تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2023
  0

وړاندي کونکې اداره: تعلیم الاسلام راډيو

په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي

تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي

چي سیدان وي چي بارک ، توخي ، ترین وي 
چي ناصر، بابړان ، داوې وي لودین وي
چي ناصر، سلیمانخیل ، داوې وي لودین وي
چي میوند ، خاکریز ، غورک ، نیش ، میانشن وي
 چي هڅک ، الکو ، پوپل متحدین وي 
چي نورزي ، هوتک ، ترکي پر زمین وي
چي بولدک ، شاولي کوټ ، ارغنداب شین وي
په نارو به تښتېدونکي دوښمنان وي
تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي 
 
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
د امو سیند چي بیده دئ دا بهېږي
چي په بلخ کښي ازبکي ځوانان تاوېږي
چي پښتون ، فارسي زبان یو تر بل جارېږي
چي وطن ساتي تر سر او مال تېرېږي
په پنجشېر کي چي تاجک ورونه اوسېږي 
دوښمنان به ماته خوري نه پاته کېږي 
چي ودان په هزراه ورونو بامیان وي 
 تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي 
 
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
چي څو یو افغان ژوندی پر دې هیواد وي 
غلامي کله مني تل به ازاد وي
چي د تورو د احمد دور په یاد وي 
د یوه افغان پښتون به په فریاد وي 
چي غزنی د غزنوي په بچو ښاد وي 
دوښمنان به سراسر ټوله برباد وي 
چي دا ګل کابل موجود ، موجود پغمان وي
تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
ګوري کله سره او تور دوښمنان دوري 
چي زازي ، منګل ، زدران پر ختیځ ښوري
چي اواز وي د جرګو د خوست د لوري 
چي وي سر د ننګرهار په زلمو پوري 
چي ژوندي وي د لغمان د هنر ستوري 
دوښمن تښتي کنړي ځوانان به يې ګوري 
چي یاغي ، یاغي درې د نورستان وي
تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
چي خیبر په پښتنو زلمو سمسور وي 
دوښمنان د افغانانو به مخ تور وي 
چي اواز د بلخ ، خټک پر اټک سپور وي 
چي د کوټي هر کاکړ د اڅک ورور وي
چي هلمند دلته بهېږي هلته غور وي 
بل هوتک به د ګورګین په نیلي سپور وي 
په یوه اواز چي لر او بر افغان وي  
 تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي
 
په تدبیر که رسېدلي وي هامان ته 
که منلی وي هر څو ټوله جهان ته  
که نمرد وي غشي غورځوي اسمان ته  
چي په سپکه سترګه وګوري افغان ته 
پر دنیا غواړي دوږخ هغه وځان ته 
چي په جنګ راسي هر څوک افغانستان ته 
تر وطن دي عکاشه غمګین قربان وي 
 تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي 
 
په هر جنګ کښي به کټونکي افغانان وي          تر هغو چي کندهار ، بلخ ، بدخشان وي 
 
سرچینه: د تعلیم الاسلام راډیو د ترانو د ارشیف څخه
همدا شعر په ښایسته ږغ کي د ترنم په ډول دلته اورېدلای سی: ترنم
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته