څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 28, 2017
       
د روژې د برکــت یوه قصه !
رالېږونکی: رحمت الله شیرزوی هیبتې / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱۳۹۲ کال وو روژې ته څو ورځي لا پاتي وي په کابل کې مې ډاکټر ته د انتظار شیبي شمیرلې یو ځوان زما تر څنګ کېناست د سر په ښوراولو یی روغبړ وکړ جګه ونه ، اوږده ویښتان ، غټې سترګې ، زیړ زبښلی ښکاریدو، وار له وار یی وپوښتم چې ته هم ناروغ یې ؟ ما په مثبت کې سر وخوځاوه  نوموړی ځوان سوړ اسویلی وکیــښ ویل یی روغ ځان باچا یي ده. ما ویل هو بیشکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جوړ صحت او وخت په ارزښت ډیر څه ویلي دي . ده ویل خلک وایي چې وخت طلا ده ، مګر په سروزرو غوره ده په فرصت کې تر سرو او سپینو ښه شی پیداکولی شي خو په دغو هر څه وخت لاس ته نه راځي ما یی خبره ومنله.

دواړو یوځای له لابرتوار څخه معاینات رواخستل، سپین ږیري ډاکټر خپلې عینکي په سترګو سمي کړي، موږ دواړو ته یی ویل چې ستاسو د ویني چربي شته ، یوه اونۍ وروسته له روژې څخه نوي معاینات راوړي . وخت داسي تیریږي لکه د ژمي مازدیګر، د ډاکټر نيټه شوه بیا هم د تیر په څیر دواړو د لابرتوار څخه معلومات وروړل ډاکټر ماته ویل چې د روژې له برکـتـه دوه ویشت فیصده چربي کمه شوي ده ان شاءالله د روژې تر پایی به صفر شي . 

کله چې یې زما د ملګری معاینات وکتل سر یی د افسوس په بڼه تاواوه نوموړی ته یی وویل ستا روژه نه وه ؟ هغه په منفي کې سر وخوځاوه زیاته یی کړه : صاحب د معدې تکلیف هم لرم ما ویل ډیر نه شي بل مې ستاسو دارو خوړل . ډ‌اکټر په لږ شان  لوړغږ وویل ستا  د ویني چربي زیاته شوې ده د شکر علایم هم شته او د زړه یو رګ دي بند شوی دی. په قهرجنه لهجه یې زیاته کړه: د روژې له امله د ویني غوړ کمیږي معده ته ګټه لري د ټولو ناروغیو لامل چربي ده. ته پوهیږي" الهی پیغام دی چې روژه د بنده له طرفه ما ته یوه ‌ډالۍ ده زه په خپله خوښه د دي قربانۍ بدله ورکوم" ما ته یی اشاره وکړه چې د نوموړی د ویني غوړوالی کم شوي دی .  زما د ملګری په څیره کې د خفګان علامې پیدا شوي ساه یی بنده بنده کیدله غریو واخیست په ژړا یې ډاکټر ته وویل زه باید د زړه عملیات وکړم ډاکتر د تایید په علامه سر وخوځاوه .