تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عصري زده کړو دیني ارزښت
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  April 7, 2022
  0

لیکنه : مولوي : عبدالباري “حنفي” تعلیم الاسلام \ ویب پاڼه

 

هر نبي ته الله جل جلاله  د هغه وخت د شیطاني قوتونو د سرکو بولو، عاجزه کولو او د هغوی د عقلي او فکري هڅو دشنډولو او پر نبي باندي د ایمان راوړلو لپاره د وخت او زمان د غوښتنو او د انسانانو د حالاتو سره سم داسي معجزې ورکړي دي چي نه یوازي دا چي هغوی  د معجزې د نوعیت سره  اشنا او بلد وو، بلکې ښه مهارت به يې پکښي درلودئ؛ د بیلګي په توګه د حضرت موسْی علیه السلام  په وخت کښي د سحر،جادوګرۍ اوکوډګرۍ علم یو پر مخ تللی فن او کمال بلل کیدئ.


 الله جل جلاله حضرت موسْی علیه السلام  ته داسي اعجازي لکړه ورکړه چي د هغوی د جادوېي مارانو لپاره به یولوی افعي ښامار جوړیدئ او ټول به ېي تیر کړل، هغه وو چي د مقابلې پر مهال پخپل فن کي د پاته راتلو له امله زرګونو جادو ګرانو او نورو لیدونکو کسانو ایمان راوړئ، همدا ډول د حضرت عیسْی علیه السلام  په وخت کښي د طب او ډاکټرۍ علم زيات شهرت درلود، او د طبي زده کړو ډګر د وخت د سیالانو تر مینځ خورا تود وو،

 

 

هرچا کوښښ کاوه چي پدغه ډګر کي دابتکار او نوښت خاوند سي،  الله  جل جلاله  د خلکو د هدايت ،جلب او جذب او ددغه ډګر د لوبغاړو د ماتولو لپاره حضرت عیسی علیه السلام  ته  دمړو د راژوندي کولو، د ړندو د بیناکولو او  د فیس په مرض اخته کسانو د جوړولو داسي معجزې ور کړي چي د وخت طبیبان او پر ځان غره کسان يې حیران کړل.

 


 دګران پیغمبرحضرت محمدمصطفی صلي الله علیه وسلم  په دور کښي د عربو د فطري فصاحت، بلاغت، او د یاداښت د زبردست قوت سره سره دشعر او شاعرۍ علم د قومونو او قبائلو د ویاړ او فخر لوی لامل بلل کیدئ، مشاعرې به جوړیدلي او د هغو څخه به لومړی ګټونکي اعلانیدئ، اوشعر به يې د مکې مکرمې پر د یوال ځوړند کیدئ، دامرء القیس شعري ټولګه (سبع معلقه) یوه له همدغوڅخه ده.

 

 

کله چي الله جل جلاله  د ټول عالم د هدایت خاتم النبیین محمدرسول الله  صلي الله علیه وسلم  لپاره راولیږئ نو يې د عربو د همدغه فن د مغلوبیت لپاره  داسي فصیح اوبلیغ قران ورکړئ چي ترقیامته راتلونکي انسانان يې عموماً او د وخت  شاعران يې خصوصاً عاجزه کړل، 

 

 

او د دوي پر شاعري ېي خاوري ور واړولي د معجزو دغه نوعیت موږ  ته دا راښيې چي د الله جل جلاله  دلاري یو داعي عالم اومبلِـغ باید پر خپل دین د ټینګ باور لرلو سره سره د حالاتو مطابق د عصري علومو سره هم بلدتیا ولري ترڅو يې د دعوت د انګیزې ترڅنګ د تبلیغ ساحه  نوره هم پراخه سي،

اوخلک یو صحیح هدف ته رهبري کړای سي ځکه یوډاکټرچي دسیمي دآب وهوا او د خلکو د خوراک څيښاک څخه ښه خبرتیا او پوهاوی ولري نو د ناروغ د مرض  ښه تشخیص او د جانبي عوارضو د مخنیوي لاري چاري په سمه توګه تر سره کولای سي،  کنه نوخدای جل جلاله  مه کړه  دعلاج پرځای به د مریضي د لازیات پرمختګ سبب وګرځي،اوممکن مریض د کور پرځای و ګور ته واستوي.

 


 دا ډول د موسمونو د بدلون په مقابل کي د انسانانو خوراک او لباس هم طبعاً بدلون مومي په ژمني لباس سره د ګرمۍ او د دوبي په د فاعي آلاتو سره د ژمي مقابله نه یوازي ناشوني بلکي د مرګ سره لوبي کول دي،

 

دا ډول باید موږ د عصر او زماني حالاتو ته په پام سره  خپل چمتوالي وښیو او خپل اسلامي مسئولیت د وخت د تقاضاسره سم په شرعي دائره کښي دننه ادا کړو او هم د ښمن ته هغه په ژبه غاښ ماتوونکي جواب ورکړو او دا هله کیدای سي چي موږ د عصري علومو د نوي سائنس او ټکنالوژي د اوسنيو پرمخ تللي وسائلو څخه ښه استفاده او دنړي د قومونو فنونو رسم او رواج څخه علم ولرو؛چي دا به مو نه یوازي دا چي داسلام ضد فرعوني او شیطاني قوتونو د شیطانت څخه خبرکړي،

 

بلکي د دین په خپرولو کي به راسره ز یاته همکاري وکړي، دیو داعي ، عالم او مبلغ لپاره د عصري علومو څخه څه ناڅه برخمن کیدل ضروري دي او دا کار د شریعت د چوکاټ څخه دباندي نه دئ، که وای نو ولي نبي کریم صلي الله علیه وسلم  د وخت د بادشاهانو سره د لیکونو د تبادلي په خاطر زید بن ثابت رضي الله عنه ته د عبراني ژبي د زده کړي امر کاوه؟  

 

دا ډول  د عجمو په شاهي در باروکښي به بي مهره خط  غیر معتبر بلل کیدئ ځکه نو رسول الله  صلي الله علیه وسلم  د خپلو لیکنو د مهر او ټاپه کولو لپاره  پدي خاطر ګوتمي اوټاپه جوړه کړه چي د عجموپه شاهي دربارونو کښي د منلو وړ وګرځي،  دفقهي دمشهور عالم  امام محمد بن حسن شیباني  رحمه الله  په اړه ویل کیږي چي نوموړي به بازارته ددې لپاره تلئ چي هلته دخلګو راکړه ورکړه له نژدي څخه وويني، ترڅو په فتوا ورکولو کښي تیروتنه ونه کړي ،

 

ځکه خو فقهاء کرام فرمايې: څوک چي د خپل وخت د خلکو د حالاتو څخه ناخبره وي هغه عالم نه دئ، 

نو موږ ولي د وخت عصري او جدید علوم بالکل له پامه وغورځوو او بابېزه ئي وګڼو، حال دا چي زموږ مذهبي حیثیت هم د دنیوي روزنیز ژوند او معیشت په ډول دا غواړي چي موږ باید د اسلام په دائر ه کي دننه له افراط او تفریط پر ته د عصري علومو څخه خپل ځان برخمن کړو،

د منطق او فلسفي علوم یو وخت  دیونانیانو هغه علمي سرمایه وه چي د اسلام او مسلمانو پر ضد به يې کارول،  مسلمانانو یاد سوي علوم عربي ته ددې لپاره وژباړل چي ددوی خپل نس په خپلو کولمو ور وتړي،

 

اوتر ډیره په همدغه کار کښي هغه وخت موفق هم سول، ایا اوسني جدیده ټکنالوژي زموږ لپاره د یونانیانو د منطقو د علم په شان ګټوره نسي  کیدای ؟ اوسنۍ پرمختللي ساينسي نړۍ ډیر داسي نوي مسائل وزیږول چي د هغوی حل دعصري علومو د زده کړي پرته ناشوني دئ، د بیلګي په توګه د سود مسائل،د بیمې مسائل، د بانکونو مسائل، د بدن د غړو او ویني د انتقال مسائل،

 

د اقساطو مسائل،د ح قوق مجرده ؤ مسائل، داسعارو دتبادلې، او د راتلونکي ټاکلي تاریخ سره د تبادلې مسائل،د بهر  څخه د وارداتي توکو د حلت اوحرمت مسائل او داسي نور ګڼ شمیر مسائل دي چي دلته يې لیکل زیاتي صفحې غواړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام : مجله 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته