تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که سورة ملک ووايه د مغفرت تر بريده به يې شفاعت کوي
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  January 25, 2021
  0

که چا سورة ملک ووايه د مغفرت تر بريده به يې شفاعت کوي

 

لیکنه : مولانا محمدزکريا/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عن ابي هريرة(رضي الله عنه)قال قال رسول الله ان سورة في القران ثلثون آية شفعت لرجل حتى غفر له وهي تبرک الذى بيده الملک.

 

ژباړه: د حضرت ابي هريرة(رضي الله عنه)څخه روايت دئ، چي نبى (عليه السلام) فرمايلي دي: په قرآن کي دېرش آياته سورة دي، چى د ويونکي لپاره شفاعت  کوي تر څو ويونکي  ته مغفرت وسي او دغه سورة تبارک الذي بيده الملک دئ، (يعني سورة الملک دئ).
د تبارک الذي  سورة په اړه هم د نبي (عليه السلام) څخه يو روايت رانقل سوى دئ، چي نبي (عليه السلام) فرمايي: زما زړه غواړي چي دا سورة د هر مؤمن په زړه کي وي (يعني په ياد يې وي).


په يوه روايت کي راغلي دي: څوک چي سورة تبارک الذي او الم سجدة  سورة  د ماخستن او ماښام په منځ کي ووايي ګويا شب قدر يې روڼه  کړه.  په يوه روايت کي راغلي دي چي څوک دغه دوه سورتونه ووايي اويا نېکۍ به پسي وليکل سي او اويا بدۍ به ځني ليري سي.  په يوه روايت کي راغلي دي، چي د دغو دوو سورتونو تلاوت د شب  قدر د عبادت سره برابر دئ.


ترمذي د ابن عباس(رضي الله عنه)څخه نقل کړى دئ، چي اصحابانو يو ځاى ناڅاپه خېمه ودرول  خبر نه وه، چي دلته قبر دئ. ددغه ځاى څخه د تبارک الذى سورة  اواز اورېدل کيدى. نبي (عليه السلام) چي راغلى، دوى حال ورته ووايه. نبي (عليه السلام) ورته وفرمايل: دغه سورة د الله (جل جلاله) د عذاب څخه منع کوونکى او خلاصېدونکى دئ. حضرت  جابر(رضي الله عنه)فرمايي  چي نبي (عليه السلام)  به تر هغه وخته پوري نه بيده کېدى تر څو الم سجده او تبارک الذي سورتونه به يې نه واى لوستلي. خالد بن معدان (رحمة الله علیه) فرمايي: ما ته دا روايت رار سېدلى دئ، چي يو سړى ډېر ګناهګار و او سورة  الم سجدة يې لوستل.

 

د دې پرته يې نو رهېڅ نه کول  کله چي  مړ سو نو دغه سورت خپل وزر پر وغوړاوه او وې ويل: اې ربه! دغه سړي زما ډېر تلاوت کاوه (يعني دغه سورة د دغه سړي شفاعت کاوه) شفاعت يې قبول سو او امر وسو، چي د هري بدۍ په بدله کي دي يوه نېکي ورکړه سي. خالد بن معدن (رحمة الله علیه) فرمايي دغه  سورة به په قبر کي د ويونکي لپاره دليل وايي تر څو دى  الله (جل جلاله) وبخښي او وايي به: اې الله (جل جلاله)! که به زه ستا د کتاب څخه يم نو زما شفاعت د ده په اړه قبول کړه او که به نه يم نو ما د خپل کتاب څخه ليري کړه. دغه سورة به د مرغه په بڼه سي خپل وزر به پر ده باندي و غوړوي تر څو د عذاب  څخه يې وژغوري.  پورتنی  ټول  مضمون  يې د تبارک الذي په شان کي هم ويلى دئ. خالد بن معدن (رحمة الله علیه)  به تر هغه وخته پوري نه بيدېدى تر څو دغه دوه سورتونه يې نه واى ويلي. طاؤس (رحمة الله علیه) فرمايي :

 

دغه دوه سورتونه د ټول قرانکريم  پر هر سورة باندي  شپېته  نېکي  زياتي لري. د قبر  عذاب  اسانه  خبره نه ده هر څوک  چي مړ سي نو لومړى  به  د قبر  د معاملې سره مخ کېږي. حضرت عثمان(رضي الله عنه)  چي به کله  قبر ته ودرېدى نو دومره به يې وژړل  چي ږيره  مبارکه به يې لنده سوه يو چا پوښتنه ځني  وکړه، چي تاسو  د جنت او دوزخ  د بيان  په وخت کي دومره  نه  ژاړئ  لکه د قبر د درېدو په  خت کي. ده ورته وويل: چي ما د رسو ل الله (صلی الله عليه وسلم)څخه  اورېدلي دي، چي قبر د منزلونو لومړى  منزل دئ، که چا ته  اسانه سو ټول منزلونه به ورته اسانه سي او که پر سخت سو نو په نورو ځايو  کي هم  نه سي خلاصېدلاى دغه ډول دا مي هم اورېدلي دي چي تر قبر وېرونکى منظره  نسته .


رواه احمد وابوداود والنسآئي وابن ماجة والحاکم و صححه وابن حبان في صحيحه.


ماخذ: دقران فضایل 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته