تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشومانو د ميراث حق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د ماشومانو د ميراث حق

 

د میراث حق د پلرونو، زامنو او د هغه نژدې اقاربو او خپلو خپلوانو تر منځ یو مشترک حق دی، چي د اسلام سپېڅلي شریعت خپلو پیروانو ته په خورا ډاګیزه او مشرحه توګه سره بیان کړی دی او په قرآن کریم او د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) په نبوي احادیثو کي او له دې وروسته د فقهې په کتابونو کي دا موضوع په ښه توګه څرګنده او پرته له کوم غموض او ابهام څخه په ډاګه شوې ده؛ نو له همدې کبله مومو چي اسلام کله د یتیم ماشوم د کفالت او پالني څخه بحث کوي او څرګندوي چي پالونکی ئې باید د هغه پالنه د ځان لپاره پلمه ونه ګرځوي تر څو په مرسته ئې د هغه څخه د هغه د نسب حق سلب کړي او دا خبره لوی پروردګار په ښه توګه سره په خپل سپېڅلي کتاب کي په ډاګه کړې ده چي فرمايي: ٱدۡعوهمۡ لأبائهمۡ. ( الأحزاب:۵).


ژباړه: تاسي دوی ( متبني ماشومان ) د هغوي پلرونو ته ( په نسبت کولو سره ) راوبولئ.


او اسلامي شریعت تبني ( یا د بل چا زوی په خپل ځوی ولیتوب سره نیول ) حرام او ناروا ګرځولی دی، او په قرآن کریم کي د مور قدر او منزلت ډېر هسک او لوړ بیان بیان کړل شوی دی، چي په دې اړه خالق تعالی فرمايي: وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا. (الإسراء: ۲۳.
ژباړه: او  اې انسانه ستا پروردګار امر کړی دی، چي له لوی الله تعالی پرته د بل چا عبادت مه کوه او د خپل مور او پلار سره ( په ځانګړي توګه د هغوی د زړښت او عاجزۍ په پړاو کي ) نیکي وکړه.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته