حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ددې ایت وحي وسوې: نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ...(بقرة- ۲۲۳) ژباړه: ستاسو ښځي ستاسو لپاره فصلونه دي، خپل فصل ته ورځئ څه ډول چي وغواړي. نو ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي چي د خپلي ښځي سره نژدېکت (باید د مخ په فرج کي وي) که د شا د خوا ورته راځي یا د مخ له خوا ورته راځي کولای يې سي خو البته د شا د فرج څخه به ځان ساتي او همدارنګه د حیض په وخت کي به د جماع څخه ځان ساتي. (رواه الترمذي و ابن ماجه)