تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هيواد د‌ جوړېدو اساسي عامل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د هيواد د‌ جوړېدو اساسي عامل 


که دقيق فکر وکړو، نو پوهيږو چي د‌ يوه هيواد د‌ جوړېدلو اساسي عامل د‌ هماغه هيواد اولس دی، چي د خپل هيواد د پرمختګ او ترقۍ اسباب ئې اختيار کړي دي او د ترقۍ په وړاندي موانع او خنډونه ئې تشخيص کړي او ليري کړي دي.


د‌ ارتقا له اسبابو څخه يو سبب دادی، چي هر هيوادوال تر خپله وسعه داخلي توليدات ولري يا ئې په تقويه کي برخه واخلي.
څوک چي وسع ولري، هغه بايد د صنعت، زراعت يا نورو توليدي برخو با کيفيته خدمات ولري.


که دغه وسع نلري، نو د داخلي توليداتو په مصرفولو سره دي داخلي توليدات تقويه کړي.


دولت او نظام هم مکلف دی، چي د توليدوونکو او پانګه اچوونکو پوره ملاتړ وکړي، تر څو د نورو له احتياجه خلاص او پر خپلو مټو تکيه سو، لکه:


۱). پر هغو وارداتو بنديز لګول يا تعرفې پر لوړول، چي ورود ئې د داخلي توليداتو د فلجېدو سبب کيږي؛


۲). د متشبثینو او پانګه اچوونکو حمايه او ملاتړ؛


۳). د نوو تشبثاتو او پانګو اچونو لپاره د مځکو، اوبو، برېښنا او نورو خدماتو لپاره قوي ميکانيزمونه جوړول او تطبيقول؛


۴).  د بهرنيو هيوادونو سره داسي تفاهمنامې ايجادول، چي د صنعت، زراعت او نورو تشبثاتو په برخه کي د اړوندو وزارتونو او متشبثینو سره دوامداري همکاري وکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته