تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام قبلول
 
  June 21, 2012
  0
که ښځه په اسلامي وطن كي مسلمانه سي او مېړه يې كافر وي نو لومړى د قاضي لخوا د دې مېړه ته د اسلام قبلولو وړانديز كيږي ، كه مېړه يې هم اسلام قبول كړى نو دواړه پر هغه مخكنۍ نكاح چي د كفر په حالت  كي يې تر منځ وه پاتيږي ، يو او بل مېړه او ماينه سره بلل كيږي .

كه مېړه يې اسلام قبول نه كړى نو بيا يې قاضي د قضاء په حكم تر منځ بېلتون راولي ، دا بېلتون د ابوحنيفه او محمد رحمهما الله په آند د طلاق حكم لري ، نو ځكه دا ښځه هغه مهال د بل سړي سره نكاح تړلاى سي چي د طلاق عده پر تېره سي . د ابو يوسف رحمة الله علیه په آند دا ډول بېلتون د طلاق حكم نه لري ، نو ځكه دا ښځه د عدې تېرولو پرته د بل چا سره نكاح تړلاى سي .

كه د كفري وطن ښځه هلته په دار الحرب كي مسلمانه سي ، تر څو چي درې حيضونه يعني مياشتنۍ ناروغۍ پر تېري نه سي دا د خپل كافر مېړه د نكاح څخه بېله نه گڼل كيږي .
 
كه د درو حيضونو تر تېرېدلو دمخه يې مېړه هم مسلمان سي نو بيا دواړه پر هغه مخكنۍ نكاح پاته كيږي .
كه درې ښځينه مياشتنۍ ناروغۍ پر تېري سي او بيا يې هم مېړه اسلام قبول نه كړي تر منځ يې بېلتون راځي ، بيا دا ښځه كولاى سي چي د يو مسلمان سره نكاح وتړي .

په مېړه او ماينې كي چي هر يو مسلمان سي او د كفري وطن څخه د مسلمانو ټاټوبي او وطن ته راسي نو په همدې راتګ سره د دواړو تر منځ د نكاح اړيكي ختميږي .
 
د ابوحنيفه رحمة الله علیه په آند دا ډول ښځه كولاى سي چي بېله عدې څخه سمدستي د بل چا سره نكاح وتړي البته كه د دې ښځي اولاد په نس وي نو تر لنگون دمخه د بل چا سره نكاح نسي تړلاى .
د كتابيې يعني د يهودۍ او عيسوۍ ښځي مېړه چي مسلمان سي نو مخكنۍ نكاح يې صحيح بلل كيږي ، ځكه مسلمان د يهودۍ او عيسوۍ ښځي سره نكاح تړلاى سي .

د اهل الكتاب يعني د يهوديانو او عيسويانو څخه ماسيوا د بلي كافري ښځي مېړه چي مسلمان سي په لومړي ځل كي يې ښځي ته د اسلام منلو وړانديز كيږي كه ښځه هم اسلام قبول كړي دواړه پر مخكنۍ نكاح پاته كيږي .
 
خو كه ښځه يې اسلام قبول نه كړي نو بيا قاضي د قضاء د حكم پر بنسټ دوى سره بېلوي ، دا بېلتون د طلاق حكم نه لري ، نو ځكه كه د واده او خلوت دمخه دا بېلتون راسي ښځه د ولور حق نه لري خو كه تر واده يا خلوت وروسته يې تر منځ دا ډول بېلتون راسي بيا ښځي ته د هغې ولور په بشپړ ډول وركول كيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته