تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خدایه ما ته داسې زوی راکړي:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2022
  0

تعلیم الاسلا م ویب پاڼه 


یو انګریزلیکوال  خپل زوی ته داسي دعا کوي: اې لويه خدايه داسې یو زوی راکړي چي زما د کمزوری او بوډاوالي په وخت کي خورا پیاوړی او غښتلی وي.


 د وېرې پر مهال زړور وي. د ماتې پر مهال مات نشي او د بریا په وخت کي عاجز او اصيل وي. داسې یو زوی راکړې چي کله ثبات او کلکوالي ته اړتیا وي شاته نشي. خدایه داسې یو زوی راکړې چي تا وپېژني او ځان وپېژني ځکه همدا د علم او پوهې بنسټ دی.


تل يې مخکښ ولرې، دا دعانه کوم چې د هوساینې او آسانیو په لارکي دئ مخکښ وي، بلکي له ستونزو، کړاوونو او ننگونو څخه په برخمنو لارو کي. دا ور زده کړي چي د توپانونو پر مهال کلک ولاړ وي او د هغو کسانو په وړاندې مهربان وي کوم چي ناکامېږي، داسي زوی راکړي چي زړه يي روښانه او هدف يي لوړ وي. مخکې له دې چي نور پوه کړي لومړی ځان پوه کړي.

داسې یو زوی چي خندا يي زده وي او ژړا یي هېره نه وي، د راتلونکې لپاره تېر وخت هېرنه کړي. له یادو ټولو ځانگړتیاوو سره سره دا دعاهم کوم چي غوره او ښه خوی ور په برخه کړي. عجز او خاكساري ور په برخه کړي څوتل رښتينې ساده گي، هوښیاري او د رښتیني ځواک نرمي ولري.


په دې وخت کې به زه د هغه د پلار په توگه په چوپه خوله ددې خبري جرئت پیدا کړم چي “ما خپل ژوند عبث نه دی تېر کړی.“


ماخذ : ویاړلي ژوند


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته