تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطان امتیان !
  تعلیم الاسلام
  October 18, 2017
  0
لیکنه: محبوب الرحمن رأفت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
مسلمان باید د نور خلکو په هکله مطالعه وکړي چې ګټور علوم یې ترې واخلي او له بدو عقایدو، افکارو او عاداتو يې ځان وساتي. نن سبا په غرب کې داسې ډیر څه شته چې موږ ترې علمی ګټه پورته کولای شو او داسې ډیر څه هم شته چې له وحشت او حیوانیت يې پرته بل څه نه شو بللالی.
 
د شیطان امتیان د غرب د وحشت ښه نمونه ده
 
 
په ۱۹۶۶میلادی کال کی په غرب کې د شیطان امتیانو په نامه نوې ډله جوړه شوه. دغه ډله د آسمانی دینونو په مخالفت د شیطان ستاینه کوي او ځانونه یې امیتان بولي. له دې مخکی شیطان بد ګڼل کېده خو«جورج برناد» په خپلو ادبې کتابونو کې له شیطانه قهرمان جوړ کړی چې دوی له هغه او له ادبې کتابونو یې متأثر شول نو شیطان یې خپل خدای وباله. (نعوذبالله!)
 
 
د شیطان امتیان په دې باور دي چی بد نشته. آن د انسان وژل هم بد نه دي، ځکه مرګ انسان نه ختموي. دوی شراب پریمانه څښي، موسقي ډیره اوري، ګ‌‎ډاګانې (رقصونه) کوي او ډله ییزې زناګانې کوي.
 
 
د قبرونو کینل او د مړوګ‌ډول، د پیشو او کوچني سپي وینه یې څښل او دې ته ورته نور وحشیانه کارونه د دوی عبادت ګڼل کیږي. د شیطان امتیان خپل ماشومان تحقیروي او احساس یې وژني، نیشه یي مواد پرې خوري، ډېر یې وهې او د انسان د غوښې خوړو او وینې څښلو ته یې مجبوروي.
 
 
د شیطان د امتیانوعبادتونه او عادتونه ټول دې ته ورته وحشیانه او داسې دي چي انسانیت ته بې احترامي ګڼل کیږي.
 
 
نه یوازې د شیطان امتیان – په غرب کې محدود او معلوم کسان دي، بلکي په تیرو څلور سوو کلونو کې چې انسان له هر دیني قیده آزاد شوی ـ په غرب کې داسې ډیر نظریات پیدا شوي چې سلیم عقل یې نه شي منلای.
 
 
چارلس ډارون چې د غرب د ډارونیزم د نظرې لومړی شخصیت دی او غربیان یې نظریات مني، د انسان او بیزو اصل یو ګڼي! په داسي حال کې چی دین اوعقل یې نه منې او همدا ده چې نن علم ثابته کړه چې د انسان او بیزو اصلونه بېل دي، نن ثابته شوې چي د انسان اصل انسان دی نه بیزو.
 
 
فروید چې ستر غربي مفکر دی او نن سبا په سایکالوجي (راوا پوهنه) کې مهم ځای لري، هغه ماشوم ته چې زړه یې د سپین کاغذ په څېر پاک دی، د شیطان په سترګه کوري او وایي چي نر ماشوم مور ته او ښځه ماشومه پلار ته د جنسي تمایلانو په اساس میلان لري. دا رنګه نور ‌ډیر فیلسوفان شته چې په خپلو فلسفو او نظریاتو کې د انسان شرف اوعزت متضرر کوي.
 
 
دا ټول نظریات چې د انسان او انسانیت بې حرمتي ګڼل کیږي، په غرب کې له پنځلسمې پیړۍ وروسته رامنځ ته شوي دغه وخت کې غربي فیلسوفان خلکو ته د هر ډول فکر مطلقه آزادي ورکړه داسي آزادي چې نه يې دین محدودوي او نه اخلاق همدا ده چي د شیطان ته ورته امتیانو ته ګډوډ نظریات رامنځ ته شول.
 
 
د همدغو نطریاتو د رامنځ ته کیدو لاملونه دي چې نن کابو نیم انګلستان په خدای باور نه لرې همدا ډول د نوروغربي هیوادونو اوسیدونکي په خدای باور بایللی او په کاملا آزاد انساني فکر يې اتکا کړې. همدارنګه په غرب کې د قانون جوړولو نوی مکتب جوړ شوی چې وایی انسان ته هر څه ښه ښکاره شول، هماغسي قانون دې جوړ کړي. دوی وایي چې هېڅ څه مطلقا ښه او بد نه دي.
 
کله چې د غرب دغه فکري بې لاري لیدل کیږي، د اسلام اهمیت او حقانیت ښکاره کوي.
 
 
اسلام مونږ ته په فکر کولو امر کړی، خو فکر ته یې لاري چاري هم راښودلي چې له بې لاری مو ساتي، ځکه اسلام د بشر د فطرت مناسب دین دی.
 
درسونه
 
 اسلام یوازنی دین دی چې عقل ته یې دومره آزادي ورکړې چې هم نوښت رامنځ ته کړای شي او هم د انسانیت د چوکاټه ونه وځي.
 
 د غرب ټکنالوجیکي پرمختګ د منلو وړ دی او مسلمان باید ددغې (مشترکي) ټکنالوجۍ د لاسته راوړلو هڅې وکړې دا نه یوازې ښه کار دی ، بلکی یوه اسلامي فریضه ده.
 
 د غرب غیرانساني او غیراسلامي اخلاق د منلو وړ نه دي مسلمان باید په دغه ډول فلسفو ځان خبر کړي او رد یې کړي نه دا چې په ناخبری کې يې قبول کړي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته