تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صنعتي کېدل د افغانستان د پرمختګ اساسي اړتیا ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 15, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


صنعتي کېدل د افغانستان د پرمختګ اساسي اړتیا ده 


د افغانستان د پرمختګ په لاره کي یوه مهمه مسئله دا ده، چي دغه هیواد باید صنعتي سي، د صنعت له اړخه باید پر ځان بسیا سي او د نورو هیوادونو له احتیاج څخه خلاص سي. 


د نړۍ هیوادونه ډېر پرمختللي دي، د دوی د پرمختګ راز دا دئ، چي صنعت ئې پرمختللی دئ، د صنعت په برکت ئې خپل خلګ پر کار کړي دي، خپل ځانونه ئې د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي دي او د همدې صنعت په برکت ئې خپلو خلګو ته هوسا ژوند برابر کړی دئ. 


افغانستان هم د نورو هیوادونو غوندي اړتیا لري، چي باید د صنعت ودي ته ئې ځانګړې پاملرنه وسي، اوس د جنګ کمبله ټوله سوې ده، د دې له پاره ښه زمینه مساعده ده، چي د هیواد د اقتصادي ځان بسیایني غم وخوړل سي او د صنعت د ودي له پاره د خصوصي سکټور ملاتړ وسي. 


بېله صنعتي انقلاب څخه د افغانستان پرمختګ ناشونی دئ، موږ باید دومره توانايي ولرو، چي د خپلي اړتیا وړ صنعتي توکي په خپل هیواد کي تولید کړو، موږ باید د دې وړتیا ولرو، چي خپل کانونه د خپلو داخلي کمپنیو په مرسته استخراج کړو، ترڅو ګټه ئې یوازي او یوازي افغانانو ته رسېدلې وي. 


که چیري زموږ د هیواد کانونه د بهرنیو کمپنیو له خوا استخراج کیږي، ګټه به ئې ډېره کمه وي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د جولای میاشتي شپږمه په کابل کي د صنعتکارانو یوې غونډي ته په وینا کي وویل، چي هغه بهرنۍ کمپنۍ چي د افغانستان کانونه استخراجوي، یوازي ۷ سلنه ګټه ئې د افغانستان اسلامي امارت ته ورکوي. 


د نوموړي په خبره دغه ګټه ډېره کمه ده، د کانونو څخه هغه وخت موږ پوره پوره ګټه اخیستلی سو، چي زموږ داخلي کمپنۍ دومره ظرفیت ولري، چي دغه معادن استخراج کړي. 


د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره د اسلامي امارت ژمنتیا سته او په دې لاره کي د اقتصادي معاونیت له لوري په پرله پسې ډول منظمي هڅي رواني دي، خو د دې سره په څنګ کي د صنعت د ودي په برخه کي که پاملرنه لا زیاته سي، ګټه به ئې ډېره مثبته وي، د خصوصي سکټور ملاتړ د صنعت د ودي په برخه کي لا آسانتیا رامنځته کولای سي. 


بله مهمه خبره د کانونو د استخراج مسئله ده، چي باید تر ډېره حده کوښښ وسي، چي په داخلي کمپنیو کي دومره ظرفیت پیدا کړل سي، چي د کانونو استخراج وکړي، ترڅو د دې ملي شتمنۍ لا ډېره ګټه افغانانو ته رسېدلې وي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته