تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ اته دېرشمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۳۸) 

منکرین احادیث وايي: په حدیث سره کوم عمل نه ثابتیږي


الجواب:


د منکرین احادیث او مستشرقینو دغه خیال په بشپړ ډول سره غلط دئ. دا ددوی یو خیال پلو دئ، کله چي یو څوک ډېره ډوډۍ وخوري نس ئې ډک وي او پر یوه اړخ پرېوځي بیا داسي بې مفهومه، سرګردانه او نابلدي ئې له خولې وځي، که چيري یو څوک صرف معمولي د اسلام مطالعه ولري، په قرآن او احادیثو پوهیږي ضرور به ورته معلومه سي چي عقائد او اعمال ټول په احادیثو سره ثابت دي، اوس د اعمالو یو څو نمونې راوړو چي احکام ئې صرف په احادیث سره ثابت دي:


د مرتد سزا قتل ده. ( صحیح بخاري: ۶۸ ۷۸)، د واده شده زناکارانو حکم رجم دئ.( صحیح بخاري حدیث: ۶۸۲۴)، د شراب خورۍسزا (صحیح مسلم حدیث: ۱۷۰۶). ، نارینه به ږیري پرېږدي. (صحیح بخاري حدیث:  ۵۸۹۳)، و ښځو ته د حیض په حالت کي لمونځ معاف دئ.(صحیح بخاري حدیث: ۳۰۶)، د نارینه وو لپاره د سرو زرو استعمال حرام دئ. (سنن ترمذي: ۱۷۲۰) ، د نارینه وو لپاره د ورېښمو جامه حرامه ده. (صحیح بخاري : ۵۸۳۳، ترمذي: ۱۷۲۰) ، و شهید ته غسل مه ورکوئ او مه کفن ورکوئ.(صحیح بخاري: ۱۳۴۷، سنن ابی داؤد: ۳۱۳۳)، د اهلي خره، څيرونکي حیوان او پنجه لرونکي مرغانو غوښه حرامه ده. (صحیح بخاري: ۳۱۵۵) ، د تراویح لمونځ. (صحیح بخاري حدیث: ۱۱۴۷)، د استسقاء لمونځ. ( صحیح بخاري حدیث: ۱۰۰۵)، د کسوف لمونځ.(صحیح بخاري حدیث: ۱۰۴۱)، کوم نبي چي په کوم ځای کي وفات سي هغه به هم هلته دفن کیږي. (سنن ترمذي: ۱۰۱۸)، د سورة فاتحې وروسته آمین ویل.(صحیح ابن حبان: ۱۸۰۲) ، د ناروغه عیادت کول.(صحیح بخاري حدیث: ۱۲۴۰)، مړ ماهی (کب) حلال دئ.(صحیح بخاري حدیث: ۴۳۶۲)، په اوداسه کي پر موزو (خفین) باندي مسح. (صحیح بخاري: ۲۰۵، سنن ابی داؤد: ۱۴۶)، د قبول سوي حج جزاء جنت ده.( صحیح بخاري حدیث: ۱۷۷۳) او داسي نور...

 

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته