تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام محمد صاحب مبسوط کتاب
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 6, 2018
  0

د امام محمد بن حسن الشیباني ( رحمة الله علیه ) تصنیف ”کتاب الاصل“ چې په مبسوط هم شهرت لري:


لیکوال: مولوي عبدالحسیب ”منصور“ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مؤرخ اسلام او حافظ الحدیث علامه خطیب بغدادي رحمه الله د ابي علی الحسن بن داود نه په خپل سند سره روایت کوي، وایئ  چې ” اهل بصره په ۴ (څلورو) کتابونو باندې فخر کوي :
۱ _  یو له هغونه "البیان والتبیین" د جاحظ
۲ _ دوهم "کتاب الحیوان" دا هم د جاحظ دی
۳ _ دریم "کتاب سیبویه"
۴ _ څلورم کتاب د خلیل په نوم د "العین" سره .
ور پسې لیکي:
” نفتخر بسبعة و عشرين ألف مسألة فى الحلال والحرام عملها رجل من اهل الكوفة يقال له محمد بن الحسن الشیبانی “
ژباړه: او موږ فخر کوو  یعنی اهل کوفه په ۲۷۰۰۰ (اوه ویشت زره) مسائلو باندې د حلال او حرامو چې هغه یوه سړي استنباط کړي چې ھغه ته  "محمد بن الحسن الشیباني " وايي .


شیخ زاھد الکوثري وایې چي موږ ته نه دی رارسیدلی له کتابونو څخه غټ کتاب سیوا دہ ”کتاب الاصل“ د امام محمد څخه چې مشهور دی په  "مبسوط"  سرہ .
او ويل کیدل به چې امام شافعي رحمه الله د خپل استاد دغه کتاب حفظ کړی وو او خپل کتاب  "الام"  یئ هم د مبسوط په طرز او طریقه تصنیف کړی او لیکلی دی .


_  مبسوط د مطالعې له وجهې یو عسائي حکیم ھم ایمان راوړ!
کله چې حکیم د غه کتاب مطالعه کړ  نو ويې ویل :
 " هذا کتاب محمدکم الاصغر، فکیف کتاب محمدکم الاکبر " یعني دا خو ئې د وړوکي محمد کتاب دی چې ھغه ستر محمد ( صلی الله علیه وسلم ) کتاب به یئ څنګه وي؟!


او د غه مبسوط په ۶ (شپږو) جلدونو کې امام محمد رحمه الله لیکلی، او دا د امام ابوحنیفه رحمه الله د مجلس مشهور شاګرد او د حنفي مذهب مشهور عالم دی.
 د مبسوط ھر جلد ۵۰۰ (پنځه سوه) پاڼي وو ، او دا کتاب له امام محمد څخه ډیرو شاګردانو راویت کړی ،  لکه:


ابی سلیمان الجوزجانی رحمه الله،
محمدبن سماعه التمیمی رحمه الله،
او ابی حفص الکبیر البخاری رحمه الله

 


او مشهورہ نسخه د مبسوط ھغه په روایت د ابی سلیمان الجوزجانی دہ او ډیر مسائل په کې ھغه  دي چې دہ به پوښتنه کوله او امام محمد به جواب ورکولو  لیکن ډیر مسائل د دہ نه مخکې ھم امام محمد لیکلي وو.
او سلیمان الجوزجانی ھغه شخصیت دی چې امام محمد رحمه الله ته راغلو او ورته یئ وويل چې د (ماء کثير) څومرہ مقدار دی؟ 


 نو امام محمد ورته وويل چې (کمسجدی ھذا) لکه زما دغه مسجد نو چې کله سلیمان دغه مسجد ناپ کړو نو ” عشر فی عشر “  وو،


 اوس فقهاء کرام فرمائي چې ماء کثير ھغه دي چي عشر فی عشر ،  لس په لسو کې وي.

او اوس موجودہ نسخه د مبسوط چې ده،  دا ابوالوفاء الافغانی رحمه الله ( زموږ د قندهار مشهور او نړیوال عالم دی) او دکتور مجید الخدوري په تحقیق د مختلفو نسخو سرہ نشر کړې لیکن مکمل یئ نه ده نشر کړی بلکه موجودہ نسخه په ۱۶ (شپاړلس) کتابونو مشتمله دہ او اصلي نسخه چې دہ په ھغې کې ۵۳ ( درې پنځوست ) کتابونه دي چي ابن ندیم په فهرست کې ذکر کړي دي او په دې مبسوط باندې ډیرو علماؤ شرحې هم لیکلي،  لکه:


۱  شیخ الاسلام ابوبکر المعروف بخواھر زادہ (ویسمی المبسوط البکری)
۲  شمس الائمه حلوانی
۳  شمس الائمه سرخسی رحمهم الله او داسې نورو ھم …


ماخذ :د امام محمد رحمه الله ژوند لیک

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته