تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدیریت سبک
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  May 14, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د ادارې لند عمر: د کسب او کار په زیاترو برخو کې له يوې لنډې زماني دورې وروسته، د وگړیو د تخصص نشتون د مشاهدې او ارزونې وړ دی. خو دمدیریتي کړنې او له هغې څخه د حاصلو پایلو تر منځ يو زماني ځنډ سته . چې د مدیر د تخصص واقعي کچه په برخه کې د چټک قضاوت کولو پر وړاندې کرځي.


کله که ادارې ته داسې يو مدير غوره سي چې پر تخصص باندې پوره واکمن نه وي، نو د ادارې د ژرمهاله یا ژر راتلونکې ماتې تمه هم باید وسي. همدارنگه په مديريتي بستونو کې د نا متخصصو کسانو شمېر ترنورو مشاغلو څو ځله زیات دی، له همدې امله د ادارو متوسط عمر تر نورو حرفوي مشاغلو لنډ وي.


مدیریت یو علم دی: 


مدیریت لکه د نورو علومو په شان قواعد او تخنیکونه لري چې ورباندې پوهېدل او تر لاسه کول يې اړین دي. همدارنگه لکه د نورو علومو په شان گڼې اجزاوې او عناصر لري چې په گډه يو کل تشکیلوي او د كل ماهیت داجزاوو په بدلېدو سره بدلون مومي.


اوس دې برخې ته د غیر مدیریتي متخصصینو په ورود سره د يو داسې . مكتب بنسټ ايښوول کيږي چې فکري اساس يې پر نورو علومو لکه انجنیري، طب او... ولاړ دی. که څه هم د مدیریت په حوزه کې د نورو علومو د قوانینو تعميم په ځینو مواردو کې د اجرا وړ دی، خو په مدیریت کې دسیستم نه څارنه به د ادارې لپاره زیانمنې پایلې ولري.


په مدیریت کې د انسان مقام: 


مدیریت د انساني علومو تر ټولگې لاندې د علم يوه څانگه ده چې په دوو مقولو (علم او انسان) پورې تړاو لري. د انسان د اړتیاوو، وړتیاوو او کړنو په گډون د هغه پېژندنه د یو مدیر له غوره توانمنیو څخه گڼل کیږي. د هرې ادارې بریالیتوب د هغې د انساني ځواک په بریا پورې اړه لري. د هغه لوستي او تحصیل کړي وگړي پر تله چې د مدیریت پر تخنیکونو واکمن وي، خو انساني اړخونه يې کمزوري وي، د يو نالوستي خو له انساني اړتیاوو نه باخبره وگړي د بریا احتمال څو ځله ډیر دی .
په ځواب راتلو کې ځند نورو دندو سره د مدیریتي دندې غټ توپیردا دی چې معمولاً د مدیر نیونې یا پریکړې او کړنې څخه تر لاسه سوې پایلې، د د يو زماني ځنډ سره جوختې دي؛ هر څومره چې دا موده اوږدیږي، په هوډنیونه کې د تېروتنې احتمال هم ډیریږي.
د مدیرانو ښکاره توپیر د هغوی د اوږدمهالو تفکراتو په ژوروالي کې دی. واقعي مديران دا توان لري چې د پراخ لیدلوري پر اساس د مدیریت ټولو مباحثو ته خپل تصمیمونه ځانگړي کړي.


مدیریت ته سيستمي کتنه:


د مدیریتی مباحثو له سم او بشپړ درک او د اجزاوو له پېژندو پرته به يې د یوې ادارې د مدیریت خپلولو لپاره هیڅ وخت لازم صلاحیت تر لاسه نسي.


د خپل مدیریت سبک ومومئ:


مدیریت د علم او هنر یو ځای کول دي. یو مدیر باید د مدیریتي پوهې تر لاسه کولو سربېره او د ځان پېژندنې یا د خپلو واقعي ځانگړنو لکه آرامتیا، وفا، شجاعت، هوښ، هیجان، وېره، بېړه او... پېژندنې سره د مدیریت مناسب سبک رامنځته کړي. تل باید په یاد ولرئ چې د مدیریت تر ټولو غوره سبک هغه دی چې تاسو له خپلې ځان پېژندنې څخه لاسته راوړي دی .


چاپېریال د ځان سره برابر کړئ: 


په معمول ډول د فردي ځانگړنو تر منځ توپیر ډیر ستونزمن دی، خو د خپلو ځانگړنو سره د چاپېریال جوړول، دومره سخت کار نه دی. په عین حال کې دچاپېریالي لاملونو بدلولو سره د کمزوریو پټول، د دې لامل گرځي، څو د وگړي د شخصیت اړخونه وغوړیږي. ټول انسانان د پیاوړتیا او هم د کمزورۍ ټکي لري، خو د مثبتو ټکیو په تقویت سره کیدی سي چې د کمزورۍ ټکي ورو ورو کم سي.


په رښتیا هم د مدیریت هنر دا دی چې پر پیاوړتیاوو باندې کار وسي او کمزورۍ له پامه وغورځیږي.


یو بریالی مدیر د کمزوريو له منځه وړلو او د ځواک پیاوړي کولو لپاره خپلوهمکارانو سره په مرسته، د ادارې لپاره د شتمنۍ او ارزښت رامنځته کولو لپاره شرایط برابروي.


د ادارې سن سره برابر مدیریت :


د مدیریتی تگلارې سیاستونه باید د ادارې د روحي اوسنیو شرایطو تابع وي. يوه نوې تأسیس سوې اداره لکه د نوي پیدا سوي ماشوم په شان ډېرې څارنې او پالنې ته اړتيا لري، په کار فعالیتونه او ظرفیتونه رعایت سي او دخطاوو پر وړاندې د تېرېدن او نرمښت سیاست په کار واچول سي. د ځوانۍ د سن او ودې پړاوونو کې د مدیر سخت دريزي اوج ته رسیږي، پر اداره باندې ډیرسخت قوانین او انضباط واکمنيږي او چاپېریال د يو لوی بدلون لپاره تیاریږي . د زړښت په دوره کې اداره ځان موندنې، باور او درناوي ته اړتيا مومي اودمدیر د تگلارې سبک باید دغو اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي.


په مدیریت کې منځلاري:


څنگه چې يو مدير له خپلو کارکوونکو څخه داسې تمې ولري، چې له لاسرسي لېرې او ناشونې وي، نو له څه مودې و روسته اهدافو ته د نه رسېدو او ناکامۍ له امله کارکوونکي خپله انگېزه له لاسه ورکوي. دغه راز که چېرې ډېرې لومړنۍ او ساده تمې او هیلې په پام کې ونیول سي، نو کارکوونکي يې له بوج نه په اسانۍ وتلی سي، د انعام او بدلې ته يې هم درلودلی سي او د نه موندلو پرمهال خپله انگېزه هم له لاسه څخه ورکوي. په منځنۍ کچه تمو او هیلو ته لاسرسی نه ناشونی دی او نه هم ډیر ساده. په کار ده چې اهدافو ته دکارکوونکو له لاسرسي وروسته، هغوی ته بدله په پام کې ونیول سي او بیا ورته په نوې کچه تمې او انتظارات تعریف سي. د دغه دوران استمرار، اداره د تکامل او هدایت پر لوري سموي


اقتضايي مدیریت: 


یو مدیر باید د ادارې د بهرنیو او دنننیو شرایطو او پر فعالیتونو باندې د اغېزمنو لاملونو پر اساس، خپل تصميمات ونیسي. که څه هم له پیاوړو ادارو څخه تقلیداخیستنه، د مدیریت په حوزه کې يوه متداوله تگلاره بلل کیږي، خوباید له پامه ونه غورځول سي چې بریالۍ ادارې خپلې کړنلاري  د خپلو بهرنیواو دنننیو شرایطو پر اساس طراحي کوي.


ثابت او متغیر اصول:


د مدیریت یو لړ اصول لکه صداقت، عدالت، رښتیا ویل او کارکوونکو ته درناوی د هغه ثابت چوکاټ اجزاوې گڼل کیږي چې د شبکې په شان یو تر بله تړاو لري؛ له دغو اصولو څخه د هر یو اصل زیان، په ډیره ساده توگه نوراصول هم زیانمونوي. بل ډول اصول لکه استخدام، د کار ساعتونه او نور، باید د ادارې ورځنیو شرایطو پر اساس بدلون ومومي، له دې پرته به اداره د ماتې پنځم حالت د بهرنیو معادلاتو بدلون سره مخامخ سي. یو مدیر باید د دغو اصولو دقیقه ډلبندي او د ادارې د ثابتو اصولو د ساتنې پر وړاندې قاطع او نفوذ نه منونکې تگلاره ولري او همدارنگه د بدلون وړ اصولو سره په ټکر کې باید دځیرک نرمښت یا انعطاف خاوند وي.


ماخذ : د مدیریت وروستی راز


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته