني).
د دې آيت په تفسير کي امام قرطبي ليکلي: وفي هذا دليل على وجوب معرفة معاني القرآن. يعني په دې آيت کي پر دې خبري باندي دليل دی چي د قرآن د معناګانو پېژندل ضروري دي.
الله پاک قرآن د دې لپاره را لېږلی دی چي انسان د هغه مطابق خپل دنيوي او اخروي ژوند عيار او برابرکړي او دا هلته ممکنه وي چي انسان د قرآن په معنی او تفسير باندي پوه شي، که د قرآن په تفسير او معنا باندي پوهاوی نه وي نو په احکامو باندي يې سر خلاصېدل هم غير ممکن کار دی.
دا چي موږ په قرآن باندي دم (رقيه) کوو، د هغه د آياتونو څخه تعويذونه جوړوو او د هغه ساده تلاوت کوو چي پر هغه باندي الله پاک بيا موږ ته ثواب راکوي، دا د قرآن اضافه فضایل او شرافت دی قرآن د دې لپاره نه دی راغلی؛ بلکي مقصد يې د نزول څخه د انساني ټولني لارموندنه او د انساني شرافت ساتنه او بشري فطري حق ژغورل دي او دا هغه وخت عملي کيدلای شي چي سړی قرآن په ترجمه او تفسير باندي زده کړي.
په ترجمه او تفسير باندي د قرآن زدکړه هغه وخت انسان ته په لاس ورځي چي انسان د قرآن په زده کړي کي زيار وباسي، د هغه په زده کړي کي د ځان توان، طاقت او مال مصرف کړي، فکر پکي په کار واچوي او هغه علوم چي د قرآن د زده کړي لپاره يې تحصيل اړين دی زده کړي.
کوم خلګ چي د قرآن په ترجمه او تفسير باندي يې سر نه خلاصيږي او يا ورڅخه خپله پوره استنباط نشي کولای بايد د هغو خلګو پر لاره باندي ولاړ شي او د هغوی تقليد وکړي کوم چي په قرآن باندي پوهيږي او قرآن يې کما حقه زده کړی وي.
www.taleemulislam.net