که باران غواړی نو د الله پاک اطاعت وکړئ
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: قَالَ رَبُّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ: لَوْ أَنَّ عَبِيدِي أَطَاعُونِي لَأَسْقَيْتُهُمُ الْمَطَرَ بِاللَّيْلِ، وَأَطْلَعْتُ عَلَيْهِمُ الشَّمْسَ بِالنَّهَارِ، وَلَمْ أُسْمِعْهُمْ صَوْتَ الرَّعْدِ. [مسند أَحمدُ] ژباړه: د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک فرمایلي دي: که زما بنده ګان زما اطاعت وکړي نو زه به دوی د شپې په باران باندي اوبه کړم او د ورځي به لمر ورباندي را وخېژوم او د تندر ږغ به په دوی باندیي وانورم.یعني که زما بنده ګان زما عبادت وکړي نو زه به دوی ته داسي ښه باران ورکړم چي د شپې به ورباندي باران ووري خو د ورځي به لمر ورباندي راخيژي او هیڅ قسم وېره به پداسي باران کي نوي.