تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خالقه چاته دی ژړا چاته خندا ورکړله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 4, 2021
  0

 

 

 شاعر :جانان معتصم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


داخوستاویش ؤچې په برخه دي رضاورکړله
خالقه چاته دی ژړا چاته خندا ورکړله

 

داور په منځ کې له سوځولو څخه تاوساتي
و ابراهیم خلیل الله ته دي فناورکړله

 

لکه خُبیب لایی سرونه پاس په دارځړیږي
دصحابه ؤ و تاریخ ته دی بقا ورکړله

 

چې پرسینو یی بیادغشو څوکي ولګیدل
ستاعاشقانو ته دي څه مسته غزاورکړله

 

خودبې دخپلولاسوګوتي په چړووهلي
تاویوسف نبي زاده ته څه ښکلاورکړله

 

دمدینې دحبیب مینه یی په زړه کې پاته
بلال غریب ته دي پرزړه دغم دنیاورکړله

 

اوس چې دمینی فلسفه راته څرګنده شوله
نودجانان معتصم شعرته دي رڼا ورکړله

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ ګڼه)

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته