تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د عزت میاشت ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 18, 2023
  0

روژه د عزت میاشت ده


 لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عزت هغه شريف خصلت، ښه عادت، لوړ اخلاق او قيمتي ادب دی، چي د عزتمندو انسانانو زړونه ورباندي عاشق دي او د با اعتباره خلګو نفسونه يې د کسبولو کوښښ کوي.


اسلام د عزت او کرامت دين دی، اسلام د ترقۍ او پرمختګ دين دی، اسلام د کوښښ او اجتهاد دين دی. اسلام د ذلت او مسکنت دين نه دی او اسلام د سستۍ او ټنبلۍ دين نه دی.


د روژې مبارکه مياشت د عزت حاصلولو لپاره ډېر پيراخ او وسيع ميدان دی او يوه ډېره ښه زمينه او فرصت دی په دې خاطر دی چي روژاتی په روژې باندي د عزت اخلاق لاس ته راوړلای سي پدې شرط چي خوړل، څښل، شهوت او ټول ګناهونه پسې پرېږدي.


ځکه د روژې په نيولو باندي انسان د بې اعتباره حالت او سپکو کارونو څخه را وځي او د عاداتو د زندان او نفسي غوښتنو څخه نجات پيدا کوي چي دا خپله لوی عزت دی.


همدا راز روژاتی پدې باندي عزت پيدا کوي چي په روژه کي ځان د جنګ، رياء، جهالت، فسق او عبثو کارونو څخه ساتي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث، ولا يصخب » وفي رواية « ولا يجهل » ، وفي رواية « ولا يجادل »


ژباړه: کله چي ستاسي څخه د یوه روژه وي نو فسق دي نه کوي او چيغي دي نه وهي، په بل روایت کي راغلي دي: جهالت دي نه کوي او په بل روایت کي راغلي دي: جنګ دي نه کوي.


او دا معلومه خبره ده چي څوک داسي روژه ونيسي نو د ځان لپاره يې عزت او کرامت وساتی او د هغو خلګو څخه يې ځان و ايستی چي ښکنځل او بدي خبري ورته خوند ورکوي.


همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کوي چي په دې مبارکه مياشت کي ډېر عبادات کوي ځکه په ډېر عبادت باندي طبعا د انسان ارتباط د الله تعالی سره ټينګيږي او نورو شيانو سره يې رابطه لږيږي چي پدې کار باندي انسان عظيم عزت تر لاسه کولای سي ځکه چي د الله پاک سره ډېره رابطه، د عباداتو ډېروالی او د ايمان قوت رښتينی او حقيقي عزت دی. الله پاک فرمايي: وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ.[المنافقون 8] ژباړه: عزت د الله، ر سول او مؤمنانو لپاره دی.


همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کولای سي چي په دې مبارکه مياشت کي د الله پاک په لاره کي ډېر انفاق کوي، د اړو انسانانو سره نيکي او احسان کوي او د خلګو حاجتونه پوره کوي چي دا خپله د انسان لپاره لوی عزت دی ځکه چي په دې کار باندي ډېر مسلمانان د سوال څخه ساتل کيږي او د ډېرو اخلاقي مفاسدو مخه نيول کيږي چي دا کار د ډېر ثواب تر څنګ د مسلمان لپاره لوی عزت هم دی.


www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته