ژباړه: محمد اسماعیل شهاب
يوه بزرګ ته يوکس د خپلي مېرمني عيب بيان کړی، نو هغه بزرګ ورڅخه وپوښتل: ستا د کالو مينځونکی څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.
ستا اشپز څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.
ستا د کور او مال چوکيدار څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.
د خپل مور او پلار کور پرېښودل او د عمر ترپايه څوک ستا ملګری سوی دی؟
هغه وويل: زما مېرمن.
د پرېشانۍ او غم په وخت کي تا ته تسليت څوک درکوي؟ هغه وويل: زما مېرمن.
کله چي ته ناروغه سې نو ستا خدمت څوک کوي؟ هغه وويل: زما مېرمن.
بزرګ پوښتنه ځني وکړه چي ستا مېرمن ددې ټولو کارونو مزدوري ستا څخه غواړي؟ هغه وويل: یا.
بزرګ وفرمايل: ستا د مېرمني یوه عیب ته دي څنګه ژر پام سو خو د هغې دومره ښېګڼي او احسانات دي نه در په يادېږي!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه