اختياري ذبح
د حيوان ذبح دوه ډوله ده ، يوه ته يې اختياري ذبح وايي او بل ته يې اضطراري ذبح وايي .
د اختيار په وخت کي حيوان په غاړه کي حلاليږي ، حيوان پر غاړه د ستوني څخه نيولې بيا تر سينې پوري يعني د کوټي او ځيګر تر منځ پر غاړه هر ځاى ذبح کېدلاى سي .
په ذبح کي کرنکه ، سره غاړه او د غاړي دوه رګونه پرې کيږي .
د ابوحنيفه رحمه الله په آند که د دې څلورو څخه يې هر درې پرې کړل سي بيا هم ذَبِيحَة حلاله ده ، د ابويوسف رحمه الله او محمد رحمه الله په آند د کرنکي او سرې غاړي پرې کول حتمي دي خو که د دوو رګونو څخه يې يو رګ پرې نسي بيا هم ذَبِيحَة حلاله ده.
د حلالونکي د پاره مستحب ده چي حيوان مخ پر قبله حلال کړي ، د حيوان د پرې ايستلو څخه وړاندي چاړه ښه تېره کړي ، حيوان د حلالو پر مهال په تکليف نه کړي ، بلکي څومره چي وکولاى سي هغونه په ښه او اسانه ډول يې حلال کړي.
کورنى حيوان که د انسانانو څخه وتورېږي او وحشي سي نو هغه په اضطراري ډول حلال کېدلاى سي ، وحشي حيوان که ونيول سي بيا د کورني حيوانانو په شان په غاړه کي حلاليږي .
د اوښ په حلالولو کي نَحر مستحب دى ، نحر دې ته وايي چي اوښ د سينې وخوا ته کښته پر غاړه حلال کړل سي يعني غاړه يې د کوټي وخوا ته پاته سي .
د پسو ، وزګړو ، او غويو په حلالولو کي ذبح مستحب ده يعني د کوټي خوا ته چي لوړ په غاړه کي حلال سي ترڅو غاړه يې د تن خوا ته پاته سي .
اضطراري ذبح
وحشي حيوانان کوم چي چا ته تن نه ورکوي په اضطراري ډول حلاليږي ، اضطراري ذبح دا ده چي د بسم الله و الله اکبر په ويلو غشى پسي وغورځول سي ، غشى چي يې د بدن پر هر ځاى ولګيږي او وې وژني بيا هم حلال دى.
دغه ډول کورنى حيوان که تور واخلي او وحشي سي نو هغه هم د وحشي حيوانانو په شان په بسم الله په غشي ويشتل کېږي ، يا تېره شئ پسي غورځول کيږي ، که هغه يې په تېرو د بدن پر هر ځاى ولګېږي او وې وژني بيا هم حلال دى.
دغه ډول که يو حيوان اوبو يا کندي ته ولويږي او هلته مړ کېدى په غاړه کي يې حلالولاى نسواى ، دغه حيوان چي د بسم الله و الله اکبر په ويلو د بدن پر هر ځاى په چاړه ووهي او وې وژني حلال دى.
--------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
مخکنۍ ليکنه: