تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان ځوانه کله وښيږې؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2022
  0

مسلمان ځوانه کله وښيږې؟


لیکنه : مولوی احمدشاه شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مسلمان ځوانه! تاريخ شاهد دی، چي کفارو خپل زيات امکانات او عمرونه په دې کي مصرف کړي دي، چي څنګه تا د مځکي له مخ څخه نيست او نابود کړي، قرآن شاهد دی چي همدا کفارو درسره سخته دښمني کړې ده او کوي(1) يې،  خو ته لاهم لاس در زنه ناست يې او په دې فکر کي ډوب تللی يې چي ستا اصلي دوښمن به څوک وي؟


همدغه کفار وه، چي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام يې د خپل وطن پريښودلو ته مجبور کړه او د لمنځه وړلو لپاره يې هر قسم پلانونه په کار واچول، د مسلمانانو  د مقابلې لپاره يې لښکرکشۍ وکړې، حمزه رضي الله عنه يې په شهادت ورساوه،د احد په يوه ورځ يې 70 کسه صحابه کرام شهيدان کړه، د مسلمانانو په مقابل کي يې دې دښمنۍ ته ادامه ورکړه په هره پيړۍ کي يې په لکونو او ميليونونو مسلمانان  يې شهيدان کړه، او دې دښمنۍ ته يې تر نن پوره ادامه ورکړې ده او اوس هم اخته دي ستا د کونډيانو، بُرو ميندو او يتيمانو تعداد په داسي اندازه در زياتوي چي ته يې شميرلاي هم نه شي، خو ته په دې فکر کي ډوب تللۍ يې چي نن د کرکټ بازي زمبابۍ وګټله که بنګله ديش؟ د خپلو يتيمانو شمار نه دي درته معلوم خو د کرکيټ د بالونو، منډو او رنځونو شمير هر وخت درته معلوم وي.  سبحان الله مسلمان ځوان کله دومره بي احساسه وو؟؟؟


همدغه کفار دي چي د فلسطين مسلمانان يې بي اوره کباب کړه خو د برما مسلمانان يې په اور کباب کړه، اولنۍ قبله (مسجد اقصی) يې قضبه کړه، د ټولي نړۍ پر مسلمانانو يې يرغل او تجاوز وکړ، د مسلمانانو عزت او ناموس يې لوټ کړ، د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم کارتون يې جوړ کړ، قرآن کريم ته يې اور واچاوه، همدې سپيڅلي الهي کلام ته يې په غرور او تکبر د خپل کلاشنکوف شپيلۍ سيخ کړه او په مردک يې سوری سوری کړ، د اسلامي شعائرو سپکاوۍ يې وکړ، مدرسې او مسجدونه يې پر مؤمنانو را نسکور کړه او د خاورو سره ئې خاوري کړه، په نيمه شپه يې ستا د ورور پر کورتجاوز وکړ او ستا يو ورور يې د خپلي ميرمني، مور، خور او پلار مخ ته شهيد کړ او ستا بل ورور يې له ځان سره زندان ته يووړ، ښه نو دا ځناور چي دا وحشتونه کوي ايا په اسلامي امت کي ځوانان نسته؟ الله اکبر! ايا دا هر څه ته په خپلو سترګو نه وينې؟ ايا ددې وحشتونو مخه نيول ستا مسؤليت نه دي؟


اې مؤمنه! دا هم هغه کفار دي چي ستا د ورور د کورنۍ 14 تنه يې د شهادت څخه وروسته په اور کباب کړه، ستا پر مؤمنانو باندي يې ښکار (نښان) زده کړ، ستا په وطن کي يې هر قسم اسحلې وه ازمايلې،  د ودو او جلسو مراسم يې په جنازو درته بدل کړه، د واده زومان او معصوم حافظان يې ګلان په غاړه د تور لحد ميلمانه کړه، د معصومو مؤمنانو نازکي سينې يې غلبيل کړې او تر هغه زړونو يې مردکونه ويستل چي د الله تعالی کلام يې حفظ کړئ وو،  ستا ورور يې دومره ستا په مقابل کي وروزۍ او دومره يې ستا دوښمن کړ چي اوس ستا په وژلو او مثله کولو نظامي رتبې او مډالونه ترلاسه کوي، افسوس! ځوانه کله وښيږې؟ ايا اوس هم اصلي دوښمن نه پيژنې؟ ايا دا ستا ځواني او نور نعمتونه الله تعالی ددې دپاره درکړې دي چي يوازي خوب او خوراک وکړې؟ د اسلامي امت د بُرو ميندو، کونډو خويندو او معصومو يتيمانو چغاري او آهونه نه اورې؟ ايا ددې امت د نجات دپاره دي سپينږرو ته طمع ده او که ماشومانو ته ځوان خو ته يې! د ټول اسلامي امت تاته طمع ده خو ته په فيسبوک، پاپ جي، عبثو ميلو او فالتو سريالو باندي اخته يې! 


صحابه کرام ددې امت رښتيني ځوانان وه، هغه ځوانان چي نبي صلی الله عليه وسلم راويښ کړي وه، هغه ځوانان چي ځيني امپراطورۍ يې را نسکوري کړې او د ځينو څخه يې د سوونو کلونو لپاره جزيه واخيستله، هغه ځوانان چي اسلامي امت ته يې ژوند ورکړ، هغه ځوانان چي د اسلام بيرغ يې پر شرق او غرب ورپاوه او تر ما او تا پوري يې په پوره امانت اسلام راورساوه.


مسلمان ځوانه! ستاسره نن هم هغه اسلام موجود دي چي صحابه کرامو پرې عمل کاوه، فقط ويښ سه! احساس او ضمير دي را بيدار که! د دين په لارښوونه او د الله تعالی په توکل خپل مسؤليت درک که او د اداء کولو دپاره يې لستوڼي راپورته که! اسلامي امت او راتلونکو نسلونو ته همدا ته نجات ورکولای سې!


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۷کڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته