تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خرڅلاو کې د بریالیتوب لارې چارې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2021
  0

 


ایډیټ : بصیر یوسفزی /  تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱- د ساده کارونو په ترسره کولو هوښیار او چالاکه اوسئ.


٢- بریالیتوب سفر دی، نه هدف.


٣- په خرڅلاو کې ځان د مشتري پرځای کړئ.


۴- په هره سوداګرۍ کې انساني اړیکي له مسلکي جزیاتو څخه غوره دي.


۵- پرته له دې چې وګورئ مشتري له تاسې سره څه ډول چلند (ښه یا بد) کوي، تاسې باید خپل انساني کرامت وړاندې کړئ، ډاډه اوسئ چې په دې کار سره به مشتري تاسو جذب کړی وي.


۶- کله چې مشتري ستاسې ادارې یا کارځای ته د رسي، نو له هغه سره د هغه د احوال پوښتنه وکړئ.


۷- کوچني پرمختګونو ته په ټیټه سترګه مه ګورئ، ځکه همداتاسې لویو بریالیتوبونو ته رسوي.


۸- هغه ژمنې چې د خرڅلاو پرمهال مو له مشتري سره کړې وي، پرهغې وفا وکړئ.


۹- که چېرې ستاسې لباس د چا په یاد وي او ستاسې خندا يې په یاد نه وي، نو پوه سئ چې د خرڅلاو پرمهال مو نه دي خندلي.


۱۰- په خرڅلاو کې کوښښ وکړئ چې خپل وخت مو په لاندې ډول ووېشي۵۹ سلنه غوږ ونیسی، (۲۶) سلنه خبرې وکړئ، (۹) سلنه ولیکی او (۶) سلنه ولولئ.


۱۱- مشتري هغه څوک دی چې ستاسې د اولادونو د سفر لګښت،د ښوونځي فيس، د واده لګښت او نور برابروي، چې داسې ده، نوباید په ارزښت یې پوه سو.


١۲- له تاسې څخه خوښ او راضي مشتري تر ټولو ښه تبلیغات دي. دې ته بې لګښته اعلان هم وايي.


۱۳- خرڅلاو د يوې معاملې پای نه، بلکې پیل دی.


۱۴- هېڅکله هم له مشتري سره بحث مه کوئ.


۱۵- د خوښۍ لپاره دوه لارې دي: له خپلو غوښتنو تېر سئ او یا له هغو وسایلو څخه ګټه واخلی، چې تاسې خپلو غوښتنو ته رسوي.


۱۶- مخکې تر دې چې د مشتري ذهن بدلون وکړي، باید تاسې خپله تغیر وکړئ.


۱۷- مشتري زموږ رئیس دی.


۱۸- خپل فکر ته مو پام کوئ، هغوی کلیمې، دوی عمل او هغوی عادتونه او دوی ستاسې شخصیت هم جوړوي.


۱۹- سوداګري هغه ځای ته ځي چې بلل سوې وي او په هغه ځای کې پاتې کېږي چې له هغې سره ښه چلند سوی وي.


ماخذ: اقتصادي لاري چاري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته